• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهرزاد اکبر: پر افغانانو د بریتانیا د ویزو بندول پر زده کړو د طالبانو د بندیز په څېر دي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د افغانانو لپاره د برېتانیا د تعلیمي او کاري ویزو لنډمهالي بندول، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د پنځه کلن بندیز په څېر بللي.

شهرزاد اکبر د افغانستان لپاره د بریتانیا دځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د څرګندونو په اړه یو پیغام خپور کړی او له هغه یې پوښتلي: «ایا د افغانانو د زده کړې فرصت محدودول د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز سره ورته نه دي؟»

ریچارډ لینډسي ویلي وو چې بریتانیا د افغانانو لپاره د کار او تحصیل ویزې د لنډمهال لپاره بند کړي، ځکه ځینو کسانو له دغو ویزو د پناه غوښتنې لپاره ناوړه ګټه اخیستې.

هغه ټینګار وکړ چې په دې سره د افغانانو له حقوقو او ازادیو د برېتانیا ملاتړ نه کمیږي او هېواد یې لا هم د ریښتینې اړتیا لرونکو ملاتړ ته ژمن دی.

خو مېرمن اکبر د ځواب په ډول د بریتانیا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ولې د بریتانیا حکومت د جګړو پر ملاتړو، د کډوالو په وړاندې د خپلو ژمنو پر نه پاملرنه، او د کډوالو په اړه د ښي اړخو پر سیاستونو لنډمهاله بندیز نه لګوي.

د بریتانیا حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو ترڅنګ د کامرون، میانمار او سوډان وګړي هم د تحصیلي ویزو او د کاري ویزو د ترلاسه کولو څخه د لندمهال لپاره محروم شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کام ایر الوتنې د لغو کېدو له امله مساپر د ډیلي په اندراګاندي هوايي ډګر کې پاتې دي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د مارچ پر۴مه نېټه د کام ایر هغه الوتنه چې ټاکل شوې وه د هند له نوي ډيلي څخه کابل ته د ماسپښین په ۱۴:۴۰ بجو ترسره شي، په ناڅاپي ډول لغوه شوه او اوس د مارچ تر ۶مې پورې ځنډول شوې او ګڼ مساپر داندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر په ټرانزېټ برخه کې پاتې دي.

له نوي ډیلي نه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې پرېکړې له امله ۳۳ افغان مسافر، چې ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او ځینې ناروغان هم پکې شامل دي، له دوو ورځو زیات د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر د ټرانزېټ په برخه کې پاتې دي.

د مسافرو په وینا، سره له دې چې ځنډ اوږد شوی، هوايي شرکت تر اوسه د استوګنې ځای، مناسب خوراک او نور اړین خدمات نه دي برابر کړي او له هغوی غوښتل شوي چې د هوايي ډګر په ټرانزېټ سالون کې پاتې شي.

مسافر وايي، د هوايي شرکت مسوولانو ورته ویلي چې «الوتنه د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري د الوتنې د جواز نه صادرېدو له امله لغوه شوې ده». خو افغان مسافر ټینګار کوي چې «باید د اداري او سیاسي ستونزو قرباني نه شي او لږ تر لږه د مسافرو بنسټیز حقونه ورته برابر شي».

دغو مسافرو په ډيلي کې د طالبانو له سفارت، د هوايي ډګر له مسوولانو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې ته رسېدنه وکړي او د حل لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

کام ایر شرکت په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مسافرو یادې ادعاوې تصدیق کړې دي.

د طالبانو د عدلیې وزیر د احتکار او د کورونو د کرايې لوړېدو د مخنیوي غوښتنه کړې

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونې د اتحادیو له مسوولانو سره په غونډه کې د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار او د کورونو د کرايې د لوړېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر د پنجشنبې په ورځ، د کب پر ۱۴مه د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونې د اتحادیو له رییسانو او مسولانو سره په خبرو کې ویلي، چې د اتحادیو مسوولان باید خپلې دندې «په سمه او جدي توګه ترسره کړي او خلکو ته اغیزناک خدمتونه وړاندې کړي».

