• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایزابل روم: تر هغه چې د ښځو په تړاو د طالبانو تګلاره بدله نه‌شي، په رسمیت به ونه پېژندل شي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۱۱ GMT+۰

د بشري حقونو په چارو کې د فرانسې سفیره ایزابل روم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، تر هغه چې د ښځو او بشري حقونو په اړه د طالبانو تګلاره بدله نه‌شي، دا ډله به په رسمیت ونه پېژندل شي.

هغې په خپلو خبرو کې همداراز ټینګار وکړ، چې نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشارونه زیات کړي.
مېرمن روم په دې مرکه کې زیاته کړه، چې د طالبانو پر وړاندې د فرانسې دریځ له وړاندې روښانه و؛ دغه هېواد نه له طالبانو سره خبرې کوي او نه هم ورسره حکومتي همکاري لري. د هغې په وینا: «د فرانسې ټول ملاتړ له افغان ولس سره دی، که هغه بشردوستانه مرستې وي او که د مدني ټولنو پیاوړتیا».
د بشري حقونو په چارو کې د فرانسې سفیره دغه راز وايي، چې اوسمهال د فرانسې مرستې د غېردولتي موسسو له لارې ترسره کېږي، نه د طالبانو له لوري.
نوموړې د طالبانو په تړاو د فرانسې دریځ ته په اشارې سره وویل، د دغې ډلې پر وړاندې دا د فرانسې بنسټیزه پرېکړه ده، ځکه د بشري حقونو ناقضینو ته مشروعیت ورکول د دغه هېواد له حقوقي او اخلاقي ارزښتونو سره سمون نه‌لري.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو په لګولو سره نه یوازې د هغوی بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د زده‌کړو او کار په مخنیوي سره یې هغوی له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول څنډې ته کړي، چې دې چارې په کور دننه او نړۍواله کچه توند غبرګونونه راپارولي دي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۴

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په لیک کې تېروتنې د بحث په موضوع بدلې شوې دي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۰
د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په لیک کې تېروتنې د بحث په موضوع بدلې شوې دي
100%

په کابل کې د ایران سفارت د چهارشنبې په ورځ د خپل مشر علي خامنه‌یي د مړینې له امله د غمرازۍ د لاسلیک رسمي مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ګډون کړی و، چې د هغه په لاس لیکل شوی فارسي متن په رسنیو کې خپور شوی دی.

په دې لیکلو باندې په خواله رسنیو کې پراخې نیوکې او بحثونه شوې دي. د خواله رسنیو کاروونکو په دې متن کې یوې نیمګړې جملې د «را» کلمې دوه ځله په یوه جمله کې لیکل او د علي خامنه‌يي د لقب «ایت‌الله» غلط لیکل په ګوته کړي دي.

افغان لیکوال یونس نګاه په طنزیه ژبه لیکلي، چې دغه تسلیت لیک د املایي او دستوري تېروتنو ډک دی او د مبهمو نښو له امله هم ګډوډي رامنځته کوي او هم د خندا وړ تعبیرونه پیدا کولای شي.

د خواله رسنیو یوه کاروونکي امرالله نعمتي دا متن کمزوری بللی او د دې ابتدایي کیفیت ته یې اشاره کړې ده.
یو بل کاروونکي چې اخګر نومېږي د «عرض می‌دارم» د ډېر تکرار په تړاو نیوکه کړې او د ذبیح‌الله په نوم یو بل کس ویلي، چې متن هم د املایي او هم د انشاء له نظره نادرست دی او اصلاح ته اړتیا لري.

طالبان وایي چې د افغانستان فضا د ملکي الوتنو لپاره خوندي ده

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۰
 طالبان وایي چې د افغانستان فضا د ملکي الوتنو لپاره خوندي ده
100%

سره له دې چې په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان له‌خوا د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې بریدونه ترسره شوي، خو طالبان وايي چې د افغانستان فضا د ملکي التنو لپاره په بشپړه توګه خونددي ده.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي وايي، چې د افغانستان فضا د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره په بشپړه توګه خوندي ده او ټول کورني او نړۍوال هوايي شرکتونه کولای شي په ډادمنه توګه د افغانستان له فضا څخه استفاده وکړي.

حکمت‌الله اصفي زیاده کړې:«د افغانستان پر فضا د عبوري الوتونو شمېر وخت ناوخت د بدلون په حالت کې وي، کله زیاتې او کله کمې وي. اوس مهال د عبوري الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. ټولو هوايي شرکتونو ته ډاډ ورکوو چې کولای شي د افغانستان فضا انتخاب کړي».

د طالبانو د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې خدمات فعال دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د تیرې پنجشنبې ورځې راهیسې پاکستان د افغانستان د پلازمینې په ګډون په کندهار، خوست، ننګرهار او نورو ولایتونو کې څو ځله هوايي بریدونه کړي دي او یو شمېر سرچینو ویلي، چې د پاکستان د یادو بریدونو له امله د کندهار او کابل په هوايي ډګرونو کې د ځینو الوتنو په مهال وېش کې بدلون هم راغلی دی.

