• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې خپله نوې جزایي اصولنامه لغوه یا تعدیل کړي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې خپله نوې جزایي اصولنامه لغوه یا تعدیل کړي او هغه دې د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره برابره کړي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې دا مقرره په کلکه وغندي او پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا تصویب شوې نوې جزایي اصولنامه به د ښځو او لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض لا زیات کړي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د «طالبانو نوې جزایي اصولنامه» د جرمونو او سزاوو په اړه پراخ او مبهم مواد لري چې د بشري حقونو د لا محدودېدو لامل ګرځي.

د راپور له مخې، په دې مقرره کې کورنی تاوتریخوالی یوازې هغه وخت جرم بلل شوی چې د ښځې هډوکي د مېړه له خوا مات یا هم د ښځې بدن زخمي شي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې مشرې سمریتي سینګ ویلي: «له دې جزایي قانون سره د طالبانو کړنې نورې هم شدیدې او ظالمانه کېږي چې ښځې او نجونې یې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کړي، ځکه دا مواد کورنی تاوتریخوالی عادي کوي او د هغوی د تګ راتګ او خپلواکۍ پر وړاندې نور محدودیتونه لګوي».

راپور زیاتوي چې په اصولنامه کې د دیني اصولو د نه مراعتولو لپاره سختې سزاوې ټاکل شوې، د ټولنیز مقام له مخې د مجرمانو لپاره بېلابېلې سزاوې ټاکل شوې او حتا ځینې مواد داسې دي چې غلامي په رسمیت پېژني.

همدارنګه د دې دې اصولنامې ځینې مادې د وهلو او نورو جسمي سزاوو اجازه ورکوي او د ځینو جرمونو لپاره د اعدام سزا هم پراخوي.

د طالبانو مشر د روان کال د جنورۍ په پنځمه دغه اصولنامه تصویب کړې او د عملي کېدو لپاره یې اړوندو ادارو ته لېږلې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغان ښځو د همت غورځنګ: نړۍواله ټولنه دې د افغان ښځو وضعیت جدي ونیسي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۰

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې (د مارچ ۸مې) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعتراضي غونډه کړې او د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې د نړۍوالې ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې.

د دغه غورځنګ له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې له بنسټیزو بشري او ټولنیزو حقونو او ازادیو بې‌برخې دي او دغه وضعیت له نړۍوالو اصولو ښکاره نقض او یو بشري، اقتصادي او اخلاقي ناورین بلل کېږي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو، نړۍوالو بنسټونو او رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو وضعیت جدي ونیسي او له پامه یې ونه غورځوي.

د اعلامیې له مخې؛ یوازې بیانیې او غونډې بسنه نه‌کوي او د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو او د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه اړین دي. دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې د یاد ناورین پر وړاندې نړۍواله چوپتیا د بې‌طرفۍ معنا نه؛ بلکې له ظلم سره د همکارۍ په معنا ده.

د دوی په وینا؛ که بشري حقونه نړۍوال دي، نو ولې د افغانستان ښځې ترې بې‌برخې دي. د افغان ښځو د همت غورځنګ وړاندې ویلي، چې دوی به د افغان ښځو د عدالت او حقونو د ټینګښت لپاره خپلو مبارزو او اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د افغان مېرمنو سل بنسټونه: له کورني مقاومت انکار د جنسیتي توپیر دوام ته لاره هواروي

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۸ GMT+۰

د افغانستان مېرمنو تر سلو زیاتو بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هغه څرګندونې چې ګواکې د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد مقاومت نه‌شته ناسمې دي او دغه ډول دریځونه د طالبانو د سیاستونو د سپینولو او د جنسیتي توپیر د دوام لامل کېږي.

په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د ځینو استازو هغو څرګندونو ته غبرګون ښودل شوی، چې ویلي یې وو: «د افغانستان دننه څوک د طالبانو مخالف نه‌دي». د اعلامیې لاسلیک کوونکو دغه ادعا «ناسمه او د ښځو د مبارزې سپکاوی» بللی او ټینګار یې کړی، چې ګڼې مېرمنې په کوڅو او زندانونو کې د خپل حق لپاره مبارزه کوي.

اعلامیه د طالبانو پر وروستیو قوانینو هم نیوکه کوي، په ځانګړي ډول د «امربالمعروف» قانون چې د ۲۰۲۴کال په اګست کې نافذ شوی او په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او څېره محدودیتونه لګوي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه قانون د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د جنسیتي توپیر څرګنده بېلګه ده. همدارنګه د طالبانو پر جزایي اصولنامې نیوکه شوې، چې خلک په بېلابېلو ټولنیزو طبقو وېشي او د قانون پر وړاندې برابري زیانمنوي.

د اعلامیې په پای کې څو غوښتنې مطرح شوې؛ له هغې ډلې د طالبانو لپاره د لابي‌ګرۍ بندول، د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل، د نړۍوالې جنایي محکمې له لوري د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنه او دا خبرداری چې هر ډول نړۍواله ناسته چې د ښځو د واقعي استازو له ګډون پرته ترسره شي؛ مشروعیت نه‌لري.

