• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بلخ، هرات او روزګان کې د یوې ښځې په ګډون ۵ کسه په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د یوې ښځې په ګډون یې پنځه کسه د «د نامشروع اړیکو، غلا، لواطت، د ښځې تښتولو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، چې هر کس یې ۳۹ دُرې وهلی او له ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلونو پورې د تنفیذي بند سزا ورکړل شوې.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) ویلي، چې په رزوګان کې یې یو کس د نکاح شوې ښځې د تښتولو په تور ۳۹ دُرې وهلی او ترڅنګ یې د دوه کالو او شپږ میاشتو بند سزا ورکړل شوې. سترې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات کې یې یوه ښځه او دوه نارینه د «غلا او نامشروع اړیکو» په تور هر یو ۳۹ دُرې وهلی او دوی ته یې له شپږو څخه تر ۹ میاشتو پورې د تنفیذي بند سزا ورکړې ده.

طالبانو ویلي، چې په بلخ کې یې یو کس د «لواطت» په تور ۳۵ دُرې وهلی دی. د طالبانو ډله هره اوونۍ په عام محضر کې یو شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهي.

د بشري حقونو مدافعانو او نړۍوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له مشرانو غوښتي، چې د تورنو کسانو د فزیکي او عامه مجازاتو مخه دې ونیسي؛ خو دغه ډله ادعا کوي چې د «اسلامي قانون» له مخې وګړو ته سزا ورکوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغان مېرمنو سل بنسټونه: له کورني مقاومت انکار د جنسیتي توپیر دوام ته لاره هواروي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۸ GMT+۰

د افغانستان مېرمنو تر سلو زیاتو بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هغه څرګندونې چې ګواکې د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد مقاومت نه‌شته ناسمې دي او دغه ډول دریځونه د طالبانو د سیاستونو د سپینولو او د جنسیتي توپیر د دوام لامل کېږي.

په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د ځینو استازو هغو څرګندونو ته غبرګون ښودل شوی، چې ویلي یې وو: «د افغانستان دننه څوک د طالبانو مخالف نه‌دي». د اعلامیې لاسلیک کوونکو دغه ادعا «ناسمه او د ښځو د مبارزې سپکاوی» بللی او ټینګار یې کړی، چې ګڼې مېرمنې په کوڅو او زندانونو کې د خپل حق لپاره مبارزه کوي.

اعلامیه د طالبانو پر وروستیو قوانینو هم نیوکه کوي، په ځانګړي ډول د «امربالمعروف» قانون چې د ۲۰۲۴کال په اګست کې نافذ شوی او په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او څېره محدودیتونه لګوي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه قانون د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د جنسیتي توپیر څرګنده بېلګه ده. همدارنګه د طالبانو پر جزایي اصولنامې نیوکه شوې، چې خلک په بېلابېلو ټولنیزو طبقو وېشي او د قانون پر وړاندې برابري زیانمنوي.

د اعلامیې په پای کې څو غوښتنې مطرح شوې؛ له هغې ډلې د طالبانو لپاره د لابي‌ګرۍ بندول، د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل، د نړۍوالې جنایي محکمې له لوري د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنه او دا خبرداری چې هر ډول نړۍواله ناسته چې د ښځو د واقعي استازو له ګډون پرته ترسره شي؛ مشروعیت نه‌لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام: پر ډیورنډ کرښه وروستيو نښتو د افغانستان بشري ناورین لا ژور کړی

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی، چې د افغانستان په ختيځ، سوېلي او لوېديځو سیمو کې له پاکستان سره د کړکېچ زياتېدو د دغه هېواد د بشري ناورین وضعيت نور هم کړکېچن کړی دی.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان لاهم په نړۍ کې د خوړو سخت وضعیت تجربه کوي او مېليونونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي. د دغه ادارې په وينا؛ روانې بې‌ثباتۍ او نښتو د مرستو رسولو بهير له ستونزو سره مخ کړی او پر زيانمنو کورنيو يې فشار لا پراخ کړی دی.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف وايي، وروستيو تاوتريخوالو د خوړو ناورین لاپسې پراخ کړی دی. د هغه په خبره؛ اټکل کېږي چې د دغه نښتو له امله شاوخوا ۲۰زره کسان بې‌ځايه شوي او ۱۶۰زره نور بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ایلیف په وينا؛ افغانستان اوس‌مهال له درېيو سترو ناورینونو سره مخ دی: له پاکستان سره نښتې، د ايران کړکېچ او د لوږې او سختې خوارځواکۍ پراخ ناورین. د خوړو نړۍوال پروګرام ټينګار کړی، چې د ناورین د لاپراخېدو د مخنيوي لپاره سملاسي زياتو بشري مرستو او نړۍوال ملاتړ ته اړتيا ده.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره خپله همکاري او ملاتړ لاپراخ کړي.

