• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عدلیې وزیر د احتکار او د کورونو د کرايې لوړېدو د مخنیوي غوښتنه کړې

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونې د اتحادیو له مسوولانو سره په غونډه کې د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار او د کورونو د کرايې د لوړېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر د پنجشنبې په ورځ، د کب پر ۱۴مه د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونې د اتحادیو له رییسانو او مسولانو سره په خبرو کې ویلي، چې د اتحادیو مسوولان باید خپلې دندې «په سمه او جدي توګه ترسره کړي او خلکو ته اغیزناک خدمتونه وړاندې کړي».

عبدالحکیم شرعي زیاته کړې چې د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو د لارښودانو اتحادیه باید د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار د مخنیوي او همداراز د کورونو د کرايې د بیو د لوړوالي د کنټرول په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته ځیرې شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر همدارنګه ټینګار کړی چې یادې اتحادیې دې له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ سره په همغږۍ، د بیو د تنظیم او کنټرول لپاره ګډ ګامونه واخلي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیو مسوولانو ژمنه کړې چې د بازار د نظم او ثبات د ساتنې او د بیو د کنټرول لپاره به جدي هڅې کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې او پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته په افغانستان کې د کډوالو د بهیر را ماتېدو او خوراکي توکو د وارداتو د اصلي لارې د اغیزمنېدو له امله د احتکار پېښې ډېرې او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په روانه اونۍ کې ۱۸ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په روانه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۱۸ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د یکشنبې، سې شنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د یکشنبې په ورځ ۸ کسان په خوست کې، د سې شنبې په ورځ بیا یو کس په بامیان کې، د چار شنبې په ورځ یو کس په ارزګان کې،دوه کسان بغلان کې، یو کس په بلخ کې او په همدې ورځ درې کسان په هرات کې او همداراز د پنجشنبې په ورځ دوه کسان په بغلان کې په بدني سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

طالبان: له کرکر کان څخه هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو دولتي شرکت ویلي، چې د شمال د ډبرو سکرو له کرکر کان څخه په ورځني ډول ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره را اېستل کېږي. د همدې کان تخنیکي مسوولین وايي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان ورسره په کار بوخت دي.

په شمال کې د کرکر کان تخنیکي انجینر حشمت‌الله ابرار وايي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان ورسره په درېیو وختونو کې په کار بوخت دي او هره ورځ ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي. د دوی په خبره؛ د همدې کان د سکرو ظرفیت لوړ دی او دامهال د سېمنټو په فابریکو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د دغه کان تخنیکي مسوولین وايي، چې یوشمېر د سمنټو فابریکو ورسره قراردادونه هم کړي دي.

که څه هم د کانونو استخراج د طالبانو د حکومت لپاره د عوایدو مهمه سرچینه ګڼل کېږي؛ خو په دې برخه کې د روڼتیا نشتوالی، چاپېريالي زیانونه، د کارګرو ناخوندیتوب، ناقانونه او نامسلکي کېندنې لاهم د ډېرو افغانانو او په ځانګړي ډول د اقتصاد پوهانو اندېښنې او نیوکې زیاتې کړې؛ خو طالبانو دغه اندېښنو او نیوکو ته روښانه ځواب نه‌دی ویلی.

ریچارډ بېنېټ په ايران کې د مېشتو افغانانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د سیمې د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدو په تړاو په ايران کې د مېشتو مېلیونونه افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د شخړو زیاتوالی کولای شي د دغه کډوالو وضعیت لاپسې کړکېچن کړي. هغه ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي کمښت او د ښکېلو اړخونو حساب‌ورکونه باید لومړیتوب ولري.

د بېنېټ په وینا، جګړه د شته ستونزو حل نه‌دی؛ بلکې وضعیت لا پېچلی کوي او د ملکي وګړو په ځانګړې توګه په ايران کې د افغان کډوالو کړاو زیاتوي. هغه د سیمې پر پوځي بریدونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو له ګډې اعلامیې سره په یوځای کېدو سره ویلي، چې په ايران کې مېلیونونه افغانان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د هغه په وینا؛ ډېری دغه کسان د ټولنې په څنډه کې ژوند کوي او له کافي قانوني وضعیت او ټولنیز ملاتړ څخه برخمن نه‌دي. بېنېټ ټینګار کړی، چې په دغه کسانو کې ښځې تر ټولو ډېرې زیان منونکې دي.

طالبان وایي تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې (د کب میاشتې له ۸مې تر ۱۲مې نېټې) پورې ۱۲۷زره او ۶۵۰ مټریک ټنه انتقالات شوي‌ دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه انتقالات په ډاډمنه او منظمه توګه دوام لري.

د هغه په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) ویلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۸۸زره او ۱۸۶ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰زره او ۷۶۹ ټنه، د تورغونډۍ له لارې۱۴زره او ۱۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴زره او ۵۷۲ ټنه انتقالات شوي.

د هغه په خبره؛ په دغه انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي. حق شناس دا هم ویلي، تېره اونۍ یې ۲۶۵ ټنه صادرات ترسره کړي چې لویه برخه یې کاني ډبرې او وچه مېوه جوړوي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې له ټرانزیټي لویو لارو نه د انتقالاتو په بهیر کې سوداګرو او باوړونکو موټر چلوونکو ته مناسب او خوندي شرایط برابر کړي. تېره اونۍ د طالبانو یادې ادارې ویلي و، چې د روان ۱۴۰۴کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېرکال د ورته مودې پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی. دوی زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې بېلابېلو هېوادونو ته ۷۱زره ټنه سوداګریز توکي صادر کړي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ: نړۍواله ټولنه دې د افغان ښځو وضعیت جدي ونیسي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۰

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې (د مارچ ۸مې) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعتراضي غونډه کړې او د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې د نړۍوالې ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې.

د دغه غورځنګ له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې له بنسټیزو بشري او ټولنیزو حقونو او ازادیو بې‌برخې دي او دغه وضعیت له نړۍوالو اصولو ښکاره نقض او یو بشري، اقتصادي او اخلاقي ناورین بلل کېږي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو، نړۍوالو بنسټونو او رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو وضعیت جدي ونیسي او له پامه یې ونه غورځوي.

د اعلامیې له مخې؛ یوازې بیانیې او غونډې بسنه نه‌کوي او د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو او د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه اړین دي. دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې د یاد ناورین پر وړاندې نړۍواله چوپتیا د بې‌طرفۍ معنا نه؛ بلکې له ظلم سره د همکارۍ په معنا ده.

د دوی په وینا؛ که بشري حقونه نړۍوال دي، نو ولې د افغانستان ښځې ترې بې‌برخې دي. د افغان ښځو د همت غورځنګ وړاندې ویلي، چې دوی به د افغان ښځو د عدالت او حقونو د ټینګښت لپاره خپلو مبارزو او اعتراضونو ته دوام ورکړي.