ګوترېش: پر ښځو او نجونو پانګونه د نړۍ د ښه کولو تر ټولو باوري لاره ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کې پر نړۍ غږ کړی، چې د جنسیتي برابرۍ لپاره ریښتني ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کې پر نړۍ غږ کړی، چې د جنسیتي برابرۍ لپاره ریښتني ګامونه پورته کړي.
نوموړي د مارچ د اتمې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه له بشري حقونو جلا دي او د نړۍ ثبات او پرمختګ په مستقیم ډول پر ښځو او نجونو له پانګونې سره تړلی دی.
ګوترېش په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په نړۍ کې د برابرۍ بهیر خورا پڅ دی او همدا یې وخت دی چې نړۍواله ټولنه د یو داسې نړۍ د جوړولو لپاره کار وکړي، چې پهکې د ښځو او نجونو حقونه خوندي وي.
د ښځو نړۍواله ورځ هر کال د مارچ په اتمه نېټه نمانځل کېږي او هڅه کېږي، چې د نړۍ په هر کونج کې ښځې د نارینهوو په شان مساوي حقونه ولري.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د شنبې په ورځ د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې پر اېکسپاڼه په یوه خپور کړي پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د افغان ښځو او نجونو پر مخ د عامه ځایونو تړل او پر هغوی محدودیتونه باید په عادي چارو بدل نهشي.
ملګري ملتونه په دې باور دي، چې که نړۍ د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي، نو بدلون ممکن دی.
یاد سازمان تر دې وړاندې هم په یوې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز یوه بېساري پېښه بللې وه او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي، چې د نړۍوالو سازمانونو په کاري چاپېریال کې د ښځو د فعالیتونو بندیز دې سمدستي لغوه کړي.
د ښځو نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې پر داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته میلیونونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې، په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی او د طالبانو د امربالمعروف وزارت لهخوا په ټولنه کې د ښځو پر حضور او د هغوی پر ازاد تګراتګ سخت محدودیتونه وضع شوي دي.
عایشه (مستعار نوم) د خوست یوه ځوانه نجلۍ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د طب پوهنځي د لومړي کال زدهکړیاله وه، خو د ملا هبتالله بندیزونو یې د ژوند مسیر بدل کړ او اوس له مجبوریته خیاطي کوي. هغه په ژړغوني غږ وایي: «که دا بندیزونه نهوای، سږ کال به زه فارغه شوې وای».
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د ملا هبتالله بندیز میلیونونه افغان نجونې له ژور خپګان، ناهیلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ کړې دي چې عایشه هم له دې ډلې یوه هغه ده. هغه وایي: «کله چې ما د کانکور ازموینه ورکړه نو طب ته کامیابه شوم، یوه نړۍ خوښي مې په زړه او دماغ خپره وه او هغه ارمان ته رسېدلې وم چې کلونه مې په خوبونو کې لیده».
د نوموړې په خبره، په ناببره توګه د طالبانو د مشر بندیز د هغې دا خوښي وتروړله او داسې یې انګېرله لکه سېلاب چې پسې اخیستې وي او د «خلاصون هېڅ لاره» نهلري. هغه باور نهلري، چې ګوندې د طالبانو په واکمنۍ کې دې نجونې یو ځل بیا د پوهنتونونو په دروازو ورننوزي.
عایشې د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې که بندیزونه نه وای، اوس به څه وه او څه به یې کول؟ وویل: «اوس به مې د طب پوهنځي د وروستي کال ازموینې وای، د تېرو کلونو یادښتونه او خاطرې به مې را ټولولې، نوې هیلې به مې کرل او څو کاله وروسته به په کوم روغتون کې د خپلې خاورې د خلکو په خدمت کې وم. په سپینه چپن کې به مې ځان د ژوند او هیلو د ژغورونکې په توګه لیده».
دا خوستۍ نجلۍ له یوې بېوزلې کورنۍ سره تړاو لري، پلار یې مزدوري کوي او په ډېرې سختۍ د کور لګښتونه برابروي. د عایشې په خبره، پلار یې چې څه ګټلي، نو د دوی زدهکړو ته یې هم پهکې ځانګړې برخه کړې، خو دومره توان یې نه درلود چې د لوړو زدهکړو لپاره یې کوم بهرني هېواد ته ولېږي.
عایشه اوس د طبي کتابونو د لوستو پر ځای کرۍ ورځ د خیاطۍ له ماشین، ستنې، تار او ټوکر سره بوخته وي. هغې تر بندیزونو وروسته د خلکو جامو ګنډلو ته مخه کړې، چې اوس یې چندان بازار او ګټه وټه هم نشته. هغې وویل: «اوس د خیاطۍ هغه پخوانی خوند پاتې نهدی، خو بیا هم د کلیوالو ښځو، نجونو او خاص د هغو نجونو چې ودونه یې وي، ورته جامې، ټیکري او نور فرمایشي شیان ګنډم».