د ښځو د وضعیت له اړخه افغانستان د ۱۸۱ هېوادونو د نوملړ په پای کې راغلی

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۰

د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورج‌ټاون انسټیټوټ ۱۸۱ هېوادونه ارزولي چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تر ټولو کمزوري وضعیت له امله یو ځل بیا د ۱۸۱م مقام په ترلاسه کولو سره د لېست په پای کې راغلی.

په دې ارزونه کې ډنمارک د ښځو لپاره د غوره فعالیت له امله لومړی مقام خپل کړی دی.

تېر کال هم د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورج‌ټاون انسټیټوټ دراپور له مخې، افغانستان د نړۍ له ۱۸۸هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی و.

د راپور له مخې، د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې د ښځو د وضعیت او د هغوی د حقونو په برخه کې تر ټولو ټیټه کچه لري، چې افغانستان هم پکې شامل دی، له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې د خپل ژوند له ملګري څخه د تاوتریخوالي تجربه لري.

په دې درجه بندۍ کې حتا سویلي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، سوریه، د مرکزي افریقا جمهوریت او یمن له افغانستان څخه په لوړو رتبو کې راغلي دي.

دغه راپور چې د نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره په ۱۳ معیارونو ولاړ معلومات ارزولي، ښيي چې د افغانستان په ګډون له نیمایي زیاتو ښځو ویلي چې خپلو ټولنو کې د امنیت احساس نه کوي.

سربېره پر دې، له هرو څلورو ښځو څخه نږدې درې ښځې له وسله والو شخړو سره نږدې واټن کې ژوند کوي.

نوې شمېرې ښيي چې په نړۍ کې له هرو شپږو کسانو څخه یو تن د شخړو له ګواښ سره مخ دی.

خو له دې سره سره، د ښځو په حقونو کې شاتګ د شخړو او تاوتریخوالي له زیاتوالي سره په اندېښمنوونکي ډول هم‌مهاله شوی دی.

شخړو ته د ښځو نږدېوالی د هغوی پر هوساینې منفي اغېز کوي.

د افغانستان په څېر هېوادونه چې په دې درجه بندۍ کې تر ټولو کمزوری ځای لري، په څو نورو درجه بندیو کې هم کمزوری وضعیت لري.

ریچارډ لېنډسي: برېتانیا د افغان ښځو او نجونو ملاتړ او هغوی ته د مرستو رسولو ته ژمنه ده

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې د افغانستان د بشري ناورین په اړه یې له نړۍوالو خیریه بنسټونو سره په ناسته کې دغه هېواد ته د مرستو رسولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

ریچارډ لېنډسي د جمعې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د برېتانیا د سرې میاشتې، نړۍوال فدراسیون او د افغان ښځو د ملاتړ ټولنې له غړو سره یې په لیدنه کې په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اغېزناکې او جدي خبرې کړې دي.

نوموړي د افغان مرستندویه کارکوونکو زړورتیا د ستاینې وړ بللې ده.

پر همدغه مهال ریچارډ لېنډسي زیاته کړې: «برېتانیا به د افغان ښځو او نجونو او هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د هغوی لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې کوي».

دا په داسې حال کې ده، چې برېتانیا یو له هغو هېوادونو دی چې په تېرو څو کلونو کې یې د افغان ښځو د حقونو او د هغوی د بشري وضعیت په اړه فعال ډیپلوماټیک او مالي رول لوبولی دی

د بشري حقونو ګڼو بنسټونو له ملګرو ملتونو د طالبانو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له مشرې انالینا بېربوک غوښتي، چې د طالبانو له‌خوا دې «د روان جنسیتي اپارتاید» پر وړاندې اقدام وکړي.

په دغه لیک کې راغلي، چې افغانستان له ژور بشري ناورین سره مخ دی او دوی د طالبانو تګلارې او فرمانونه «قصدي، هدفمند او سیستماتیک» بللي دي. د دوی په باور؛ له زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون څخه د ښځو ګوښه کول د هېواد د نیمایي نفوس له انسانیت او کرامت «سیستماتیک انکار» او یو «نړۍوال جرم» ګڼل کېږي.
دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشرې له پخوانیو دریځونو هرکلی کړی او ترې غوښتنه یې کړې، چې د خپلو حقوقي او ډیپلوماتیکو صلاحیتونو په کارولو سره هغه څه چې دوی یې «جنسیتي اپارتاید» بولي په رسمیت وپېژني او د طالبانو د مشرانو د څار لپاره په نړۍوالو عدلي بنسټونو کې اقدام وکړي.
دوی دغه راز غوښتي، چې د دوحې بهیر په ګډون د طالبانو له حکومت سره د اړیکو عادي کېدو او مشروعیت ورکولو بهیرونه دې ودرول شي. په لیک کې ټینګار شوی، چې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا یا کمزوری غبرګون کولای شي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو دوام ته لاره هواره کړي او د نړۍوال حقوقي نظام اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې انالینا بېربوک هم پر نړۍوالو غږ کړی، چې د طالبانو پر کړنو د سترګو پټولو وخت پای ته رسېدلی او باید د یادې ډلې پر وړاندې په متحدانه ډول عمل وکړي.

بېربوک چې په جېنوا کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ته وینا کوله وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت جدي او سخت پړاو ته رسېدلی او د دغه هېواد نیمایي نفوس چې مېرمنې دي؛ په مطلق ډول له ټولنې حذف شوې دي.