امریکا په پاکستان کې د خپلو دوو کونسلګریو یو شمېر کارکوونکو ته د وتلو امر کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امنیتي اندېښنو له امله یې په کراچۍ او لاهور کې له خپلو کونسلګریو څخه غیر ضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته د پاکستان د پرېښودو امر کړی دی.
په پاکستان کې د امریکا ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پرېکړه د «امنیتي خطرونو» له امله شوې ده.
د اسلاماباد د امریکا سفارت د وضعیت په اړه کوم بدلون نه دی راغلی.
که څه هم امریکا په پېښور کې هم یوه کونسلګري لري، خو په نوې خبرتیا کې د هغې په اړه څه نه دي ویل شوي.
