• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‌د طالبانو د احصایې اداره: سلواغې میاشتې راهسې خوراکي توکو په بیو کې ۰،۶سلنه لوړوالی راغلی

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۰

‌د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰،۶ سلنه لوړوالی راغلی دی. دوی په خپل راپور کې زیاتوي، چې دا لوړوالی ۵،۲ سلنه د مېوو او ۷،۳ سلنه د بېلابېلو سبزیو په بیو کې راغلی دی.

دغه ادارې نن شنبه، د کب پر ۱۶مه پر اېکس کې لیکلي، چې د غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ۱،۲ سلنه لوړوالی ښکاري چې ۴،۰ سلنه د البسې شاخص، ۱،۸ سلنه د کور سامان شاخص او ۸،۴ سلنه د هوټل او رسټورانټ شاخص په بیو کې لوړوالی راغلی دی.

دوی زیاتوي، چې همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۴ کال په سلواغه میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۸،۵ سلنه لوړوالی ښکاري.

بل خوا د روان کال په سلواغه میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍکچه ۶۴،۹ افغانۍ او په مرغومي میاشت کې۶۶،۳ افغانۍ و چې د مرغومي میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۲،۱ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۳،۱ سلنه لوړوالی راغلی دی.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و