• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د «خوشحال» راډیو د خپرونو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۹ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په غزني کې د «خوشحال» راډيو د نشراتو د درېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټينګار یې کړی، چې «رسنۍ باید د شایعاتو پر بنسټ تر فشار» لاندې رانه‌وستل شي.

یاد سازمان د جمعې په ورځ (د کب ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې راډيو په ښوونیزه برخه کې د ټولنې د روښانتیا لپاره کار کاوه. دوی لیکلي: «خوشحال راډیو په تېرو کلونو کې ثابته کړې، چې خپرونې یې یوازې تعلیمي بڼه لري او تل یې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په پوره درناوي سره د هېواد د بچیانو د ذهني روښانتیا لپاره کار کړی دی».

په غزني کې ځایي طالب چارواکو ویلي، چې د دغه راډیو خپرونې له «کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې» وې. امسو د خپلو معلوماتو له مخې لیکلي، د کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې داسې کوم مستند او قانوني دلیل نه‌شته چې د یادې رسنۍ د نشراتو د بندېدو لامل شي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له اړوندو ادارو او په ځانګړې توګه په غزني ولایت کې له ځايي طالب چارواکو غوښتي، چې دغه موضوع د تفاهم، خبرو اترو او روښانه وضاحت له لارې حل کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

خوشحال خان کاکړ: د پاکستان د ناسمو سیاستونو له امله د ترهګرۍ او جګړې لمن پراخه شوې

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه ویلي، پاکستان ته د ترهګرۍ د راتګ یو مهم لامل دا دی چې د دغه هېواد حکومت شاوخوا پنځوس کاله د افغانستان په چارو کې لاس‌وهنه کړې ده.

هغه وویل، د امریکا د جګړې پرمهال هم ډېری کسان په جګړه کې ښکېل وو پرته له دې چې فکر وکړي د دغه جګړې لمن به یوه ورځ خپله دوی ته هم وغځېږي. کاکړ ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان سیاست پخوا هم ناسم و او اوس هم ناسم دی.

د هغه په وینا؛ پاکستان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پر بنسټ سیاست پر مخ یوسي. هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د جمهوري نظامونو ملاتړ وکړي او کله چې په یوه هېواد کې حکومت ړنګېږي؛ نو باید په چارو کې یې لاسوهنه ونه‌کړي.

د کاکړ په وینا؛ کله چې په ۲۰۲۱کال کې طالبان واک ته ورسېدل، دوی د پاکستان حکومت ته ویلي وو چې د جمهوري نظام له ړنګېدو خوشحالي څرګنده نه‌کړي او د جمهوریت ملاتړ وکړي. نوموړي د اوسني کړکېچ په اړه هم وویل، چې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅه وکړي او د دوستانه فضا رامنځته کولو پر لور ګامونه واخلي.

د هغه په خبره؛ پاکستان ډېر ځله د خپلو ګټو تر څنګ د نورو هېوادونو د ګټو لپاره جګړې کړې دي. کاکړ ادعا وکړه، چې پاکستان غواړي د بګرام هوايي اډې د سپارلو لپاره امریکا ته زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې باید له تېر څخه درس واخیستل شي؛ ځکه د امریکا په ګټه جګړې د پاکستان روان وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. د هغه په وینا؛ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوسنیو ستونزو اصلي لامل د پاکستان هغه ناسم سیاستونه دي، چې د بهرنیو ګټو پر بنسټ جوړ شوي دي. کاکړ خبرداری ورکړی، که دغه سیاستونه دوام وکړي؛ نو د جګړې لمنه به نوره هم پراخه شي او پاکستان به کله هم دایمي امن ونه ویني.

طالبانو د ژغورنې له نړۍوال کمېټې سره د ۸۳۹ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې یا ای‌ار‌سي له رييسې لیزا مارګاریت اوون او مل پلاوي سره په کتنه کې د ۸۳۹ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

د دغې هوکړې له‌‌مخې، یاده کمېټه به د بامیان په مرکز، پنجاب او سیغان ولسوالیو کی ۱۱۱۰، د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې ۱۱۱۰ او د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ۱۱۱۰ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ۱۷۲ ډالره ورکړي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې نورالدین ترابي د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته په اشارې سره وویل: «موږ یادو بې‌ځایه شویو کورنیو ته په همغږۍ او د غوره خدماتو د رسولو په موخه په پلان کې لرو، چې اوچا راوغواړو څو یادو کورنیو ته خدمات پر وخت او ښه ډول ترسره شي».

