• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوالې شورا په تازه ټیمي ډلبندۍ کې ۷م مقام خپل کړ

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا تازه د نړۍ د کرېکټ لوبډلو ډلبندي اعلان کړې. د دغه ډلبندۍ له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو سیالیو په برخه کې د نړۍ ۷م مقام او دارنګه د شل اوریزو سیالیو په برخه کې د نړۍ ۱۰م مقام خپل کړی دی.

د یادې شورا د تازه راپور له مخې؛ په یو ورځنیو سیالیو کې د هند ملي لوبډله د ۵زره او ۳۷۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د جدول په سر کې راغلې ده. اسټرالیا د ۴زره او ۱۳۴ امتیازونو سره دویم ځای خپل کړی او پاکستان د ۴زره او ۱۳۴ امتیازونو په لرلو سره په درېیم مقام کې دی. په همدې برخه کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲زره او ۱۳۴ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ اووم مقام خپل کړی دی.

په شل اوریزو سیالیو کې هم هند د ۲۲زره او ۶۱۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د جدول په سر کې دی. انګلستان بیا د ۱۴زره او ۳۰۰ امتیازونو سره دویم او اسټرالیا د ۱۶زره او دوه امتیازونو په لرلو سره د ټیټ رېټنګ له امله په درېیم مقام کې راغلې ده. افغانستان په دې برخه کې د ۱۱زره او ۵۰۴ امتیازونو سره د نړۍ لسم مقام خپل کړی دی.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۴

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

راشد خان د نړۍ غوره توپ‌اچونکی شو

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰
راشد خان د نړۍ غوره توپ‌اچونکی شو
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د یو ورځنیو سیالیو په برخه کې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی وپېژندل شو. راشد خان د ۷۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د انګلستان او سوېلي افریقا له لوبغاړو مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

ورپسې د انګلستان څخه جوفرا ارچر د ۶۵۰ امتیازونو سره دویم ځای ترلاسه کړ، او د سویلي افریقا څخه کشاو مهاراج د ۶۴۶ امتیازونو په درلودو دریم ځای خپل کړ. همدارنګه، د نړۍ د غوره توپ وهونکو په برخه کې، د افغانستان بل وتلی لوبغاړی ابراهیم ځدران د ۷۶۴ امتیازونو ترلاسه کولو سره په نړیواله کچه دریم مقام ترلاسه کړ.

ورپسې د انګلستان جوفرا ارچر د ۶۵۰ امتیازونو په لرلو سره دویم او د سوېلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۴۶ امتیازونو په لرلو سره درېیم مقام خپل کړ. همدارنګه، د نړۍ د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې د افغانستان بل وتلی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د ۷۶۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په نړۍواله کچه درېیم مقام ته پورته شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عظمت‌الله عمرزي بیا د کرېکټ د نړۍوالې شورا (ICC) په تازه درجه‌بندۍ کې د یو ورځنیو لوبو د غوره الراونډرانو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ نیوزیلنډ سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۰
د کرېکټ نړۍوال جام؛ نیوزیلنډ سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه
100%

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال کرېکټ جام په لومړۍ نیمه‌پایلوبه کې د سوېلي افریقا او نیوزیلنډ لوبډلې سره مخ شوې. په دې سیالۍ کې نیوزیلنډ د غوره لوبې په پایله کې د ۹ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

نیوزیلنډ چې د ګروپي پړاو په لوبه کې یې له سوېلي افریقا ماتې خوړلې وه، دا ځل یې خپل غچ واخیست او د سوېلي افریقا لوبډلې ته یې په نیمه‌پایلوبه کې ماتې ورکړه. نیوزیلنډ پچه وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه. سوېلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې. په دغه لوبه کې مارکو یانسن ۵۵ منډې وکړې، چې د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې وې.

په ځواب کې، نیوزیلنډ په یوازې ۱۲.۵ اورونو کې د یوې ویکټې په زیان ۱۷۳ منډې وکړې او په پوره ځواک سره یې لوبه وګټله.