د نړۍ معتبرو دیني عالمانو د طالبانو د مشر ملا هبتالله له لوري د نجونو پر زدهکړو بندیز له غندلو سربېره ننګولی هم دی او دا یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی. دا ډله د همدې بندیزونو له کبله په نړۍواله کچه له انزوا، بندیزونو او سختو محدودیتونو سره مخ ده.
په کور دننه افغان دیني عالمان او سیاستوال هم له زدهکړو د افغان نجونو محرومه کول ظالمانه چاره بولي او نیوکې کوي، چې طالبان غواړي په لوی لاس افغاني ټولنه د تیارو کندې ته وغورځوي. له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد او د دغه ډلې نورو لوړپوړو چارواکو بیا ویلي، چې د نجونو زدهکړو د بندیز مسله تر «امر ثاني پورې» ده او د شرایطو تر برابرېدو وروسته به د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د دوی پرمخ پرانېستل شي، خو د دغه «امر ثاني او د شرایطو برابرېدو» شاوخوا ۵ کاله پوره کېدونکي دي، مګر لا هم شرایط ورته نهدي برابر شوي او داسې برېښي چې دغې ډلې ته دا مسله لومړیتوب نهلري.
بلخوا، د زدهکړو فعالان د طالبانو دغه څرګندونې غولوونکې، فریبکارانه او له منطق څخه لرې ګڼي. فعالان وایي، طالبان چې ځان یو حکومت ګڼي، نو څنګه په نږدې پنځو کلونو کې د نجونو د زدهکړو لپاره شرایط او چوکاټ نهشي جوړولی. د دوی په خبره، پر کابل واکمنه ډله د خپل افراطي دریځ له کبله په بشپړه توګه د نجونو د زدهکړو مخالفه ده او ترڅو چې د دغه ډلې واکمني وي، نو د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو دروازې هېڅکله خلاصې نهشي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زدهکړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړې هم بندیز ولګاوه.
یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوامه محرومې شوې دي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زدهکړو بېبرخې دي.
د جمعې په ورځ د نیویارک په بروکلین فدرالي محکمه کې د اصف مرچنټ په نوم یو ۴۷ کلن پاکستانی وګړی د «پیسو لپاره د وژنې» او «نړېوالې ترهګرۍ» په دوو تورونو مجرم وپېژندل شو.
د امریکا د عدلیې وزارت وویل چې مرچنټ، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د مستقیمې لارښوونې لاندې په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په خاوره کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او څو نورو سیاسي شخصیتونو په وړاندې د وژنې عملیاتو ترسره کولو لپاره د افرادو د استخدام هڅه کړې وه.
دا پلان په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې په جریان کې د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په ځواب کې ډیزاین شوی و.

فدرالي څارنوالانو وویل، چې د دې دسیسې موخه د امریکا د هغه وخت ولسمشر جو بایډن او د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ پخوانۍ نومانده نیکي هیلي شامل وو.
مرچنټ د خپلې محاکمې په جریان کې، چې تیره اونۍ پیل شوه اعتراف وکړ چې هغه د انقلابي ګارد سره کار کاوه خو ادعا یې وکړه چې هغه دا کار د فشار لاندې او په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره کړی دی.
هغه وویل، چې هغه هیڅکله د چا د وژلو مستقیم امر نه دی ترلاسه کړی خو د ټرمپ، بایډن او هیلي په ګډون درې کسان په خبرو اترو کې یاد شوي دي.
د متحده ایالاتو چارواکو ټینګار کړی، چې دسیسه مخکې له دې چې کوم اقدام وشي شنډه شوه.
یو کس چې مرچنټ د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د دې دسیسې سره د مرستې لپاره اړیکه ونیوله، پولیسو ته یې موضوع راپور کړه او د معلوماتو سرچینه شوه.
مرچنټ د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په ټیکساس کې ونیول شو او تورونه یې رد کړل.
منصفه پلاوي هغه له دوو ساعتونو څخه لږ وخت لپاره له غور وروسته مجرم ومانه او احتمال لري، چې هغه د عمر زندان سزا سره مخ شي.
د اوکراین ولسمشراولادیمیر زیلنسکيوايي، د روسیې د بالیسټیک توغندي په برید کې د خارکیف ښار یوه استوګنیزه ودانۍ ویجاړه شوې چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او تر لسو زیات نور، د ماشومانو په ګډون، ټپیان دي.
