• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خيبر پښتونخوا کې د اکاخېلو قومي شورا د ناامنیو زياتوالي له امله د سیمې د تخلیې غوښتنه کړې

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۰

د خيبر د اکاخېلو قومي شورا د خپلې سيمې د خرابېدونکي امنيتي وضعيت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او له حکومتي چارواکو يې غوښتي، چې د ځایي اوسېدونکو د احتمالي تخليې لپاره لازم چمتووالی ونيسي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یادې شورا د سې‌شنبې په ورځ له ځایي چارواکو سره په دې اړه ناسته هم کړې ده. د راپور له مخې؛ دوی په دغه ناسته کې د باړې مرستيال کمېشنر طلحه رفيق عالم ته ویلي، چې د وسله‌والو له لوري پر امنيتي پوستو بريدونه او د پاکستاني امنيتي ځواکونو متقابلو عملياتو د سیمې امنيتي وضعیت خورا کړکېچن کړی.

د هغوی په وينا؛ دغه وضعيت د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. یادې شورا له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې د قومي مشرانو په سلا دې د نوم‌ليکنې مرکزونه جوړ شي؛ څو که خلک بې‌ځايه کېدو ته اړ شي، اغېزمنې کورنۍ وکولای شي له اړينو اسانتياوو او مرستو برخمنې شي.

دغه ناسته داسې مهال شوې، چې په سيمه کې د تحریک طالبان پاکستان(ټی‌ټي‌پي) فعاليتونه ډېر شوي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې د وسله‌والو پر پټنځايونو بريدونه روان دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د ټي ټي پي مشر خپلو جنګیالیو ته: پاکستان کې داسې بریدونه وکړئ چې د "دښمن" ملا ماته شي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د تحریک طالبان پاکستان مشر خپلو قومندانانو او جنګیالیو ته په یوه خپاره شوي لیک کې امر کړی چې په پاکستان کې دې داسې بریدونه ترسره کړي چې د دوی په وینا «د دښمن ملا ماته شي». هغه ویلي له افغانستان سره د همدردۍ په موخه دا امر کوي.

په یاد مکتوب کې چې د دې ډلې له لوري خپور شوی، د ټي ټي پي له سیمه‌ییزو او ولایتي مسوولینو غوښتل شوي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه منظم او اغېزناک ترسره کړي. همداراز ټینګار شوی چې د عملیاتو معلومات دې په ویډیويي بڼه د رسنیو له لارې خپاره شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر اوسه افغان طالبانو او د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

خیبرپښتونخوا کې د روژې په لومړۍ اوونۍ تر ۲۰ ډېر پاکستاني سرتېري وژل شوي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د روژې میاشتې له پیل راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. یوازې د روژې په لومړۍ اوونۍ د پولیسو، اېف‌سي او نورو امنیتي ځواکونو له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

خیبرپښتونخوا په ځانګړي ډول سویلي ولسوالۍ په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ له زیاتوالي سره مخ دي او د وسله‌والو ډلو د بریدونو اصلي هدف ګرځېدلې دي. راپورونه ښيي، چې د یاد ایالت په سویلي ولسوالیو کې پرله‌پسې بریدونو ۱۳ پولیس وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

په کوهاټ کې بیا په یوه برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. دارنګه ډېره اسماعیل خان ته څېرمه د بهکر اړوند د پولیسو پر تالاشۍ مرکز ځانمرګي برید ۴ پولیس وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي. په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګي برید کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون ۴ سرتېري وژل شوي دي.

سربېره پر دې پر اېف سي په یوه برید کې ۸ سرتېري ټپیان شوي دي. د کرک ولسوالۍ د بهادرخېل په سیمه کې وسله‌والو پر امبولانس برید کړی، چې له امله یې ۳ د اېف‌سي سرتېري وژل شوي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې یو پولیس سرتېرى وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي او د سوېلي وزیرستان په واڼه کې هم یو پولیس وژل شوی دی. ځایي پولیس چارواکي وايي، د روژې په میاشت کې د بریدونو د زیاتوالي له امله امنیتي عملیات چټک شوي چې په ترڅ کې یې په ډېره اسماعیل خان کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدګره هم نیول شوې ده.

په باجوړ کې د پولیسو پر «ابابیل سکواډ» برید کې ۴ پولیس وژل شوي او دوه ټپیان دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په خار سیمه کې وسله‌والو د پولیسو پر «ابابیل» نومي سکواډ برید کړی، چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، پېښه په نوي کلي سیمه کې د پولیسو د ګزمې پرمهال شوې ده.

د سیمه ییزو پولیسو مشر ګل زاده ویلي، د ټپیانو حالت له خطره بهر دی.

پولیس چارواکو ویلي، چې ابابیل سکواډ د روژې میاشتې پر مهال د امنیت ټینګښت لپاره په سیمه کې ځای پر ځای شوی و.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د افغان کډوالو د پنډغالي هټۍ وتړل شوې

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په صوابۍ کې د افغان کډوالو «بارکۍ» پنډغالي قانوني موده پای ته رسېدلې او په دغه پنډغالي کې مېشت افغان کډوال باید ژر تر ژره له دې ځایه ووځي. دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې په دغه پنډغالي کې شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال مېشت دي.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه) ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د ځايي چارواکو له‌خوا د ګوهټي (بارکۍ) پنډغالي ټولې هټۍ او سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.

د یادې سیمې د مرکزي دفتر مرستیالې کمېشنرې علینا شکیل د پنډغالي د لیدنې پرمهال ویلي، چې حکومت په رسمي ډول دغه پنډغالی تړي. هغې زیاته کړې، چې په دغه پنډغالي کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو ورکړل شوې موده پای ته رسېدلې.

دغه پنډغالی چې له کلونو راهیسې د زرګونه افغان کورنیو د اوسېدو ځای و، اوس شاوخوا ۲۰زره کسان په‌کې ژوند کوي. ډېری دغه کورنیو په همدې پنډغالي کې واړه او کوچني کاروبارونه جوړ کړي.

د یادې پرېکړې له اعلان وروسته په دغه پنډغالي کې مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې تر راتلونکي لوی اختره پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړي. دوی وايي، چې د خپلو شتمنیو د راټولولو، د پورونو د تصفیې او د کاروباري حسابونو د تړلو لپاره وخت ته اړتیا لري.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او د دغه هېواد حکومت څو ځله ټینګار کړی چې د بې‌اسناده کسانو حضور به نور ونه زغمي. لاتراوسه روښانه نه‌ده، چې ځايي چارواکي به د پنډغالي اوسېدونکو ته د مودې غځولو اجازه ورکړي که نه.

په کوهاټ کې د پولیسو پر موټر د برید له امله د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پولیس وژل شوي

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه موټر په وسله‌وال برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې؛ تر برید وروسته وسله‌والو د پولیسو موټر سوځولی دی.

د کوهاټ د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د شکردرې پر سړک شوې او ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدولي دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر برید وروسته یې نور ځواکونه هم سیمې ته لېږلي دي.

د کوهاټ امنیتي مسوولینو زیاته کړې، چې وسله‌وال تر برید او د موټر تر سوځولو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د دوی په وینا؛ په سیمه کې د وسله‌والو پر وړاندې چاڼیز عملیات پيل شوي دي.

لاتر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.