د طالبانو او پاکستان د جګړې په اوومه ورځ څه تېر شول؟

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) اوومې ورځې ته وغځېدې. جګړه د طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښه له پراخو بریدونو سره پيل شوه، هغوی دغه بریدونه «غچ اخیستونکي» وبلل.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) اوومې ورځې ته وغځېدې. جګړه د طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښه له پراخو بریدونو سره پيل شوه، هغوی دغه بریدونه «غچ اخیستونکي» وبلل.
په همدې ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه ننګرهار کې د نښتو او په پکتیا او کندهار کې هم د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وویل، چې د جګړو له پیل راهیسې ۴۸۱ د طالبانو غړي وژل شوي، ۶۹۶ ټپیان شوي او ۲۲۶ د طالبانو پوستې ویجاړې شوې دي.
د ناروې د کډوالو شورا اعلان وکړ، د پاکستان لهخوا توغول شوی توغندی په کونړ کې د کډوالو پر یوه پنډغالي لګېدلی چې شاوخوا درې کسان یې وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.
په ډیپلوماټیکو پرمختګونو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره د امنیتي وضعیت او له پاکستان سره د شخړې په اړه خبرې وکړې. همدارنګه مسکو له دواړو خواوو وغوښتل، چې روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.
په ورته وخت کې برېتانیا یو ځل بیا له خپلو وګړو وغوښتل، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې دوی د «پاکستان وسلې غنیمت» کړې او رسنیو ته یې نندارې ته وړاندې کړې.
له بلې خوا د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناء الله وویل، چې له افغانستان نه د وسلهوالو د داخلېدو د مخنیوي لپاره د حایل سیمې جوړول اړین دي او دا د پاکستان د حکومت پالیسي ده؛ خو طالبانو له یادې طرحې سره مخالفت کړی دی.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په وزیرستان کې د پوځ له مرکزي دفتر څخه د لیدنې پرمهال د جګړې پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، تر هغه چې افغان طالبان د وسلهوالو ډلو ملاتړ ونه دروي؛ سوله به ټینګه نهشي.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې یوازې په تېره اونۍ کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله په افغانستان کې لږترلږه ۶۶زره کسان بېځایه شوي دي.
وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبانو ته نږدې یوشمېر عالمانو په وروستیو ورځو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړه، پاکستان کې هم ورته غبرګون ښودلی دی.
د دغه فتواګانو په ځواب کې د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر محمود اشرفي اعلان وکړ، چې د «افغانستان په ډیورنډ سیمو» کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ روانه جګړه جهاد دی.
هغه له یوشمېر پاکستاني عالمانو سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې پاکستاني ځواکونه له «ترهګرو» سره جګړه کوي او د پاکستان دیني عالمان او خلک د دغه هېواد د پوځ له عملیاتو ملاتړ کوي.