د اماراتو دفاع وزارت: د ایران په بریدونو کې ځینې افغانان هم ټپیان شوي

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي چې په دې وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت په بریدونو کې د دې هېواد په خاوره درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې په ټپیانو کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.
یاد وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دغو بریدونو کې د پاکستان، نیپال او بنګلهدېش درې تنه وګړي وژل شوي او ۱۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.
د اماراتو دفاع وزارت زیاته کړه چې د وروستیو څو ورځو په بریدونو کې د ګڼو هېوادونو وګړي ټپیان شوي دي. د ټپیانو په ډله کې د افغانانو سربېره د مصر، اتیوپیا، فیلیپین، پاکستان، ایران، هند، بنګلهدېش، سریلانکا، آذربایجان، یمن، اوګاندا، اریتره، لبنان، بحرین، کومور او ترکیه اتباع هم شامل دي.
خو د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت تر اوسه د هغو افغانانو دقیق شمېر نه دی څرګند کړی چې د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې د اماراتو په خاوره ټپیان شوي دي.