د دې لوبې ستوری فین الن و، چې ۳۳ توپونو باندې یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پای پورې میدان کې پاتې شو. هغه د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

افغان کرکټ بورډ بریټانیایی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکلی

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰
افغان کرکټ بورډ بریټانیایی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکلی
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره یې د بریتانیا پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی. د کرېکټ بورډ په وینا، پایبس به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې له راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ریچارډ پایبس په نړیواله کچه د کرېکټ یو نوموتی او پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنیزه دوره کې پام وړ لاسته راوړنې لري.

پایبس له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ سره د مشر روزونکي، د کرېکټ ډایرکټر او د ظرفیت لوړونې مرکز مشر په توګه دنده کړې ده. د هغه د دندې پرمهال په ۲۰۱۶م کال کې ویسټ انډیز درې نړیوال جامونه وګټل او دا په نړیوال کرېکټ کې لومړی ځل و چې یو هېواد دا ډول تاریخي بریا او د کرکټ نړیوالې شورا د درې واړو نړیوالو جامونو اتلولي خپلوي.

له دې وړاندې، پایبس د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده کړې او دغه لوبډله یې په ۱۹۹۹م کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته ورسوله. هغه دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې له بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده کړې ده.

په کورني کرېکټ کې، نوموړی د سویلي افریقا په کورنیو او تجارتي سیالیو کې د ۹ اتلولیو په ګټلو سره یو ملي ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د سویلي افریقا د کال غوره روزونکي جایزې هم ترلاسه کړې دي.

پایبس دغه راز د انفرادي لوبغاړو په روزنه کې هم کار کړی دی او په نړیواله کچه یې د ګڼ شمېر لوبغاړو په پرمختګ او نړیواله کارکردګۍ کې اړین رول لوبولی دی.

تر دې مخکې، جانټن ټراټ د ملي لوبډلېمشر روزونکی و. جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه او تر پخوانیو روزونکو یې ځان په خپله دنده کې بریالی ثابت کړ او د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

د جانټن ټراټ د کار موده د ۲۰۲۶ کال د فېبرورۍ په ۱۹مه پای ته ورسېده.

افغانستان له سریلانکا سره د شل اوریزو او یو ورځنیو کرېکټ سیالیو کوربه توب کوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰
افغانستان له سریلانکا سره د شل اوریزو او یو ورځنیو کرېکټ سیالیو کوربه توب کوي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړې، چې افغانستان به د راتلونکې مارچ میاشتې له ۱۳مې نېتې څخه په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کرېکټ لوبډلې سره د سپین توپ(شل اوریزو او یو ورځنیو) سیالیو کوربه وي.

کرېکت بورډ زیاتوي، چې دغه لړۍ به د مارچ په ۱۳مه په شارجه کې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو په ترسره کېدو پیل شي. وروسته به درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه په دوبۍ کې وشي.

دواړو لوبډلو وروستی ځل د ۲۰۲۴کال په لومړیو کې مخامخ سیالۍ کړې وې، هغه مهال د افغانستان لوبډلې سریلانکا ته سفر کړی و، اوپه هغه لړۍ کې سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لړۍ۳–۰ وکټله او د شل اوریزو لړۍ یې ۲–۱ په خپل نوم کړه.

د افغانستان کرېکت بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي چې دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې افغانستان په دوه اړخیزه لوبلړۍ کې د سریلانکا کوربه‌توب کوي.

بل خوا د سریلانکا کرېکټ اجرایوي مشر اشلي ډی سلوا هم دا سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې دا به لومړی ځل وي چې سریلانکا د افغانستان په کوربه‌توب ترتیب شوې دوه اړخیزه لوبلړۍ کې برخه اخلي.

خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۵ GMT+۰
خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې برازیلي روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د یاد فدراسیون له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړي د معرفي کېدو مراسم، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) په کابل کې ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نوګیرا د افغانستان د فټبال فدراسیون سره یو کلن تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې ده، چې په همدې موده کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري پر غاړه ولري.

تر دې وړاندې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه د وینچنزو البرتو پر غاړه وه، چې د ایټالیا اوسېدونکی دی.

د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د نوي روزونکي په ټاکل کېدو سره به د افغانستان ملي لوبډله وکولای شي په راتلونکو سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې ښه پایلې ترلاسه کړي او د هېواد د فوټبال لوبې کچه به لوړه کړي.