د طالبانو او پاکستان د جګړې په شپږمه ورځ څه تېر شول؟

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د سې‌شنبې په ورځ شپږمې ورځې ته وغځېدې. جګړه د طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښه له پراخو بریدونو سره پيل شوه، هغوی دغه بریدونه «غچ اخیستونکي» وبلل. دغه نښتې په وروستيو کلونو کې د دواړه خواوو ترمنځ تر ټولو سختې مخامخ نښتې شمېرل کېږي.

سره له دې چې ځينو هېوادونو د منځګړيتوب چمتووالی ښودلی؛ خو لاهم د خبرو اترو د پيل يا هوکړې ته د رسېدو روښانه څرک نه ليدل کېږي. پاکستان د طالبانو پر ضد خپل پوځي عمليات «غضب‌للحق» نومولي او طالبانو د پاکستان پر ضد خپلو بريدونو ته «ردالظلم» نوم ورکړی دی.

سې‌شنبې (د کب ۱۲مه) ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی، چې په پنجشېر، کابل، بدخشان، کونړ او کاپيسا ولايتونو کې د الوتکو د ګزمې، چاودنو او له ځمکې هوا ته د توغنديو د توغولو غږونه اورېدل شوي دي.

پاکستان ادعا کړې، چې تراوسه يې لږترلږه ۴۶۴ طالب جنګيالي وژلي او ۶۶۵ نور يې ټپيان کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزير هم ويلي، چې ۱۸۸ د طالبانو پوستې ويجاړې شوې، ۳۱ پوستې نيول شوې او ۱۹۲ټانکونه او زغروال وسايط له‌منځه وړل شوي دي.

طالبانو بيا ويلي، چې په تېرو ورځو کې يې ۱۰ پاکستاني پوستې نيولې او يو ټانک يې ويجاړ کړی، له ۱۵۰ زيات پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي. طالبانو يوازې د خپلو ۲۸ جنګيالو وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي، چې ۴۲ تنه ټپيان شوي هم دي. هغوی همداراز ادعا کړې، چې پنځه پاکستاني بې‌پيلوټه الوتکې يې نسکورې کړې دي.

طالبانو تور پورې کړی، چې د پاکستان په بريدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او کورونه، جوماتونه، ښوونځي او کلينيکونه په قصدي ډول ويجاړ شوي دي. هغوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دغه کړنې وغندي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، د پنځو ورځو نښتو پرمهال لږترلږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي. شاوخوا ۱۶زره کورنۍ بې‌ځايه شوې دي. بريدونو بشري تاسيساتو ته هم زيان رسولی.

پاکستان د يوناما راپور رد کړی او ويلي يې دي، چې دغه راپور د طالبانو پر شمېرو ولاړ دی. په پاکستان کې امنيتي سرچينو ادعا کړې، يو مشهور افغان طالب قوماندان چې غوښتل يې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته واوړي؛ په لنډي کوتل کې وژل شوی دی.

د طالبانو وياند مرستيال حمدالله فطرت له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د پاکستان بريدونه وغندي او خبرداری يې ورکړی که بريدونه همداسې دوام وکړي؛ نو په کابل کې به د پاکستان سفارت وتړل شي.

