په روزګان کې هټۍوالو ته د طالبانو خبرداری؛ د پلاستیکي وسلو او پټاکیو له پلور ډډه وکړئ

په روزګان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ټولو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی، چې د اختر په شپو او ورځو کې د پلاستیکي وسلو او پټاکیو راوړل، ساتل او پلور منع دی. طالبانو ویلي، چې له سرغړونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.
