د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال پر ایران د بریدونو د درولو غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت ته تللی او د دغه هېواد د مذهبي مشر پر وژل کېدو یې خواشیني ښودلې.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت ته تللی او د دغه هېواد د مذهبي مشر پر وژل کېدو یې خواشیني ښودلې.
حنفي د ایران پر اسلامي جمهوریت برید او ددغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه یې وژل غندلي او ویلي یې دي، چې په دې جګړه کې عادي وګړي په نښه شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې «طالبان غواړي دا ویجاړوونکې جګړه ژر تر ژره ودرېږي، ځکه جګړه نه د ملتونو او نه هم د سیمهییز ثبات په ګټه ده». هغه زیاته کړې چې ټول مسایل باید د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې حل شي.
په پای کې، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د «شهیدانو په یاد کتاب» کې لاسلیک او خپل یادښت درج کړی او ټینګار یې کړی، چې افغان ملت به د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ سره په کتنه کې له پاکستان سره پر وروستیو نښتې او شخړې خبرې کړې دي. د چین سفیر هیله ښودلې چې اختلافات د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي په خپلو څرګندونو کې د طالبانو د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د متقابل درناوي، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام چې له دې اصل سره په ټکر کې وي، نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر ټولیز امنیت هم ناوړه اغیز کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چین سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړې چې بیجنګ د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.
هغه هیله ښودلې چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي.
طالبانو د چین د سفیر له قوله ویلي، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي، خو د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې شنډې کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته داخله شوې، خو تراوسه د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد هم په مستقیمه توګه د دواړو خواوو ترمنځ منځګړتوب او اوربند ته نه دي دانګلي.
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د یوې ښځې په ګډون یې پنځه کسه د «د نامشروع اړیکو، غلا، لواطت، د ښځې تښتولو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، چې هر کس یې ۳۹ دُرې وهلی او له ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلونو پورې د تنفیذي بند سزا ورکړل شوې.
د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) ویلي، چې په رزوګان کې یې یو کس د نکاح شوې ښځې د تښتولو په تور ۳۹ دُرې وهلی او ترڅنګ یې د دوه کالو او شپږ میاشتو بند سزا ورکړل شوې. سترې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات کې یې یوه ښځه او دوه نارینه د «غلا او نامشروع اړیکو» په تور هر یو ۳۹ دُرې وهلی او دوی ته یې له شپږو څخه تر ۹ میاشتو پورې د تنفیذي بند سزا ورکړې ده.
طالبانو ویلي، چې په بلخ کې یې یو کس د «لواطت» په تور ۳۵ دُرې وهلی دی. د طالبانو ډله هره اوونۍ په عام محضر کې یو شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهي.
د بشري حقونو مدافعانو او نړۍوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له مشرانو غوښتي، چې د تورنو کسانو د فزیکي او عامه مجازاتو مخه دې ونیسي؛ خو دغه ډله ادعا کوي چې د «اسلامي قانون» له مخې وګړو ته سزا ورکوي.
د افغانستان مېرمنو تر سلو زیاتو بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هغه څرګندونې چې ګواکې د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد مقاومت نهشته ناسمې دي او دغه ډول دریځونه د طالبانو د سیاستونو د سپینولو او د جنسیتي توپیر د دوام لامل کېږي.
په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د ځینو استازو هغو څرګندونو ته غبرګون ښودل شوی، چې ویلي یې وو: «د افغانستان دننه څوک د طالبانو مخالف نهدي». د اعلامیې لاسلیک کوونکو دغه ادعا «ناسمه او د ښځو د مبارزې سپکاوی» بللی او ټینګار یې کړی، چې ګڼې مېرمنې په کوڅو او زندانونو کې د خپل حق لپاره مبارزه کوي.
اعلامیه د طالبانو پر وروستیو قوانینو هم نیوکه کوي، په ځانګړي ډول د «امربالمعروف» قانون چې د ۲۰۲۴کال په اګست کې نافذ شوی او په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او څېره محدودیتونه لګوي.
د اعلامیې له مخې؛ دغه قانون د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د جنسیتي توپیر څرګنده بېلګه ده. همدارنګه د طالبانو پر جزایي اصولنامې نیوکه شوې، چې خلک په بېلابېلو ټولنیزو طبقو وېشي او د قانون پر وړاندې برابري زیانمنوي.