زیلنسکي په ایکس کې لیکلي چې د برید له تېرې شپې راهیسې د ویجاړ شوې ودانۍ د کنډوالو د پاکولو او د احتمالي بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات روان دي. د هغه په وینا، د استوګنیزې ودانۍ یوه بشپړه برخه نړېدلې او د څنګ ودانۍ پورته پوړونه هم زیانمن شوي دي.
هغه ویلي چې روسیې پر اوکراین ۲۹ توغندي، چې نږدې نیمایي یې بالیستیک وو، او شاوخوا ۴۸۰ بېپیلوټه الوتکې کارولي دي. د نوموړي په خبره، په دغو بریدونو کې د کییف ښار ترڅنګ د خملنیتسکي او چرنیفتسي سیمو د انرژۍ بنسټونه او د ژیتومیر په سیمه کې د رېل پټلۍ هم په نښه شوې دي.
زیلنسکي زیاته کړې چې د ډنیپرو، زاپوریژیا، وینیتسیا، اودېسا، پولتاوا، سومي او چرکاسي سیمو کې هم زیانونه اوښتي او اړوند خدماتي ادارې د ژغورنې او بیارغونې چارې پر مخ وړي. هغه له نړیوالو متحدینو غوښتي چې د دغو بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي او د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې زرګونه مېرمنې او نجونې لاهم د هغه دودونو او رواجونو تر سیوري لاندې ژوند کوي، چې نه یوازې یې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي؛ بلکې د ژوند، زدهکړو او ازادې پرېکړې حق هم ترې اخلي.
په بدو کې له ورکړې او کم عمره ودونو نیولې تر ناموسي وژنو او د میراث له حقه بېبرخې کولو پورې دغه دودونه د ښځو پر ژوند ژور او اوږدمهاله اغېز لري. په افغانستان کې لاهم کورنی تاوتریخوالی او د ښځو پر وړاندې بېلابېل ناوړه دودونه جدي ټولنیزه ستونزه بلل کېږي، ناموسي وژنې، له ښځو د میراث حق اخیستل، د ولور لوړې بیې، د بدل ودونه، جبري او کم عمره ودونه او په بدو کې د نجونو ورکړه هغه موارد دي چې هر کال ګڼې کورنۍ اغېزمنوي او د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي.
په بدو کې ورکړه؛ نجلۍ د شخړې د هوارۍ بیه
په ځینو کلیوالو سیمو کې لاهم داسې پېښې کېږي، چې د کورنیو او ټبرونو ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره نجونې د تاوان په توګه ورکول کېږي. په دې ډول نجلۍ له خپلې خوښې پرته داسې کور ته استول کېږي، چې تر ډېره د کرکې او غچ اخیستنې فضا پهکې خوره وي. ټولنیز څېړونکي وايي، په دغه ډول ودونو کې ښځې ډېر ځله له تاوتریخوالي او سپکاوي سره مخ کېږي او د خپل ژوند په اړه هېڅ واک نهلري.
د کابل اوسېدونکې رخسار (مستعار نوم) او خور یې پنځه کاله وړاندې د خپل ورور د کړي جرم له امله په بدو کې ورکړل شوې، د رخسار ورور د قتل په یوه پېښه کې تورن شو او د کلي جرګې د مقتول کورنۍ ته رخسار او د هغې خور په بدو کې ورکړې، چې خپله رخسار ۱۶ کلنه او خور یې ۱۴ کلنه وه؛ خو واده شپېته کلن او ۳۸ کلنو سړو ته شوې.
نوموړې افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «زما خور یو نږدې ۶۰ کلن سړي ته وسپارل شوه او زه اړ اېستل شوم، چې له ۳۸ کلن سړي سره ژوند وکړم. دغه کسان نه یوازې زموږ څخه ډېر مشران وو؛ بلکې تندخویه او بېرحمه هم وو. له هماغې لومړۍ شپې زموږ ژوند له ظلم، سپکاوي او تاوتریخوالي ډک شو، موږ به هره ورځ ځورول کېدو؛ خو هېچا مو غږ نه اورېده».
رخسار زیاتوي: «زما خور چې یوازې ۱۴ کلنه وه او هېڅ جرم یې نهو کړی، د دغه غیرانساني ژوند تر سخت فشار لاندې ځان ته اور واچاوه او خپل ژوند ته یې د پای ټکی کېښود. د هغې له مړینې یو کال تېر شوی؛ خو زه لاهم په هماغه کور کې د هماغه ظلم او هماغه وېرې تر سیوري لاندې ژوند کوم. هره ورځ او هر ساعت د تاوتریخوالي او پرلهپسې ګواښونو سره مخ یم».
