د طالبانو دفاع وزارت: د کندهار په عملیاتو کې د پاکستان ۷ پوځي پوستې نیول شوې

د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي خبر ورکړی، چې بېګاه شپه یې د «ردالظلم» عملیاتو په ترڅ کې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د شپږمې سرحدي عبیده لوا اړوند دفاعي ځواکونو د پاکستان ۷ پوستې په بشپړ ډول نیولې دي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، «په دغه عملیاتو کې د پاکستان لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ۷مېله سپکو او درنو وسلو ترڅنګ ۸ قابه د شپې او ورځې دوربینونه، ۲ پایې غټې مخابرې او زیات شمېر مهمات» د طالبانو د دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
