سره له دې چې ځينو هېوادونو د منځګړيتوب چمتووالی ښودلی؛ خو لاهم د خبرو اترو د پيل يا هوکړې ته د رسېدو روښانه څرک نه ليدل کېږي. پاکستان د طالبانو پر ضد خپل پوځي عمليات «غضبللحق» نومولي او طالبانو د پاکستان پر ضد خپلو بريدونو ته «ردالظلم» نوم ورکړی دی.
سېشنبې (د کب ۱۲مه) ځينو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی، چې په پنجشېر، کابل، بدخشان، کونړ او کاپيسا ولايتونو کې د الوتکو د ګزمې، چاودنو او له ځمکې هوا ته د توغنديو د توغولو غږونه اورېدل شوي دي.
پاکستان ادعا کړې، چې تراوسه يې لږترلږه ۴۶۴ طالب جنګيالي وژلي او ۶۶۵ نور يې ټپيان کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزير هم ويلي، چې ۱۸۸ د طالبانو پوستې ويجاړې شوې، ۳۱ پوستې نيول شوې او ۱۹۲ټانکونه او زغروال وسايط لهمنځه وړل شوي دي.
طالبانو بيا ويلي، چې په تېرو ورځو کې يې ۱۰ پاکستاني پوستې نيولې او يو ټانک يې ويجاړ کړی، له ۱۵۰ زيات پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي. طالبانو يوازې د خپلو ۲۸ جنګيالو وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي، چې ۴۲ تنه ټپيان شوي هم دي. هغوی همداراز ادعا کړې، چې پنځه پاکستاني بېپيلوټه الوتکې يې نسکورې کړې دي.
طالبانو تور پورې کړی، چې د پاکستان په بريدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او کورونه، جوماتونه، ښوونځي او کلينيکونه په قصدي ډول ويجاړ شوي دي. هغوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دغه کړنې وغندي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، د پنځو ورځو نښتو پرمهال لږترلږه ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان دي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي. شاوخوا ۱۶زره کورنۍ بېځايه شوې دي. بريدونو بشري تاسيساتو ته هم زيان رسولی.
پاکستان د يوناما راپور رد کړی او ويلي يې دي، چې دغه راپور د طالبانو پر شمېرو ولاړ دی. په پاکستان کې امنيتي سرچينو ادعا کړې، يو مشهور افغان طالب قوماندان چې غوښتل يې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته واوړي؛ په لنډي کوتل کې وژل شوی دی.
د طالبانو وياند مرستيال حمدالله فطرت له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د پاکستان بريدونه وغندي او خبرداری يې ورکړی که بريدونه همداسې دوام وکړي؛ نو په کابل کې به د پاکستان سفارت وتړل شي.