• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

کرېکټ بورډ د سریلانکا پروړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. ابراهیم ځدراڼ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ټاکل شوی او حشمت الله شهیدي به د یو ورځنیو لوبو مشري په غاړه ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د شل اوریزو سیالیو لپاره په لوبډله کې «ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر رحمان الله ګربز او نورالرحمان وېکټ ساتونکي صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، شرف الدین اشرف، راشد خان، نور احمد، مجیب الرحمان، ضیاءالرحمان شریفي، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی» او په احتیاطي لوبغاړو کې ننګیال خروټی، بلال سمېع او اعجاز احمدزی شامل دي.

کرېکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره په لوبډله کې «حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل وېکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، محمد غضنفر، ضیاءالرحمن شریفي، فرید احمد ملک و بلال سمیع» او په احتیاطي لوبغاړو کې یې قیس احمد، محمد سلیم ساپی او بشیر احمد شامل کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د سیمې وضعیت له نږدې څاري او تراوسه یې د لوبو د ځای په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

کرکټ بورډ د راشد خان پرځای ابراهیم ځدراڼ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ټاکلی

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۰

کرکټ بورډ پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ، چې مخکې د شل اوریزو سیالیومرستیال کپتان و، د راشد خان پر ځای د دغو سیالیو د کپټان په توګه ټاکلی. کرکټ بورډ د راشد خان د لرې کولو لامل نه دی په ګوته کړی، خو د کرکټ مبصران یې یو عامل په یوه غونډه کې د راشد خان د مېرمنې راڅرګندېدل ګڼي.

کیڼ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل حق فاروقي، الراونډر ګلبدین نایب او ویکټ ساتونکی-توپ وهونکی محمد اسحاق چې د ۲۰۲۶شل اوریز نړیوال جام د لوبډلې برخه وو، له دواړو سکواډونو څخه ایستل شوي دي.

کرکټ بورډ ویلي چې ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی نور رحمن، د چپ لاس سپین توپ اچوونکی الراونډر شرف الدین اشرف او کیڼ لاسی تېز توپ اچوونکی فرید احمد ملک د شل اوریزو سیالیولوبډلې لپاره غوره شوي دي. سربېره پر دې، فرید احمد ملک یو ځل بیا د یو ورځنیوسیالیو سکواډ ته راستون شوی او چټک توپ اچوونکی ضیاء الرحمن شریفي ته دیو ورځنیو سیالیو لوبډلې لپاره د لومړي ځل لپاره بلنه ورکړل شوې ده.

بلال سمیع چې په خپلې وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې یې پنځه ویکټې واخیستې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه، په یو ورځنیو سیالیو سکواډ کې خپل ځای ساتلی او د شل اوریزو سیالیو سکواډ د احتیاطي لوبغاړوپه ډله کې هم شامل شوی دی.

د بلال سمیع ترڅنګ ننګیال خروټی او اعجاز احمدزی به د شل اوریزو سیالیود احتیاطي لوبغاړو برخه وي، په داسې حال کې چې بشیر احمد، محمد سلیم ساپي او قیس احمد د یو ورځنیو سیالیو سکواډ د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې شامل شوي دي.

د راشد خان د لوبډلمشرۍ په اړه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي مشر احمد شاه سلیمانخېل وویل: «دراشد خان د کپتانۍ دوره د لوبډلې لپاره ډېره بریالۍ وه، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې زموږ د لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېدل یوه ستره لاسته راوړنه وه. د افغانستان کرکټ بورډ د اوږدمهاله ستراتیژۍ له مخې او د ټیم د مدیریت په وروستیو بدلونونو، په ځانګړي ډول د نوي سرمربي له ټاکلو وروسته، موږ پرېکړه وکړه چې د شل اوریزو سیالیولوبډلې مشري بدله کړو».

هغه زیاته کړې چې ابراهیم ځدراڼ چې مخکې د راشد خان مرستیال و، اوس به په دې فارمټ کې د افغانستان دایمي کپتان وي. نوموړي د راشد خان د خدمتونو ستاینه هم وکړه.

خو د کرکټ مبصران وايي، چې له کپتانۍ د راشد خان لرې کول، په یوه وروستۍ غونډه کې د هغه د مېرمنې راڅرګندېدل دي، چې دا په یو ډول پر ښځو د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې اعتراض و.

راشد خان د نړۍ غوره توپ‌اچونکی شو

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د یو ورځنیو سیالیو په برخه کې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی وپېژندل شو. راشد خان د ۷۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د انګلستان او سوېلي افریقا له لوبغاړو مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

ورپسې د انګلستان څخه جوفرا ارچر د ۶۵۰ امتیازونو سره دویم ځای ترلاسه کړ، او د سویلي افریقا څخه کشاو مهاراج د ۶۴۶ امتیازونو په درلودو دریم ځای خپل کړ. همدارنګه، د نړۍ د غوره توپ وهونکو په برخه کې، د افغانستان بل وتلی لوبغاړی ابراهیم ځدران د ۷۶۴ امتیازونو ترلاسه کولو سره په نړیواله کچه دریم مقام ترلاسه کړ.

