طالبان په موزیم کې فعال بمونه ساتي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې د دشتټوپ د نظامي روزنیز مرکز قوماندان محمدنسیم سعید د ژوندیو بمونو په ګډون ځینې وسایل، چې په جګړه کې کارول شوي وو، د دغه ولایت جهادي موزیم ته سپارلي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې د دشتټوپ د نظامي روزنیز مرکز قوماندان محمدنسیم سعید د ژوندیو بمونو په ګډون ځینې وسایل، چې په جګړه کې کارول شوي وو، د دغه ولایت جهادي موزیم ته سپارلي دي.
د طالبانو په وینا، په دغو وسایلو کې مقناطیسي بم، مخابره، فلش، د چرو پاشونکي، د موټرو ضد بریښنايي دړې او ماینونه شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وسایل او چاودېدونکي تجهیزات د دې ډلې د تیر حکومت او نړیوالو ځواکونو سره د جګړې په جریان کې کارول شوي وو.
طالبانو دغه وسایل او چاودېدونکي تجهیزات د «د جهاد تاریخي میراث» په توګه یاد کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو وسایلو او تجهیزاتو راټولول او ساتل د «ملي هویت د پیاوړتیا» لپاره ضروري دي. طالبانو له خپلو جنګیالیو غوښتنه کړې چې د ځانګړو تجهیزاتو د راټولولو او سپارلو په برخه کې، چې د نړیوالو ځواکونو او تیر حکومت پر ضد په جګړه کې کارول شوي، مرسته وکړي.
مقناطیسي او د لارې غاړې بمونه چې طالبانو په تیرو شلو کلونو کې کارولي، څو څو ځله د ملکي وګړو د وژل کېدو سبب شوي دي.
کارپوهان وایي چې د فعالو بمونو ساتل په موزیم کې ډېر خطرناک دي او که چاودنه وکړي، د لیدونکو ژوند ته جدي ګواښ جوړوي.
طالبانو د خپلو جګړه ییزو وسایلو او تجهیزاتو د ساتنې لپاره په تیرو شلو کلونو کې «جهادي موزیم» جوړ کړی دی. د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وسایلو د راټولولو لپاره یو ریاست د جهادي موزیم په نوم جوړ کړی دی.
تر دې دمه طالبانو په دې موزیم کې د خپلو وسایلو او تجهیزاتو سلګونه توکي راټول کړي دي چې په تیرو شلو کلونو کې کارول شوي دي.