• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریټانیا استازی: د هغو افغانانو ملاتړ ته ژمن یو چې په رښتیا مرستې ته اړ دي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي یوه ورځ وروسته له هغې چې د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې د افغان وګړو پر ویزو به محدودیت ولګوي، وویل چې لا هم ژمن دی د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په رښتیا مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي د چارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي: «موږ لا هم ژمن یو د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې په رښتیا مرستې ته اړتیا لري، او دا پرېکړه د ټولو افغانانو د حقونو او ازادیو په اړه زموږ ملاتړ نه کموي».

ریچارډ لینډسي دا هم ویلي چې د بریتانیا حکومت د افغان اتباعو لپاره د کار او زده‌کړې ویزو په برخه کې نوي محدودیتونه د ویزو د ناوړه استفادې له امله لګولي دي.

د بریتانیا حکومت مخکې هم اعلان کړی و چې د پناه غوښتنې د بې‌ساري زیاتوالي له امله به د ویزو په نظام کې بدلونونه راولي. چارواکي وایي، هدف دا دی چې د کډوالۍ نظام منظم وساتل شي او له قانوني لارو ناوړه استفاده بنده شي.

دا بندیز نه یوازې پر افغان اتباعو بلکې د درې نورو هېوادونو پر اتباعو هم لګیدلی دی.

د بریتانیا حکومت ویلي چې د پناه غوښتنې د بې‌سارې زیاتوالي له امله یې د افغانستان په شمول د سوډان، میانمار او کامرون هېوادونو پر اتباعو د ویزو «بیړنی بند» لګولی دی.

دغه اقدام د هغو زده‌کوونکو او کارکوونکو پر وړاندې شوی چې د قانوني ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي، خو وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، دله ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې ددغو څلور هېوادونو دوګړو له لوري د پناه غوښتنې کچه تر ۴۷۰ سلنې زیاته شوې ده. چارواکي وایي، دغه هېوادونه اوس له هغو هېوادونو دي چې تر ټولو ډېر د پناه غوښتنه کوي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یادو څلورو هېوادونو لپاره به د تضمین لرونکو تحصیلي ویزو ورکول پای ته ورسول شي او د افغان اتباعو لپاره به د مهارت لرونکو کارګرانو ویزې هم ودرول شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: د ملي یووالي او مشروعیت لپاره اوسني ملي بیرغ ته اړتیا ده

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۰

د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال پر خپل ایکس‌ لیکلي چې د ملي یووالي، مشروع حکومت او اساسي قانون د تامین او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره اوسني ملي بیرغ ته اړتیا ده. صالح وايي، د طالباني روایت او سمبولونو له لارې د ملت یووالی ناشونی دی.

صالح زیاتوي، تر هغه وخته چې د افغانستان خلک او لویه جرګه د ملي بیرغ په اړه پرېکړه ونه کړي، همدا یو بیرغ د هېواد یوازینی مشروع، قانوني او ملي بیرغ ګڼل کېږي.

نوموړي طالبان یوه غیرملي ډله بللې او ویلي یې دي چې د طالباني روایت او سمبولونو له لارې د ملت یووالی ناشونی دی.

د هغه په وینا، په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري جوړې شوې غونډې پراخ ولسي ملاتړ نه لري او له څو کسانو تر څو سوه کسانو زیات کسان پکې نه راټولیږي.

صالح ټینګار کړی چې طالبانو د خلکو وجدان او سیاسي شعور کم ارزولی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال پر ایران د بریدونو د درولو غوښتنه کړې

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت ته تللی او د دغه هېواد د مذهبي مشر پر وژل کېدو یې خواشیني ښودلې.

حنفي د ایران پر اسلامي جمهوریت برید او ددغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنه یې وژل غندلي او ویلي یې دي، چې په دې جګړه کې عادي وګړي په نښه شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې «طالبان غواړي دا ویجاړوونکې جګړه ژر تر ژره ودرېږي، ځکه جګړه نه د ملتونو او نه هم د سیمه‌ییز ثبات په ګټه ده». هغه زیاته کړې چې ټول مسایل باید د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې حل شي.