عبدالحکیم شرعي زیاته کړې چې د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو د لارښودانو اتحادیه باید د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار د مخنیوي او همداراز د کورونو د کرايې د بیو د لوړوالي د کنټرول په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته ځیرې شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر همدارنګه ټینګار کړی چې یادې اتحادیې دې له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ سره په همغږۍ، د بیو د تنظیم او کنټرول لپاره ګډ ګامونه واخلي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیو مسوولانو ژمنه کړې چې د بازار د نظم او ثبات د ساتنې او د بیو د کنټرول لپاره به جدي هڅې کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې او پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته په افغانستان کې د کډوالو د بهیر را ماتېدو او خوراکي توکو د وارداتو د اصلي لارې د اغیزمنېدو له امله د احتکار پېښې ډېرې او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

طالبانو په روانه اونۍ کې ۱۸ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په روانه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۱۸ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د یکشنبې، سې شنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د یکشنبې په ورځ ۸ کسان په خوست کې، د سې شنبې په ورځ بیا یو کس په بامیان کې، د چار شنبې په ورځ یو کس په ارزګان کې،دوه کسان بغلان کې، یو کس په بلخ کې او په همدې ورځ درې کسان په هرات کې او همداراز د پنجشنبې په ورځ دوه کسان په بغلان کې په بدني سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

طالبان: له کرکر کان څخه هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو دولتي شرکت ویلي، چې د شمال د ډبرو سکرو له کرکر کان څخه په ورځني ډول ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره را اېستل کېږي. د همدې کان تخنیکي مسوولین وايي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان ورسره په کار بوخت دي.

په شمال کې د کرکر کان تخنیکي انجینر حشمت‌الله ابرار وايي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان ورسره په درېیو وختونو کې په کار بوخت دي او هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي. د دوی په خبره؛ د همدې کان د سکرو ظرفیت لوړ دی او دامهال د سېمنټو په فابریکو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د دغه کان تخنیکي مسوولین وايي، چې یوشمېر د سمنټو فابریکو ورسره قراردادونه هم کړي دي.

که څه هم د کانونو استخراج د طالبانو د حکومت لپاره د عوایدو مهمه سرچینه ګڼل کېږي؛ خو په دې برخه کې د روڼتیا نشتوالی، چاپېريالي زیانونه، د کارګرو ناخوندیتوب، ناقانونه او نامسلکي کېندنې لاهم د ډېرو افغانانو او په ځانګړي ډول د اقتصاد پوهانو اندېښنې او نیوکې زیاتې کړې؛ خو طالبانو دغه اندېښنو او نیوکو ته روښانه ځواب نه‌دی ویلی.

ریچارډ بېنېټ په ايران کې د مېشتو افغانانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د سیمې د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدو په تړاو په ايران کې د مېشتو مېلیونونه افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د شخړو زیاتوالی کولای شي د دغه کډوالو وضعیت لاپسې کړکېچن کړي. هغه ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي کمښت او د ښکېلو اړخونو حساب‌ورکونه باید لومړیتوب ولري.

د بېنېټ په وینا، جګړه د شته ستونزو حل نه‌دی؛ بلکې وضعیت لا پېچلی کوي او د ملکي وګړو په ځانګړې توګه په ايران کې د افغان کډوالو کړاو زیاتوي. هغه د سیمې پر پوځي بریدونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو له ګډې اعلامیې سره په یوځای کېدو سره ویلي، چې په ايران کې مېلیونونه افغانان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د هغه په وینا؛ ډېری دغه کسان د ټولنې په څنډه کې ژوند کوي او له کافي قانوني وضعیت او ټولنیز ملاتړ څخه برخمن نه‌دي. بېنېټ ټینګار کړی، چې په دغه کسانو کې ښځې تر ټولو ډېرې زیان منونکې دي.