• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د اسلام‌کلا بندر له لارې د ټرانزیټي موټرو تګ‌راتګ په عادي ډول دوام لري

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۰

د هرات په اسلام‌کلا بندر کې د طالبانو کمیسار سید حصرت الله زعیم اغا وایي، چې په ایران کې وروستيو کړکېچونو د اسلام‌کلا له بندر نه د تګ‌راتګ پر کچې هیڅ اغېز نه‌دی کړی او د هرات له اسلام‌کلا بندر له لارې د ټرانزیټي موټرو تګ‌راتګ په عادي توګه دوام لري.

د نوموړي په وینا؛ په دغه موده کې ۵۸۲ بار وړونکي موټرونه له دغه بندر څخه ایران ته تللي او ۵۰۷ نور د ایران له‌خوا افغانستان ته راغلي دي. هغه زیاته کړې، د ایران حکومت د دغه وارداتو د کچې لوړولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران څو ورځې وړاندې اعلان کړی و د روانې جګړې له امله به خپل صادرات په لنډمهالي ډول وځنډوي. خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم

د هغه په وینا؛ د تېرې ورځې په اوږدو کې ټولټال ۹۴ واګونونه سوداګریز توکي د هرات ولایت روزنک تم‌ځای ته رسېدلي دي. مجاهد زیاته کړې، تېره شپه هم یو بل رېل ګاډی له ایران نه روزنک تم‌ځای ته ورسېد چې په‌کې ۳۷ واګونونه ګاډر اوسپنه او ۹ واګونونه بوره شامله وه.وایي، چې د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران نه د توکو واردات او سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول دوام لري او تراوسه په‌کې هېڅ ډول ځنډ نه‌دی راغلی.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۴

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

د منځني ختیځ کړکېچ؛ په قطر پنډغالي کې ۱۱۰۰ افغانان بندپاتې دي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۰
د منځني ختیځ کړکېچ؛ په قطر پنډغالي کې ۱۱۰۰ افغانان بندپاتې دي
100%

په امریکا کې د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان «افغان اېواک» د قطر په السلیله پنډغالي کې د مېشتو شاوخوا ۱۱۰۰ افغان متحدینو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان وایي، په دغه پنډغالي کې بند پاتې ډېری کسان ښځې او ماشومان دي.

د افغان اېواک مشر شان وان ډایور ویلي، د تېر څه باندې یو کال راهیسې یې هڅه کړې چې د دغه کسانو ستونزه په رسمي او غیر علني ډول حل کړي. د ډایور په خبره؛ دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالۍ ادارو او د کانګرس له غړو سره په دې اړه څو ځله خبرې کړې دي.

هغه زیاتوي، چې په دې موده کې یې د غونډو او ایمېلونو له لارې غیر رسمي خبرې کړې او موضوع یې تر لوړو کچو راپورته کړې؛ خو تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی. افغان ایواک وايي، د دغه هڅو ترڅنګ یې اوس پرېکړه کړې چې د موضوع په اړه عامه دریځ هم خپل کړي؛ څو د یاد پنډغالي د اوسېدونکو ستونزې روښانه شي.

دغه بنسټ ټینګار کوي، چې د یادو افغان کورنیو جرات او زړورتیا د ستاینې وړ ده او باید د هغوی د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته شي.

طالبان وایي د خواف–هرات له لارې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول روانه ده

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۰
طالبان وایي د خواف–هرات له لارې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول روانه ده
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران نه د توکو واردات او سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول دوام لري او تراوسه په‌کې هېڅ ډول ځنډ نه‌دی راغلی.

د هغه په وینا؛ د تېرې ورځې په اوږدو کې ټولټال ۹۴ واګونونه سوداګریز توکي د هرات ولایت روزنک تم‌ځای ته رسېدلي دي. مجاهد زیاته کړې، تېره شپه هم یو بل رېل ګاډی له ایران نه روزنک تم‌ځای ته ورسېد چې په‌کې ۳۷ واګونونه ګاډر اوسپنه او ۹ واګونونه بوره شامله وه.

د هغه په خبره؛ په دغه بار کې خوراکي، ودانیز او سون توکي شامل دي. هغه وایي، د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال د ایران په خاوره کې سلګونه واګونونه نور هم افغانستان ته پر لاره دي او تمه کېږي، چې په عادي ډول به هېواد ته وارد شي.

هغه له سوداګرو غوښتي، چې د روانو حالاتو له امله د توکو بیې لوړې نه‌کړي او د بازار ثبات وساتي. دا په داسې حال کې ده، چې ایران څو ورځې وړاندې اعلان کړی و د روانې جګړې له امله به خپل صادرات په لنډمهالي ډول وځنډوي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د «خوشحال» راډیو د خپرونو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۹ GMT+۰
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د «خوشحال» راډیو د خپرونو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په غزني کې د «خوشحال» راډيو د نشراتو د درېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټينګار یې کړی، چې «رسنۍ باید د شایعاتو پر بنسټ تر فشار» لاندې رانه‌وستل شي.