ملګري ملتونه: په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان بې‌ځایه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي،د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اتو ورځو جګړو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ کسان بې‌ځایه شوي دي.

پاکستان ولې د طالبانو قول اردوګانې په نښه کوي؟

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۰

په وروستیو ورځو کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر پوځي مرکزونو د هوايي بریدونو یوه لړۍ پیل کړې ده. د موجودو معلوماتو له‌مخې، دا بریدونه له پنځوسو څخه زیات هوايي عملیات رانغاړي او تر ډېره پوځي اډې، د وسلو زېرمې او د طالبانو اړوند روزنیز مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.

د پاکستان پوځ د «غضب‌الحق» په نوم عملیاتو په چوکاټ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې څو مهم پوځي مرکزونه او قول اردوګانې په نښه کړې دي. ویل کېږي چې د دې عملیاتو موخه د طالبانو د پوځي جوړښت کمزوري کول او ځپل دي.

د دغو بریدونو د پیل په لومړیو ورځو کې، د کابل د پلازمېنې لوېدیځ ته د ریشخور فرقه د درنو هوايي بریدونو هدف وګرځېده. دا مرکز د کابل په شاوخوا کې له مهمو پوځي اډو څخه شمېرل کېږي او پخوا هم د مهم پوځي او روزنیز مرکز په توګه کارېدلی دی. سرچینې وایي، چې په دې اډه کې د پوځي تاسیساتو تر څنګ روزنیزې برخې هم موجودې وې او داسې اټکل کېږي، چې ښايي ځینو وسله‌والو ډلو هم له همدې روزنیزو اسانتیاوو څخه ګټه اخیستې وي.

د افغانستان په ختیځ کې هم څو پوځي مرکزونه په نښه شوي دي. په ننګرهار ولایت کې د ختیځ سرحدي زون قومندانۍ او د ننګرهار پخوانۍ قول اردو (چې د جمهوریت پر مهال د ګارنیزیون د قومندانۍ په توګه یې فعالیت درلود) د پاکستان د بریدونو له مهمو هدفونو څخه وو.

په لغمان کې هم د سېلاب قول اردو اړوند د پوځي تاسیساتو ځینې برخې په نښه شوې دي. په ختیځ کې یوې سرچینې وویل، چې پر لغمان او ننګرهار په یادو بریدونو کې یوه زیاته اندازه وسلې او نور نظامي تجهیزاتو هم له‌منځه تللي دي.

په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم پوځي مرکزونه او هدفونه تر برید لاندې راغلي دي. د خوست د سپېرې ولسوالۍ او پر ډیورنډ کرښه د کونړ په ځینو سیمو کې پوځي تاسیسات او سرحدي پوستې په نښه شوې دي. دا ولایتونه پر ډیورنډ کرښه پراته دي او اسلام‌اباد ادعا کوي، چې ځینې د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې په همدې سیمو کې دي.

د افغانستان په سوېل ختیځ کې د پکتیا د ارګون قول اردو هم د پراخو بریدونو هدف ګرځېدلې ده. دا مرکز د سیمې له مهمو پوځي اډو څخه بلل کېږي او د وسلو او پوځي تجهیزاتو زېرمې لري. دا سیمه له ډیورنډ کرښې سره د نږدېوالي له کبله په سیمه کې حساسه امنیتي نقطه شمېرل کېږي.

د افغانستان په سوېل کې د کندهار قول اردو هم په تېرو دوو ورځو کې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې ده. دا قول اردو د افغانستان د پخواني پوځ له مهمو پوځي مرکزونو څخه وه او د پوځي تجهیزاتو د زېرمه کولو او وېش لپاره یې لویه ساحوي زېرمه درلوده. دغو زېرمو د شاوخوا پوځي اډو د اکمال او ملاتړ مهم رول درلود. د کندهار قول اردو پخوا د هلمند په ګډون د سوېلي ولایتونو پوځي مرکزونو ته هم ملاتړ برابراوه.

