امیرخان متقي د ترکیې د یوه خیریه بنسټ د بشري ډیپلوماسۍ له مسوول سره کتلي

د ترکيې د iHH بشري بنسټ د بشري ډيپلوماسۍ د برخې مشر عبدالله التای د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي سره کتلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دواړو خواوو پر بشري مرستو خبرې کړې دي.