د اعلامیې په پای کې څو غوښتنې مطرح شوې؛ له هغې ډلې د طالبانو لپاره د لابيګرۍ بندول، د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل، د نړۍوالې جنایي محکمې له لوري د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنه او دا خبرداری چې هر ډول نړۍواله ناسته چې د ښځو د واقعي استازو له ګډون پرته ترسره شي؛ مشروعیت نهلري.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی، چې د افغانستان په ختيځ، سوېلي او لوېديځو سیمو کې له پاکستان سره د کړکېچ زياتېدو د دغه هېواد د بشري ناورین وضعيت نور هم کړکېچن کړی دی.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان لاهم په نړۍ کې د خوړو سخت وضعیت تجربه کوي او مېليونونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي. د دغه ادارې په وينا؛ روانې بېثباتۍ او نښتو د مرستو رسولو بهير له ستونزو سره مخ کړی او پر زيانمنو کورنيو يې فشار لا پراخ کړی دی.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف وايي، وروستيو تاوتريخوالو د خوړو ناورین لاپسې پراخ کړی دی. د هغه په خبره؛ اټکل کېږي چې د دغه نښتو له امله شاوخوا ۲۰زره کسان بېځايه شوي او ۱۶۰زره نور بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د ایلیف په وينا؛ افغانستان اوسمهال له درېيو سترو ناورینونو سره مخ دی: له پاکستان سره نښتې، د ايران کړکېچ او د لوږې او سختې خوارځواکۍ پراخ ناورین. د خوړو نړۍوال پروګرام ټينګار کړی، چې د ناورین د لاپراخېدو د مخنيوي لپاره سملاسي زياتو بشري مرستو او نړۍوال ملاتړ ته اړتيا ده.
دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره خپله همکاري او ملاتړ لاپراخ کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د سېشنبې په ورځ شپږمې ورځې ته وغځېدې. جګړه د طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښه له پراخو بریدونو سره پيل شوه، هغوی دغه بریدونه «غچ اخیستونکي» وبلل. دغه نښتې په وروستيو کلونو کې د دواړه خواوو ترمنځ تر ټولو سختې مخامخ نښتې شمېرل کېږي.
سره له دې چې ځينو هېوادونو د منځګړيتوب چمتووالی ښودلی؛ خو لاهم د خبرو اترو د پيل يا هوکړې ته د رسېدو روښانه څرک نه ليدل کېږي. پاکستان د طالبانو پر ضد خپل پوځي عمليات «غضبللحق» نومولي او طالبانو د پاکستان پر ضد خپلو بريدونو ته «ردالظلم» نوم ورکړی دی.
سېشنبې (د کب ۱۲مه) ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی، چې په پنجشېر، کابل، بدخشان، کونړ او کاپيسا ولايتونو کې د الوتکو د ګزمې، چاودنو او له ځمکې هوا ته د توغنديو د توغولو غږونه اورېدل شوي دي.
پاکستان ادعا کړې، چې تراوسه يې لږترلږه ۴۶۴ طالب جنګيالي وژلي او ۶۶۵ نور يې ټپيان کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزير هم ويلي، چې ۱۸۸ د طالبانو پوستې ويجاړې شوې، ۳۱ پوستې نيول شوې او ۱۹۲ټانکونه او زغروال وسايط لهمنځه وړل شوي دي.
طالبانو بيا ويلي، چې په تېرو ورځو کې يې ۱۰ پاکستاني پوستې نيولې او يو ټانک يې ويجاړ کړی، له ۱۵۰ زيات پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي. طالبانو يوازې د خپلو ۲۸ جنګيالو وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي، چې ۴۲ تنه ټپيان شوي هم دي. هغوی همداراز ادعا کړې، چې پنځه پاکستاني بېپيلوټه الوتکې يې نسکورې کړې دي.
طالبانو تور پورې کړی، چې د پاکستان په بريدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او کورونه، جوماتونه، ښوونځي او کلينيکونه په قصدي ډول ويجاړ شوي دي. هغوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دغه کړنې وغندي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، د پنځو ورځو نښتو پرمهال لږترلږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي. شاوخوا ۱۶زره کورنۍ بېځايه شوې دي. بريدونو بشري تاسيساتو ته هم زيان رسولی.
پاکستان د يوناما راپور رد کړی او ويلي يې دي، چې دغه راپور د طالبانو پر شمېرو ولاړ دی. په پاکستان کې امنيتي سرچينو ادعا کړې، يو مشهور افغان طالب قوماندان چې غوښتل يې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته واوړي؛ په لنډي کوتل کې وژل شوی دی.
د طالبانو وياند مرستيال حمدالله فطرت له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د پاکستان بريدونه وغندي او خبرداری يې ورکړی که بريدونه همداسې دوام وکړي؛ نو په کابل کې به د پاکستان سفارت وتړل شي.