• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ته د پاکستان خبرداری: پر سعودي عربستان برید مه کوئ

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سې‌شنبې په ورځ وویل، خپل ایراني سیال ته یې خبرداری ورکړی چې هېواد یې باید پر سعودي عربستان برید ونه‌کړي. نوموړي د اسلام‌اباد او ریاض ترمنځ ګډ دفاعي تړون ته اشاره وکړه چې له مخې یې پاکستان مکلف دی د بهرنیو پوځي بریدونو پر وړاندې د سعودي ملاتړ وکړي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له‌مخې، اسحاق ډار چې په ورته وخت کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هم دی، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د شنبې ورځې خبرو ته په اشارې وویل: «ما هغوی ته وویل چې موږ له ریاض سره یو دفاعي تړون لرو».
ډار ادعا وکړه، چې د همدې تړون له امله د نورو خلیجي هېوادونو پرتله د سعودي خاوره د ایراني توغندیو له بریدونو خوندي پاتې شوې ده. هغه وویل، چې تهران په بدل کې له سعودي څخه غوښتي چې د دغه هېواد خاوره دې د ایران پر ضد په نظامي چارو کې ونه‌کارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د وږي په ۲۶مه په ریاض کې د متقابلې دفاع ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له‌مخې، پر هر یوه هېواد برید به پر بل هېواد برید وګڼل شي.
فایننشل ټایمز لیکلي، د پاکستان د پارلمان د پخوانۍ بیانیې ترڅنګ له خبریالانو سره د اسحاق ډار د سې‌شنبې ورځې څرګندونې په اسلام‌اباد یا ریاض کې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړۍ علني څرګندونې دي چې ښيي دا تړون ښايي د ایران پر وړاندې عملي شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په هغه ورځ وکړې، چې ایراني بې‌پیلوټه الوتکو په ریاض کې د امریکا پر سفارت برید وکړ او زیان یې ورساوه. تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ په راس تنوره کې د سعودي د تېلو په یوه لوی چاڼځای هم د بې‌پیلوټه الوتکې برید شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان دا مهال په افغانستان کې له طالبانو سره په سختو سرحدي نښتو کې ښکېل دی.
سعودي عربستان هڅه کړې، چې ځان د ایران پروړاندې د امریکا او اسراییل له جګړې لرې وساتي. مخکې له دې چې امریکا او اسراییل پر ایران بمبارۍ پیل کړي، ریاض ویلي و چې اجازه به ورنکړي ترڅو خاوره یې د اسلامي جمهوریت پر ضد وکارول شي.
ایران په وار وار ویلي و، چې د امریکا بریدونه جګړې ته سیمه‌ییزه بڼه ورکوي. دغه هېواد تر اوسه د خلیج پر څو هېوادونو بریدونه کړي چې هدف یې پر واشنګټن د سیاسي او اقتصادي فشار راوړل دي، ترڅو له تهران سره نښته ودروي.
د سې‌شنبې په ورځ د سپاه پاسداران یوه قوماندان ابراهیم جباري خبرداری ورکړ، چې د امریکا او اسراییل د بریدونو دوام به د دې لامل شي، چې ایران په منځني ختیځ کې پر «ټولو اقتصادي مرکزونو» بریدونه وکړي.
جباري وویل: «موږ دوښمن ته وایو، که پرېکړه وکړي چې زموږ اصلي مرکزونه په نښه کړي، موږ به په سیمه کې ټول اقتصادي مرکزونه په نښه کړو».

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو ته تحصیلي ویزې بندوي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۰
برېتانیا د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو ته تحصیلي ویزې بندوي
100%

د برېتانیا کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزې بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تر دې وروسته په دغه هېواد کې کډوالي هم لنډمهالې ده او په هرو ۳۰ میاشتو کې به د کډوالو وضعیت وارزول شي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د لنډمهالې کډوالۍ وضعیت په اعلانولو سره ویلي، تر دې وروسته بالغ کسان به په لنډ مهالي توګه د کډوال په توګه ومنل شي او تر ۳۰ میاشتو وروسته به یې وضعیت بیا له سره وارزول شي او که هېوادونه یې خوندي وګڼل شي، نو باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د نوموړې په وینا، هغه کډوال چې لا هم په خپلو هېوادونو کې له ګواښ سره مخ دي ملاتړ ته به یې دوام ورکړل شي، خو هغه کسان چې هېوادونه یې خوندي شوي او نور محافظت ته اړتیا نه‌لري، نو تمه ترې کېږي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

