رضا پهلوي وايي چې ایران «د عربي ګاونډیانو ملي حاکمیت نقض کړی دی»

شهزاده رضا پهلوي وايي، چې ایران پر متحده عربي امارات، بحرین، قطر، کویټ، عُمان، اُردن، عراق او سعودي عربستان په بریدونو سره د خپلو عربي ګاونډیانو ملي حاکمیت نقض کړی دی.
نوموړي ویلي، چې په سیمه کې د عربي هېوادونو په نښه کول «د منلو وړ نهدي» او باید وغندل شي. د شهزاده رضا پهلوي په وینا، دا ډول کړنې نوې نهدي او ایران له نږدې پنځو لسیزو راهیسې ورته اقدامات کوي.
رضا پهلوي ویلي، چې دا ډول پالیسۍ د ایران د خلکو د ارادې څرګندونه نهکوي او دا کړنې د هغه «رژیم» لهخوا ترسره شوي چې د نوموړي په وینا، هېواد یې «اشغال» کړی دی.
نوموړي د ۱۹۷۹ کال له انقلاب څخه وړاندی له عربي هېوادونو سره د ایران اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې ایران هغه وخت د ملک فیصل، شیخ زاید، ملک حسین او انور سادات په ګډون د عربي هېوادونو له مشرانو سره نږدې همکاري درلوده او په وینا یې، ایران او عربي هېوادونه ریښتني ملګري وو.
د هغه په وینا، د «انتقالي دورې» یو اصلي ماموریت به دا وي، چې ایران او د هېواد بهرنۍ اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي او د ایران خلک به خپله راتلونکې د رایو صندوقونو له لارې وټاکي.