یاد سازمان د جمعې په ورځ (د کب ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې راډيو په ښوونیزه برخه کې د ټولنې د روښانتیا لپاره کار کاوه. دوی لیکلي: «خوشحال راډیو په تېرو کلونو کې ثابته کړې، چې خپرونې یې یوازې تعلیمي بڼه لري او تل یې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پوره درناوي سره د هېواد د بچیانو د ذهني روښانتیا لپاره کار کړی دی».

په غزني کې ځایي طالب چارواکو ویلي، چې د دغه راډیو خپرونې له «کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې» وې. امسو د خپلو معلوماتو له مخې لیکلي، د کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې داسې کوم مستند او قانوني دلیل نه‌شته چې د یادې رسنۍ د نشراتو د بندېدو لامل شي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له اړوندو ادارو او په ځانګړې توګه په غزني ولایت کې له ځايي طالب چارواکو غوښتي، چې دغه موضوع د تفاهم، خبرو اترو او روښانه وضاحت له لارې حل کړي.

خوشحال خان کاکړ: د پاکستان د ناسمو سیاستونو له امله د ترهګرۍ او جګړې لمن پراخه شوې

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰
خوشحال خان کاکړ: د پاکستان د ناسمو سیاستونو له امله د ترهګرۍ او جګړې لمن پراخه شوې
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه ویلي، پاکستان ته د ترهګرۍ د راتګ یو مهم لامل دا دی چې د دغه هېواد حکومت شاوخوا پنځوس کاله د افغانستان په چارو کې لاس‌وهنه کړې ده.

هغه وویل، د امریکا د جګړې پرمهال هم ډېری کسان په جګړه کې ښکېل وو پرته له دې چې فکر وکړي د دغه جګړې لمن به یوه ورځ خپله دوی ته هم وغځېږي. کاکړ ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان سیاست پخوا هم ناسم و او اوس هم ناسم دی.

د هغه په وینا؛ پاکستان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پر بنسټ سیاست پر مخ یوسي. هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د جمهوري نظامونو ملاتړ وکړي او کله چې په یوه هېواد کې حکومت ړنګېږي؛ نو باید په چارو کې یې لاسوهنه ونه‌کړي.

د کاکړ په وینا؛ کله چې په ۲۰۲۱کال کې طالبان واک ته ورسېدل، دوی د پاکستان حکومت ته ویلي وو چې د جمهوري نظام له ړنګېدو خوشحالي څرګنده نه‌کړي او د جمهوریت ملاتړ وکړي. نوموړي د اوسني کړکېچ په اړه هم وویل، چې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅه وکړي او د دوستانه فضا رامنځته کولو پر لور ګامونه واخلي.

د هغه په خبره؛ پاکستان ډېر ځله د خپلو ګټو تر څنګ د نورو هېوادونو د ګټو لپاره جګړې کړې دي. کاکړ ادعا وکړه، چې پاکستان غواړي د بګرام هوايي اډې د سپارلو لپاره امریکا ته زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې باید له تېر څخه درس واخیستل شي؛ ځکه د امریکا په ګټه جګړې د پاکستان روان وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. د هغه په وینا؛ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوسنیو ستونزو اصلي لامل د پاکستان هغه ناسم سیاستونه دي، چې د بهرنیو ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي. کاکړ خبرداری ورکړی، که دغه سیاستونه دوام وکړي؛ نو د جګړې لمنه به نوره هم پراخه شي او پاکستان به کله هم دایمي امن ونه ویني.

طالبانو د ژغورنې له نړۍوال کمېټې سره د ۸۳۹ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۰
طالبانو د ژغورنې له نړۍوال کمېټې سره د ۸۳۹ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې یا ای‌ار‌سي له رييسې لیزا مارګاریت اوون او مل پلاوي سره په کتنه کې د ۸۳۹ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

د دغې هوکړې له‌‌مخې، یاده کمېټه به د بامیان په مرکز، پنجاب او سیغان ولسوالیو کی ۱۱۱۰، د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې ۱۱۱۰ او د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ۱۱۱۰ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ۱۷۲ ډالره ورکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې نورالدین ترابي د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته په اشارې سره وویل: «موږ یادو بې‌ځایه شویو کورنیو ته په همغږۍ او د غوره خدماتو د رسولو په موخه په پلان کې لرو، چې اوچا راوغواړو څو یادو کورنیو ته خدمات پر وخت او ښه ډول ترسره شي».

ملګري ملتونه: په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان بې‌ځایه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي،د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اتو ورځو جګړو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ کسان بې‌ځایه شوي دي.