په همدې وخت کې د پاکستان پوځ په یوه پام وړ اقدام کې د بګرام هوايي اډه هم بمبار کړې ده. بګرام په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو تر ټولو لویه پوځي اډه وه او تر ۲۰۲۱ کال پورې، د امریکايي ځواکونو د وتلو تر وخته، په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو اصلي مرکز ګڼل کېده.

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دې اډې یو شمېر پوځي تجهیزات ویجاړ شول، خو لا هم د پام وړ اندازه وسلې او وسایل په‌کې پاتې دي. واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په لومړیو درېیو کلونو کې څو ځله له همدې تجهیزاتو په پوځي پریټونو کې کار واخیستل شو. طالبانو په بګرام کې چورلکې، ټانکونه او نور امریکايي وسایل نندارې ته وړاندې کړل.

ډونالډ ټرمپ څو ځله د دې موضوع په اړه سختې نیوکې کړي، چې امریکايي وسلې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. هغه او د امریکا نور چارواکي او همدارنګه پاکستانیان اندېښنه لري، چې ښايي وسله‌والې ډلې دې وسلو ته لاسرسی ومومي. د پاکستان په بریدونو کې د دغو وسلو له‌منځه وړل ښايي د دغو اندېښنو په کمېدو کې مرسته وکړي.

یو پخوانی لوړپوړی افغان جنرال هم باور لري، چې «د طالبانو پر پوځي مرکزونو د پاکستان وروستي بریدونه د امریکا په شنه څراغ ترسره شوي دي».

ټرمپ هم په یوه ډول د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د عملیاتو هرکلی کړی، خو تر اوسه پورې داسې کوم رسمي سند یا څرګندونې نه‌دي خپرې شوي چې وښيي واشنګټن او اسلام‌اباد د افغانستان د پخواني پوځ د وسلو د له‌منځه وړلو په اړه کومه هوکړه کړې ده.

د طالبانو قول اردوګانې ولې په نښه کېږي؟

د طالبانو ادارې تر ډېره د پخواني حکومت اداري جوړښتونه، په ځانګړي ډول د امنیتي سکټور بنسټونه هماغسې ساتلي دي. یوازنی توپیر دا دی، چې د ځینو پوځي مرکزونو هغه نومونه بدل شوي چې پخوا یې تاریخي او فرهنګي نومونه لرل.

د افغانستان د قول اردوګانو پوځي جوړښت داسې دی، چې هره قول اردو د وسلو او تجهیزاتو لویې زېرمې او همدارنګه پوځي روزنیز مرکزونه لري. په دغو زېرمو کې وسلې، مهمات او نور جګړه‌ییز وسایل ساتل کېږي او له همدې ځایه بیا نورو پوځي اډو ته لېږدول کېږي.

د باخبره سرچینو په وینا، هره قول اردو یوه ساحوي زېرمه لري، چې د شاوخوا پوځي اډو د اکمال او ملاتړ مسوولیت پر غاړه لري. د بېلګې په توګه د کندهار قول اردو د افغانستان سوېلي پوځي اډې تمویلوي، په داسې حال کې چې د ننګرهار او پکتیا قول اردوګانې د هېواد ختیځې سیمې تر پوښښ لاندې لري.

ډېری دغه پوځي مرکزونه د پوځي هوايي ډګرونو ترڅنګ جوړ شوي وو، لکه په کابل، کندهار، هرات او مزار شریف کې. البته د ننګرهار قول اردو تر یوه بریده له دې قاعدې څخه مستثنا ګڼل کېږي.

څارونکي باور لري، چې د پاکستان دغه بریدونه کولای شي د طالبانو پر پوځي وړتیاوو فشار زیات کړي او دا ډله له پوځي پلوه کمزورې کړي. خو یو پخوانی لوړپوړی چارواکی وایي، چې د پاکستان هوايي بریدونه ښايي یوازې د طالبانو د تجهیزاتو یوه برخه له‌منځه یوسي.