ورپسې د انګلستان جوفرا ارچر د ۶۵۰ امتیازونو په لرلو سره دویم او د سوېلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۴۶ امتیازونو په لرلو سره درېیم مقام خپل کړ. همدارنګه، د نړۍ د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې د افغانستان بل وتلی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د ۷۶۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په نړۍواله کچه درېیم مقام ته پورته شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عظمت‌الله عمرزي بیا د کرېکټ د نړۍوالې شورا (ICC) په تازه درجه‌بندۍ کې د یو ورځنیو لوبو د غوره الراونډرانو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ نیوزیلنډ سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه

۱۳ کب ۱۴۰۴ - ۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال کرېکټ جام په لومړۍ نیمه‌پایلوبه کې د سوېلي افریقا او نیوزیلنډ لوبډلې سره مخ شوې. په دې سیالۍ کې نیوزیلنډ د غوره لوبې په پایله کې د ۹ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

نیوزیلنډ چې د ګروپي پړاو په لوبه کې یې له سوېلي افریقا ماتې خوړلې وه، دا ځل یې خپل غچ واخیست او د سوېلي افریقا لوبډلې ته یې په نیمه‌پایلوبه کې ماتې ورکړه. نیوزیلنډ پچه وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه. سوېلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې. په دغه لوبه کې مارکو یانسن ۵۵ منډې وکړې، چې د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې وې.

په ځواب کې، نیوزیلنډ په یوازې ۱۲.۵ اورونو کې د یوې ویکټې په زیان ۱۷۳ منډې وکړې او په پوره ځواک سره یې لوبه وګټله.

د دې لوبې ستوری فین الن و، چې ۳۳ توپونو باندې یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پای پورې میدان کې پاتې شو. هغه د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

افغان کرکټ بورډ بریټانیایی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکلی

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره یې د بریتانیا پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی. د کرېکټ بورډ په وینا، پایبس به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې له راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ریچارډ پایبس په نړیواله کچه د کرېکټ یو نوموتی او پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنیزه دوره کې پام وړ لاسته راوړنې لري.

پایبس له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د ویسټ انډیز کرېکټ بورډ سره د مشر روزونکي، د کرېکټ ډایرکټر او د ظرفیت لوړونې مرکز مشر په توګه دنده کړې ده. د هغه د دندې پرمهال په ۲۰۱۶م کال کې ویسټ انډیز درې نړیوال جامونه وګټل او دا په نړیوال کرېکټ کې لومړی ځل و چې یو هېواد دا ډول تاریخي بریا او د کرکټ نړیوالې شورا د درې واړو نړیوالو جامونو اتلولي خپلوي.

له دې وړاندې، پایبس د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده کړې او دغه لوبډله یې په ۱۹۹۹م کال کې د نړیوال جام پایلوبې ته ورسوله. هغه دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې له بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده کړې ده.

په کورني کرېکټ کې، نوموړی د سویلي افریقا په کورنیو او تجارتي سیالیو کې د ۹ اتلولیو په ګټلو سره یو ملي ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د سویلي افریقا د کال غوره روزونکي جایزې هم ترلاسه کړې دي.

پایبس دغه راز د انفرادي لوبغاړو په روزنه کې هم کار کړی دی او په نړیواله کچه یې د ګڼ شمېر لوبغاړو په پرمختګ او نړیواله کارکردګۍ کې اړین رول لوبولی دی.

تر دې مخکې، جانټن ټراټ د ملي لوبډلېمشر روزونکی و. جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پیل کړه او تر پخوانیو روزونکو یې ځان په خپله دنده کې بریالی ثابت کړ او د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

د جانټن ټراټ د کار موده د ۲۰۲۶ کال د فېبرورۍ په ۱۹مه پای ته ورسېده.

افغانستان له سریلانکا سره د شل اوریزو او یو ورځنیو کرېکټ سیالیو کوربه توب کوي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړې، چې افغانستان به د راتلونکې مارچ میاشتې له ۱۳مې نېتې څخه په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کرېکټ لوبډلې سره د سپین توپ(شل اوریزو او یو ورځنیو) سیالیو کوربه وي.

کرېکت بورډ زیاتوي، چې دغه لړۍ به د مارچ په ۱۳مه په شارجه کې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو په ترسره کېدو پیل شي. وروسته به درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه په دوبۍ کې وشي.

دواړو لوبډلو وروستی ځل د ۲۰۲۴کال په لومړیو کې مخامخ سیالۍ کړې وې، هغه مهال د افغانستان لوبډلې سریلانکا ته سفر کړی و، اوپه هغه لړۍ کې سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لړۍ۳–۰ وکټله او د شل اوریزو لړۍ یې ۲–۱ په خپل نوم کړه.

د افغانستان کرېکت بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي چې دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې افغانستان په دوه اړخیزه لوبلړۍ کې د سریلانکا کوربه‌توب کوي.

بل خوا د سریلانکا کرېکټ اجرایوي مشر اشلي ډی سلوا هم دا سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې دا به لومړی ځل وي چې سریلانکا د افغانستان په کوربه‌توب ترتیب شوې دوه اړخیزه لوبلړۍ کې برخه اخلي.