دغه پالیسي د ډنمارک له تجربې څخه په الهام اخیستنې جوړ شوی چې په تېره یوه لسیزه کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو په تړاو د برېتانیا په نوې پالیسۍ کې یو کس ته تر ۲۰ کلونو پورې د دایمي استوګنې حق نه‌ورکول کېږي او همداراز د اوس لپاره د کورنیو د یو ځای کېدو بهیر هم ځنډول شوی دی.

د دغې پالیسۍ له‌مخې، برېتانیا ماهرو کسانو ته په برېتانوي ټولنه کې د ادغام زمینه برابروي او بې‌سرپرسته ماشومان به یوازې د ۵ کلونو لپاره د اوسېدو اجازه ولري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي: «دا هېواد به تل د هغو کسانو لپاره امن ځای وي چې له جګړې او ځورونې تښتي. خو موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د پناه غوښتنې سیستم داسې انګېزې نه‌رامنځته کوي چې خلک خطرناکو سفرونو ته وهڅوي او د انسانانو د قاچاق وړونکو جېبونه ډک کړي».

د هغې په وینا، کله چې د یوه کډوال هېواد خوندي شي نو یاد کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

د ترکیې ولسمشر د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۰
د ترکیې ولسمشر د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه
100%

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ له شپږو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

پاکستان شپږ ورځې مخکې په خېبرپښتونخوا او ځينو نورو سیمو کې له چاودنو او بریدونو وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او ورسره جوخت طالبانو هم له څو ساعتونو وروسته ځوابیه بریدونه پيل کړل او لا هم د دواړو لوریو تر منځ جګړه روانه ده.

په دې لړ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

په همدې تړاو د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بمباریو له امله ملګي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

طالبان بیا وايي، له پاکستان سره روانه جګړه «پر موږ تحمیل شوې» او دوی دفاعي حالت کې دي. د دغې ډلې د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له پاکستان سره جګړې دوام ته پوره چمتووالی لري.

د هغه په وینا، د کابل، لغمان، خوست، کندهار او کونړ په ګډون په څو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د عامو خلکو کورونه بمبار شوي، ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي او له پراخ مالي زیانونه سربېره سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د نوموړي په وینا، د دغې جګړې په تړاو تر اوسه چین، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې پیل کړي او اړیکې یې نیولي دي او همداراز یې خبرداری ورکړ، چې د دوی «دفاعي» جګړه به تر هغې دوام مومي، څو چې «تجاوز» پای ته نه‌وي رسېدلی.

حمدالله فطرت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو مناسب دریځ نه‌لري

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۰
حمدالله فطرت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو مناسب دریځ نه‌لري
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل اغېز او اعتبار له لاسه ورکړی او د افغانستان په تړاو مناسب دریځ نه‌لري؛ نو له همدې امله تمه هم ترې نه‌شي کېدای.

نوموړي ټینګار کړی، چې له پاکستان سره روانه جګړه «پر موږ تحمیل شوې» او طالبان دفاعي حالت کې دي. فطرت نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له پاکستان سره جګړه شپږمې شپې ته غځېدلې او طالبان د جګړې دوام ته پوره چمتووالی لري.

هغه زیاته کړې: «جګړه په موږ تپل شوې، موږ دفاعي جګړه کوو او تر هغه به دوام ورکړو؛ څو چې تجاوز پای ته ونه رسېږي». د هغه په وینا؛ د کابل، لغمان، خوست، کندهار او کونړ په ګډون په څو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د عامو خلکو کورونه بمبار شوي، ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، پراخ مالي زیانونه اوښتي او سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

فطرت وویل، طالبان د جګړې پلوي نه‌دي او چین، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې او تماسونه نیولي دي. هغه زیاته کړه، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کړې او ورته یې روښانه کړې چې جګړه پر افغانستان تپل شوې او له هغوی یې د درولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په اړه نوموړي وویل، طالبان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي اعلامیې له دوی سره تړاو نه‌لري. هغه د امریکا د ولسمشر وروستی غبرګون هم «عجیب» وباله او ادعا یې وکړه، چې پاکستان یوازې په خپل سر دغه ډول بریدونه نه‌شي ترسره کولای.