ویل کېږي، چې طالبانو په تېرو کلونو کې له اصلي اډو څخه یو زیات شمېر وسلې او نظامي تجهیزات نورو سیمو ته لېږدولي دي. داسې راپورونه هم شته چې له پنجشیر او د شمال له ځینو نورو سیمو څخه وسلې نورو ځایونو ته لېږدول شوې دي.

طالبانو په نږدې تېرو پنځو کلونو کې د جګړې ډېر وسایل، ټانکونه او رنجر موټرونه هم ویجاړ کړي دي، ځکه دوی د دغو وسایلو د بشپړ ترمیم او بیا رغونې وړتیا او تخنیکي ظرفیت نه‌لري. سره له دې، د دغو وسلو له منځه وړل کولای شي د طالبانو پوځي ځواک په څرګنده توګه کمزوری کړي. خو دا لا هم روښانه نه‌‌ده چې د پاکستان هوايي بریدونه تر کومه بریده د دې وسلو په له‌منځه وړلو کې بریالي شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطا تارړ پرون ادعا وکړه، چې د پاکستان په بریدونو کې د طالبانو ۱۹۸ ټانکونه، زغروال وسایط او توپخانې له‌منځه وړل شوي دي. طالبانو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې او د تجهیزاتو د له لاسه ورکولو په اړه کوم رسمي شمېر نه‌دی خپور کړی او د پاکستاني چارواکو دا ادعا هم لا د خپلواکو سرچینو له لوري نه‌ده تایید شوې.

طالبانو هڅه کړې، چې د دغو بریدونو د رسنیز انعکاس مخه ونیسي. د بېلګې په توګه، طالبانو په کونړ کې یو ځوان ته د دې لپاره سزا ورکړې، چې د پاکستان د بریدونو ویډیوګانې یې پر خواله رسنیو خپرې کړې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه؛ سره صلیب د کندهار له دوو روغتونونو سره د درملو مرسته وکړه

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او طبي اړتیاوو ته په کتو یې په کندهار کې له میرویس او عینو مېنې له روغتونونو سره د یوې اندازې درملو مرسته کړې ده.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په زیاتېدو سره یې د کندهار له دوو دولتي روغتونونو سره د اړینو درملو مرسته کړې ده.

یادې کمېټې ویلي، چې د جګړې له اوږدېدو سره په روغتونونو کې د درملو اړتیا ډېره شوې او یاد درمل به د جګړې له امله د ټپي شویو کسانو په درملنه کې وکارول شي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې غړي عبدالمالک سادات زیاته کړې: «د جګړې له امله د درملو اړتیاوې ډېرې شوې دي. دا ملاتړ به له ټولو اړخونو سره مرسته وکړي، چې په جګړه کې ټپیان کېږي».

یادې کمېټې ویلي، چې اړین درمل یې د کندهار میرویس روغتون او عینو مېنې روغتون ته تسلیم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو جګړه دوام لري او تر دې وړاندې هم د کندهار په میرویس روغتون کې د اړینو درملو د کمښت په اړه راپورونه ورکړل شوي و.

ملګري ملتونه: په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان بې‌ځایه شوي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د شدت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې زیاتېدو له امله له ۳۳۰ زره څخه ډېر کسان په جبري ډول بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې پر ایران د وروستیو بریدونو له امله سل زره کسان یوازې له تهران څخه بې‌ځایه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په لبنان کې د کړکېچ له رامنځته کېدو راهیسې له ۳۰ زره څخه ډېر کسان سوریې ته کډوال شوي دي.

دغې ادارې ویلي، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله په افغانستان کې د شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ کسانو د بېځایه کېدو او په پاکستان کې د ۳۰۰۰ کسانو د داخلي بېځایه کېدو اټکل شوی دی.

دا کسان پر داسې مهال له خپلو اصلي مېنو څخه بې‌ځایه شوي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې او همدارنګه پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه دوام لري او په مقابل کې یې ایران پر یو شمېر ګاونډویو هېوادونو توغندیزو بریدونو ته مخه کړې ده.