په پای کې، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د «شهیدانو په یاد کتاب» کې لاسلیک او خپل یادښت درج کړی او ټینګار یې کړی، چې افغان ملت به د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

امیرخان متقي د چین له سفیر سره پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه غږېدلی

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ سره په کتنه کې له پاکستان سره پر وروستیو نښتې او شخړې خبرې کړې دي. د چین سفیر هیله ښودلې چې اختلافات د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي په خپلو څرګندونو کې د طالبانو د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د متقابل درناوي، نه‌مداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام چې له دې اصل سره په ټکر کې وي، نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر ټولیز امنیت هم ناوړه اغیز کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چین سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار يې کړې چې بیجنګ د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.

هغه هیله ښودلې چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي.

طالبانو د چین د سفیر له قوله ویلي، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي، خو د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې شنډې کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته داخله شوې، خو تراوسه د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد هم په مستقیمه توګه د دواړو خواوو ترمنځ منځګړتوب او اوربند ته نه دي دانګلي.

طالبانو په بلخ، هرات او روزګان کې د یوې ښځې په ګډون ۵ کسه په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د یوې ښځې په ګډون یې پنځه کسه د «د نامشروع اړیکو، غلا، لواطت، د ښځې تښتولو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، چې هر کس یې ۳۹ دُرې وهلی او له ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلونو پورې د تنفیذي بند سزا ورکړل شوې.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) ویلي، چې په رزوګان کې یې یو کس د نکاح شوې ښځې د تښتولو په تور ۳۹ دُرې وهلی او ترڅنګ یې د دوه کالو او شپږ میاشتو بند سزا ورکړل شوې. سترې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات کې یې یوه ښځه او دوه نارینه د «غلا او نامشروع اړیکو» په تور هر یو ۳۹ دُرې وهلی او دوی ته یې له شپږو څخه تر ۹ میاشتو پورې د تنفیذي بند سزا ورکړې ده.

طالبانو ویلي، چې په بلخ کې یې یو کس د «لواطت» په تور ۳۵ دُرې وهلی دی. د طالبانو ډله هره اوونۍ په عام محضر کې یو شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهي.

د بشري حقونو مدافعانو او نړۍوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له مشرانو غوښتي، چې د تورنو کسانو د فزیکي او عامه مجازاتو مخه دې ونیسي؛ خو دغه ډله ادعا کوي چې د «اسلامي قانون» له مخې وګړو ته سزا ورکوي.

د افغان مېرمنو سل بنسټونه: له کورني مقاومت انکار د جنسیتي توپیر دوام ته لاره هواروي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۸ GMT+۰

د افغانستان مېرمنو تر سلو زیاتو بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هغه څرګندونې چې ګواکې د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد مقاومت نه‌شته ناسمې دي او دغه ډول دریځونه د طالبانو د سیاستونو د سپینولو او د جنسیتي توپیر د دوام لامل کېږي.

په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د ځینو استازو هغو څرګندونو ته غبرګون ښودل شوی، چې ویلي یې وو: «د افغانستان دننه څوک د طالبانو مخالف نه‌دي». د اعلامیې لاسلیک کوونکو دغه ادعا «ناسمه او د ښځو د مبارزې سپکاوی» بللی او ټینګار یې کړی، چې ګڼې مېرمنې په کوڅو او زندانونو کې د خپل حق لپاره مبارزه کوي.

اعلامیه د طالبانو پر وروستیو قوانینو هم نیوکه کوي، په ځانګړي ډول د «امربالمعروف» قانون چې د ۲۰۲۴کال په اګست کې نافذ شوی او په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او څېره محدودیتونه لګوي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه قانون د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د جنسیتي توپیر څرګنده بېلګه ده. همدارنګه د طالبانو پر جزایي اصولنامې نیوکه شوې، چې خلک په بېلابېلو ټولنیزو طبقو وېشي او د قانون پر وړاندې برابري زیانمنوي.

د اعلامیې په پای کې څو غوښتنې مطرح شوې؛ له هغې ډلې د طالبانو لپاره د لابي‌ګرۍ بندول، د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل، د نړۍوالې جنایي محکمې له لوري د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنه او دا خبرداری چې هر ډول نړۍواله ناسته چې د ښځو د واقعي استازو له ګډون پرته ترسره شي؛ مشروعیت نه‌لري.