فطرت زیاته کړه، چې د پاکستان سفارت تړل لاوختي دی؛ خو دوی خپل دریځ نړۍوالې ټولنې ته څرګند کړی دی.

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په پنځه ورځنۍ جګړه کې ۱۴۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۰
ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په پنځه ورځنۍ جګړه کې ۱۴۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په پنځه ورځنۍ جګړه کې په افغانستان کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان شوي دي. یوناما ویلي، چې د همدې جګړې له کبله ۱۶زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یوناما د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ملکي‌ تلفاتو، د جګړې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو او بشري وضعیت په اړه راپور خپور کړی. یوناما په دغه راپور کې پر ډیورنډ کرښه د جګړې د درېدو غوښتنه کړې او اندېښنه یې ښودلې، چې دغه جګړه د افغانستان بحراني بشري‌ وضعیت لا کړېکچنوي.

یوناما ویلي، چې د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو سره سم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنو ته دوام ورکوي. په راپور کې د ملکي‌ تلفاتو د لازیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې او لیکل شوي:« یوناما په افغانستان کې لږترلږه ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي دي، چې ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي».

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې راغلي، چې په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې ۱۶زره او ۴۰۰ کورنۍ د همدې جګړې له کبله بې‌ځایه شوې دي.

یوناما ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه روانې جګړې د کډوالو تګ‌راتګ سخت کړی او د بشري مرستندویه ادارو کارونه یې اغېزمن کړي دي. په راپور کې د خوړو نړۍوال پروګرام د شمېرو یادونه هم شوې، چې ۱۶۰زره خلک د خوراکي توکو د وېش د ځنډ له امله اغېزمن شوي‌ دي.

یوناما همداراز په ټولو خواوو غږ کړی، چې د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو په پام کې نیولو سره خپل مسوولیتونه ادا او په جګړه کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

د افغانانو نیونه؛ د ویزه لرونکو په ګډون ګڼ افغانان د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰
د افغانانو نیونه؛ د ویزه لرونکو په ګډون ګڼ افغانان د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پراخ کړي دي. د پاکستان د امنیتي ادارو په وینا؛ د دغه هېواد حکومت لارښوونه کړې، حتی هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، باید ونیول شي او د کډوالو په لنډمهاله مرکز کې ځای پرځای شي.

د یادې لارښوونې پر بنسټ؛ پولیسو د صادق‌اباد په سیمه کې ۲۵ افغانان چې قانوني ویزې یې هم لرلې نیولي او د افغان کډوالو د ساتنې مرکز ته یې انتقال کړي دي. د ځایي چارواکو په وینا؛ ټول هغه افغانان چې قانوني روغتیایي یا سیاحتي ویزې یې لرلې له دې امله نیول شوي، چې په راولپنډۍ کې یې کار یا سوداګري کوله.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دوی د بهرنیانو د ۱۹۴۶کال قانون د ۱۴مې مادې له مخې نیول شوي او وروسته ځایي محکمو ته وړاندې شوي او بیا د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي دي.

له دې وړاندې په راولپنډۍ کې د بې‌اسناده افغان کډوالو شمېر ۵زره او ۶۸۸ ته رسېدلی و، چې تر اوسه یې ۵زره او ۵۰۵ خپل هېواد ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. د نیول شویو کسانو له ډلې؛ ۳زره او ۱۲۳ نارینه، ۱۱۲۴ښځې او ۱۴۴۱ ماشومان شامل دي. اوس‌مهال د کډوالو د ساتنې په مرکز کې ۱۶۴ افغانان ساتل کېږي، چې ۹۰ نارینه، ۳۸ښځې او ۳۶ ماشومان دي.

د راپورونو له مخې؛ د پولیسو له‌خوا نیول شوي ۶۲۳ افغانان تر تصدیق وروسته خوشې شوي؛ خو ۱۹ کسان د کډوالو د ساتنې له مرکز څخه تري تم شوي دي. د سیمې د روان کړکېچ له امله د پاکستان حکومت پر افغان کډوالو کنټرول او عملیات لا پسې پراخ کړي.