• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۲۰۰ خوشې شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته پاکستان د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې او د لارو د بندېدو له امله سلګونه کسان د دوی په لنډمهالي پنډغالو او بندخونو کې پاتې دي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان د جګړې په اوومه ورځ څه تېر شول؟

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) اوومې ورځې ته وغځېدې. جګړه د طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښه له پراخو بریدونو سره پيل شوه، هغوی دغه بریدونه «غچ اخیستونکي» وبلل.

په همدې ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه ننګرهار کې د نښتو او په پکتیا او کندهار کې هم د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وویل، چې د جګړو له پیل راهیسې ۴۸۱ د طالبانو غړي وژل شوي، ۶۹۶ ټپیان شوي او ۲۲۶ د طالبانو پوستې ویجاړې شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا اعلان وکړ، د پاکستان له‌خوا توغول شوی توغندی په کونړ کې د کډوالو پر یوه پنډغالي لګېدلی چې شاوخوا درې کسان یې وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.

په ډیپلوماټیکو پرمختګونو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره د امنیتي وضعیت او له پاکستان سره د شخړې په اړه خبرې وکړې. همدارنګه مسکو له دواړو خواوو وغوښتل، چې روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

په ورته وخت کې برېتانیا یو ځل بیا له خپلو وګړو وغوښتل، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې دوی د «پاکستان وسلې غنیمت» کړې او رسنیو ته یې نندارې ته وړاندې کړې.

له بلې خوا د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناء الله وویل، چې له افغانستان نه د وسله‌والو د داخلېدو د مخنیوي لپاره د حایل سیمې جوړول اړین دي او دا د پاکستان د حکومت پالیسي ده؛ خو طالبانو له یادې طرحې سره مخالفت کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په وزیرستان کې د پوځ له مرکزي دفتر څخه د لیدنې پرمهال د جګړې پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، تر هغه چې افغان طالبان د وسله‌والو ډلو ملاتړ ونه دروي؛ سوله به ټینګه نه‌شي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې یوازې په تېره اونۍ کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله په افغانستان کې لږترلږه ۶۶زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې طالبانو ته نږدې یوشمېر عالمانو په وروستیو ورځو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړه، پاکستان کې هم ورته غبرګون ښودلی دی.

د دغه فتواګانو په ځواب کې د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر محمود اشرفي اعلان وکړ، چې د «افغانستان په ډیورنډ سیمو» کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ روانه جګړه جهاد دی.

هغه له یوشمېر پاکستاني عالمانو سره په ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې پاکستاني ځواکونه له «ترهګرو» سره جګړه کوي او د پاکستان دیني عالمان او خلک د دغه هېواد د پوځ له عملیاتو ملاتړ کوي.

د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په لیک کې تېروتنې د بحث په موضوع بدلې شوې دي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت د چهارشنبې په ورځ د خپل مشر علي خامنه‌یي د مړینې له امله د غمرازۍ د لاسلیک رسمي مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ګډون کړی و، چې د هغه په لاس لیکل شوی فارسي متن په رسنیو کې خپور شوی دی.

په دې لیکلو باندې په خواله رسنیو کې پراخې نیوکې او بحثونه شوې دي. د خواله رسنیو کاروونکو په دې متن کې یوې نیمګړې جملې د «را» کلمې دوه ځله په یوه جمله کې لیکل او د علي خامنه‌يي د لقب «ایت‌الله» غلط لیکل په ګوته کړي دي.

افغان لیکوال یونس نګاه په طنزیه ژبه لیکلي، چې دغه تسلیت لیک د املایي او دستوري تېروتنو ډک دی او د مبهمو نښو له امله هم ګډوډي رامنځته کوي او هم د خندا وړ تعبیرونه پیدا کولای شي.

د خواله رسنیو یوه کاروونکي امرالله نعمتي دا متن کمزوری بللی او د دې ابتدایي کیفیت ته یې اشاره کړې ده.
یو بل کاروونکي چې اخګر نومېږي د «عرض می‌دارم» د ډېر تکرار په تړاو نیوکه کړې او د ذبیح‌الله په نوم یو بل کس ویلي، چې متن هم د املایي او هم د انشاء له نظره نادرست دی او اصلاح ته اړتیا لري.