فرید حمیدي: د برېتانیا له لوري پر افغانانو د ویزو بندیز یو تبعیضي اقدام دی

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰
فرید حمیدي: د برېتانیا له لوري پر افغانانو د ویزو بندیز یو تبعیضي اقدام دی
100%

د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال فرید حمیدي د برېتانیا د حکومت هغه پرېکړه په کلکه غندلې، چې د افغانانو لپاره یې پر تعلیمي او کاري ویزو بندیز لګولی دی. نوموړي ویلي، چې دا اقدام د بشري حقونو د اصولو خلاف او د افغان ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلند دی.

فرید حمیدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د کیفیت لرونکو زده‌کړو هېڅ امکانات شتون نه‌لري او په دغه وضعیت کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته د تعلیمي ویزو پر ورکړه د بندیز لګولو اقدام د بشري حقونو له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي زیاته کړې: «په داسې شرایطو کې د افغانستان د وګړو لپاره د تحصیلي او کاري ویزو پر ورکړه بندیز، ښځو او نجونو ته غبرګ ګوزار دی او هغوی له دوه ګوني تبعیض سره مخ کوي، هغه تبعیض چې هم په کورنیو ځپونکو پالیسیو کې ریښه لري او هم د نړۍوالو محدودیتونو له امله نور هم سختېږي».

نوموړي ویلي، چې برېتانیا په دې چلند سره نه یوازې پر عیني حقایقو سترګې پټوي، بلکې په عملي ډول له ځپلو څخه د تېښتې، زده‌کړو او کاري فرصتونو ته د لاسرسي هغه محدودې لارې هم بندوي چې یوازې تر ټولو ډېرو ځپل شویو ډلو ته پاتې وې.

نوموړي ویلي، چې د برېتانیا حکومت دې د خپل یاد اقدام په اړه له سره غور وکړي، ترڅو د کډوالۍ د ملاحظاتو، اخلاقي او بشري حقونو د ژمنو ترمنځ یو تعادل رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزو بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.

طالبانو په کندهار کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي له امله یو شمېر مارکېټونه او هټۍ تړلې دي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰
طالبانو په کندهار کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي له امله یو شمېر مارکېټونه او هټۍ تړلې دي
100%

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې په کندهار ښار کې یې یو شمېر مارکېټونه او هټۍ په خپل سر د بیو د لوړولو له امله تړلې دي.

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ښار په ۱۵ ناحیو کې یې د خوراکي توکو د بیو کنټرول ترسره کړی.

د ښاروالۍ په خپرپاڼه کې راغلي، چې له څار وروسته یې موندلي چې سوداګرو او هټۍ‌والو په خپلسري توګه د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي، چې له امله یو شمېر مارکېټونه، هټۍ او منډیئ تړل شوې دي او مالکان یې عدلیې ادارو ته پېژندل شوي دي.

د کندهار ښاروالۍ د معلوماتو له‌مخۍ، د بیو د کنټرول د څار په مهال یې د چهارشنبې په ورځ له ۳۰۰ ډېرې هټۍ تړلې دي او یاد کمپاین به سبا ورځ هم دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تازه شخړې او پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په ګڼو ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي‌.

طالبانو په غزني کې د «خوشحال» راډیو خپرونې وځنډولې

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰
طالبانو په غزني کې د «خوشحال» راډیو خپرونې وځنډولې
100%

د خوشحال راډیو مسوولین وایي د ښځینه زده کوونکو څخه په خپرونو کې د ازموینې له امله په غزني کې د دې راډیو خپرونې ځنډول شوې دي. خو د طالبانو د غزني ولایت طالب چارواکو ویلي چې ددې راډیو خپرونې له «کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې» وې.

د خوشحال راډیو مسوولینو پر فېسبوک یو وضاحت خپور کړی او ویلې یې دي چې دغه راډیو تل تعلیمي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنه پاتې شوې او ټولې خپرونې یې روښانه تعلیمي بڼه لري.

دوی زیاتوي: «تر اوسه هېڅ داسې مستند دلیل نه دی وړاندې شوی چې ګواکې له ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې څه نشر شوي وي».

د یادولو وړ ده، چې وړمه ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د وحدت ګوند د مشر محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون پر خپرونو بندیز ولګاوه.

طالبانو ویلي، چې محقق د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په تړاو د طالبانو ضد څرګندونې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و: «د راه فردا ټلوېزیون د نشراتو د درولو او د محمد محقق د ملکیتونو د مصادره کولو پرېکړه له دې امله وشوه، چې نوموړي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغان ملکي وګړو بمبارول جایز بللي او د اسلامي امارت انتقامي بریدونه یې غندلي وو».