ملګري ملتونه: شاوخوا ۲۰۰زره نور افغان ماشومان به روان کال له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې د بهرنيو مرستو د کمښت او پر ډیورنډ کرښه د کړکېچ د زياتېدو له امله روان کال به شاوخوا ۲۰۰زره نور افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

جان ایلیف وویل، سږ کال به ۳.۷ مېليونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتيا ولري. په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر د سې‌شنبې په ورځ په جنیوا کې د يوې ناستې پرمهال ويلي، د ماشومانو ترمنځ سخته خوارځواکي په چټکۍ سره زياتېږي او د بودجې کمښت د دې لامل شوی چې دغه اداره يوازې له هرو څلورو اړمنو ماشومانو څخه د يو ماشوم درملنه وکړي.

هغه زياته کړه، ځينې ماشومان ان کلينيکونو ته د رسېدو اسانتیاوې هم نه‌لري او يوشمېر يې د درنو واورو له امله په غرنیو او لرو پرتو سيمو کې بند پاتې دي. هغه خبرداری ورکړی: «هغه څه چې زه ترې وېريږم دا دي، چې کله د مارچ په پای يا د اپرېل په مياشت کې واورې ويلي شي؛ نو موږ به پوه شو چې په کليوالو سيمو کې د ماشومانو د مړينې شمېر ډېر لوړ و».

ایلیف زياته کړه، له ۲۰۲۳کال راهيسې له ایران او پاکستان نه د کډوالو د اېستلو لړۍ کې تراوسه له پنځو مېليونو زيات کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې دغه کار پر محدودو سرچينو نور هم فشار زيات کړی دی.

هغه وويل، ډېر بېرته ستانه شوي کسان هغو سيمو ته نږدې مېشت دي چې په وروستيو ورځو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې په‌کې شوې دي او له همدې امله د خوړو نړۍوال پروګرام اړ شوی چې په دغه سيمو کې خپل ځينې خدمتونه وځنډوي. هغه ټينګار وکړ: «موږ اټکل کوو، چې د دغه نښتو له امله به سخته خوارځواکي نوره هم زياته شي؛ ځکه خلک له روغتيايي خدمتونو بې‌برخې کېږي».

د هغه په وینا؛ دغه حالت د لسګونه زره ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

برېتانیا د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو ته تحصیلي ویزې بندوي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۰

د برېتانیا کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزې بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تر دې وروسته په دغه هېواد کې کډوالي هم لنډمهالې ده او په هرو ۳۰ میاشتو کې به د کډوالو وضعیت وارزول شي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د لنډمهالې کډوالۍ وضعیت په اعلانولو سره ویلي، تر دې وروسته بالغ کسان به په لنډ مهالي توګه د کډوال په توګه ومنل شي او تر ۳۰ میاشتو وروسته به یې وضعیت بیا له سره وارزول شي او که هېوادونه یې خوندي وګڼل شي، نو باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د نوموړې په وینا، هغه کډوال چې لا هم په خپلو هېوادونو کې له ګواښ سره مخ دي ملاتړ ته به یې دوام ورکړل شي، خو هغه کسان چې هېوادونه یې خوندي شوي او نور محافظت ته اړتیا نه‌لري، نو تمه ترې کېږي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

دغه پالیسي د ډنمارک له تجربې څخه په الهام اخیستنې جوړ شوی چې په تېره یوه لسیزه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو د برېتانیا په نوې پالیسۍ کې یو کس ته تر ۲۰ کلونو پورې د دایمي استوګنې حق نه‌ورکول کېږي او همداراز د اوس لپاره د کورنیو د یو ځای کېدو بهیر هم ځنډول شوی دی.

د دغې پالیسۍ له‌مخې، برېتانیا ماهرو کسانو ته په برېتانوي ټولنه کې د ادغام زمینه برابروي او بې‌سرپرسته ماشومان به یوازې د ۵ کلونو لپاره د اوسېدو اجازه ولري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي: «دا هېواد به تل د هغو کسانو لپاره امن ځای وي چې له جګړې او ځورونې تښتي. خو موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د پناه غوښتنې سیستم داسې انګېزې نه‌رامنځته کوي چې خلک خطرناکو سفرونو ته وهڅوي او د انسانانو د قاچاق وړونکو جېبونه ډک کړي».

د هغې په وینا، کله چې د یوه کډوال هېواد خوندي شي نو یاد کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستون شي.