طالبان وایي چې د افغانستان فضا د ملکي الوتنو لپاره خوندي ده

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۰

سره له دې چې په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان له‌خوا د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې بریدونه ترسره شوي، خو طالبان وايي چې د افغانستان فضا د ملکي التنو لپاره په بشپړه توګه خونددي ده.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي وايي، چې د افغانستان فضا د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره په بشپړه توګه خوندي ده او ټول کورني او نړۍوال هوايي شرکتونه کولای شي په ډادمنه توګه د افغانستان له فضا څخه استفاده وکړي.

حکمت‌الله اصفي زیاده کړې:«د افغانستان پر فضا د عبوري الوتونو شمېر وخت ناوخت د بدلون په حالت کې وي، کله زیاتې او کله کمې وي. اوس مهال د عبوري الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. ټولو هوايي شرکتونو ته ډاډ ورکوو چې کولای شي د افغانستان فضا انتخاب کړي».

د طالبانو د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې خدمات فعال دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د تیرې پنجشنبې ورځې راهیسې پاکستان د افغانستان د پلازمینې په ګډون په کندهار، خوست، ننګرهار او نورو ولایتونو کې څو ځله هوايي بریدونه کړي دي او یو شمېر سرچینو ویلي، چې د پاکستان د یادو بریدونو له امله د کندهار او کابل په هوايي ډګرونو کې د ځینو الوتنو په مهال وېش کې بدلون هم راغلی دی.

فرید حمیدي: د برېتانیا له لوري پر افغانانو د ویزو بندیز یو تبعیضي اقدام دی

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال فرید حمیدي د برېتانیا د حکومت هغه پرېکړه په کلکه غندلې، چې د افغانانو لپاره یې پر تعلیمي او کاري ویزو بندیز لګولی دی. نوموړي ویلي، چې دا اقدام د بشري حقونو د اصولو خلاف او د افغان ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلند دی.

فرید حمیدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د کیفیت لرونکو زده‌کړو هېڅ امکانات شتون نه‌لري او په دغه وضعیت کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له‌خوا افغانانو ته د تعلیمي ویزو پر ورکړه د بندیز لګولو اقدام د بشري حقونو له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي زیاته کړې: «په داسې شرایطو کې د افغانستان د وګړو لپاره د تحصیلي او کاري ویزو پر ورکړه بندیز، ښځو او نجونو ته غبرګ ګوزار دی او هغوی له دوه ګوني تبعیض سره مخ کوي، هغه تبعیض چې هم په کورنیو ځپونکو پالیسیو کې ریښه لري او هم د نړۍوالو محدودیتونو له امله نور هم سختېږي».

نوموړي ویلي، چې برېتانیا په دې چلند سره نه یوازې پر عیني حقایقو سترګې پټوي، بلکې په عملي ډول له ځپلو څخه د تېښتې، زده‌کړو او کاري فرصتونو ته د لاسرسي هغه محدودې لارې هم بندوي چې یوازې تر ټولو ډېرو ځپل شویو ډلو ته پاتې وې.

نوموړي ویلي، چې د برېتانیا حکومت دې د خپل یاد اقدام په اړه له سره غور وکړي، ترڅو د کډوالۍ د ملاحظاتو، اخلاقي او بشري حقونو د ژمنو ترمنځ یو تعادل رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزو بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.

طالبانو په کندهار کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي له امله یو شمېر مارکېټونه او هټۍ تړلې دي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې په کندهار ښار کې یې یو شمېر مارکېټونه او هټۍ په خپل سر د بیو د لوړولو له امله تړلې دي.

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ښار په ۱۵ ناحیو کې یې د خوراکي توکو د بیو کنټرول ترسره کړی.

د ښاروالۍ په خپرپاڼه کې راغلي، چې له څار وروسته یې موندلي چې سوداګرو او هټۍ‌والو په خپلسري توګه د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي، چې له امله یو شمېر مارکېټونه، هټۍ او منډیئ تړل شوې دي او مالکان یې عدلیې ادارو ته پېژندل شوي دي.

د کندهار ښاروالۍ د معلوماتو له‌مخۍ، د بیو د کنټرول د څار په مهال یې د چهارشنبې په ورځ له ۳۰۰ ډېرې هټۍ تړلې دي او یاد کمپاین به سبا ورځ هم دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تازه شخړې او پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په ګڼو ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي‌.