په کانګو کې د ځمکې ښویېدنې له امله له ۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي

د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د کانونو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د روبایا سیمې د کولتان په کان کې د ځمکې ښویېدنې له امله له ۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي.
د کانګو د کانونو وزارت همداراز زیاته کړې، چې په قربانیانو کې شاوخوا ۷۰ ماشومان هم شامل دي چې ډېری ټپیان د ګوما ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو لهمخې، روبایا د نړۍ شاوخوا ۱۵ سلنه کولتان تولیدوي چې وروسته په ټنټالم بدلېږي. ټنټالم د تودوخې پر وړاندې مقاومت لرونکی فلز دی، چې د ګرځنده ټلیفونونو، کمپیوټرونو، فضايي بېړیو د پرزو او د ګازو توربینونو په جوړولو کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي.