نوموړې وایي، نړۍ نه پوهېږي چې افغان مېرمنې د څه ډول دودونو قرباني ورکوي. هغه زیاتوي: «ما څو ځله هڅه کړې، چې ځان له دې درد څخه خلاص کړم؛ خو هر ځل ژغورل شوې یم. طالبان او زما کورنۍ دواړه ما ګواښي او وایي، که بیا ځان ته زیان ورسوم نو زندان ته به واچول شم».
په بدو کې د ورکړې رسمي او کره شمېره د افغانستان په حکومتي یا نړۍوالو راپورونو کې نهده ثبت شوې، ځکه دغه دود په ډېرو سیمو کې په پټه او د کورنیو او جرګو لهخوا په نارسمي توګه ترسره کېږي.
برېښنا ساپۍ چې د جمهوریت پر مهال د لغمان ولایت مرستیاله او د بشر حقونو فعاله وه د بدو د ورکړې په اړه افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «په ځینو سیمو کې د جګړې، وژنې یا شخړو د ختمولو لپاره نجونې بلې کورنۍ ته په بدو کې ورکول کېږي. له دې سره یوه نجلۍ له خوښې پرته د شخړې یا د قضیې ختمولو لپاره تبادله کېږي. په دغه ډول نکاح کې د ښځې رضایت حق چی یو له بشري او اسلامي حقونو څخه دی، له منځه ځي او نقض کېږي».

کم عمره ودونه؛ د ماشومتوب پای
د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د اقتصادي ستونزو، ناامنۍ او دودیز فکر له امله نجونې اوس هم په کم عمر کې ودېږي. روغتیايي کارکوونکې خبرداری ورکوي، چې کم عمره نجونې د زېږون پرمهال له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ وي او د زدهکړو بهیر یې هم زیانمنېږي.
د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو سره د ښوونځیو تړل کېدل او د نجونو پر زدهکړو بندیزونو دغه ستونزه نوره هم ژوره کړې؛ ځکه ګڼې کورنۍ د نجونو راتلونکی یوازې په واده کې ویني.
سایره (مستعار نوم) په ۱۳ کلنۍ کې داسې مهال واده شوې، چې ان په دې نه پوهېده چې واده یانې څه؟ نوموړې اوس د شپږو اولادونو مور ده. سایرې افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ماشومتوب واده له عذاب سره پرتله کړی او وایي: «زه په شپږم ټولګي کې وم ما واده نه پېژانده، خپلو نوو جامو ته مې خوشاله شوم، چې واده شوم تر پنځو کالو مې سوال کاوه چې خدایه مرګ راولې. زه ماشومه وم، نه مې مېړه پېژانده او نه مې د کور سمبالول زده وو؛ خو کورنۍ او مېړه مې دواړو له ما د یوې بشپړې مېرمنې تمه لرله».
نوموړې وایي، چې «پلار مې له دغه واده سره زما ټول ارمانونه تر خاورو لاندې کړل». یاده دې وي، چې په ۲۰۲۵کال کې د کم عمره نجونو د ودونو دوه پېښو نړۍوال غبرګونونه راوپارول، په دې کې یوه پېښه په هرات ولایت کې وه چې یوه دولس کلنه ماشومه واده ته اړ اېستل شوې او بله بیا په هلمند کې وه چې شپږ کاله عمر یې لاره او د واده لپاره وړاندیز شوې وه، چې وروسته د طالبانو حکومت د دغه پېښې مخنېوی وکړ.
په افغانستان کې د کم عمره ودونو وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې د پام وړ بدلونونه لیدلي؛ خو شمېر یې لاهم د نړۍوالو معیارونو پرتله لوړ پاتې دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) د ۲۰۲۳کال د معلوماتو له مخې؛ شاوخوا ۵۷ سلنه افغان نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي او ۲۱ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې تر ډېره د واده منځنی عمر د ۱۵.۳ کلونو شاوخوا دی.
تر دې وداندې په ۲۰۲۱کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) اجراییه مشرې هنریټا فور خبرداری ورکړ، چې د کم عمره ودونو ګواښ په افغانستان کې د ټولنیزو، اقتصادي او روغتیایي ناورینونو له امله لا زیات شوی او ځینې کورنۍ خپلې لوڼې د لوږې او بېوزلۍ کمولو لپاره واده ته اړ باسي.
راپور څرګندوي، چې د زدهکړو محدودیتونه لکه د نجونو پر منځنیو زدهکړو بندیز د یادې ستونزې د پراختیا مهم لاملونه دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۵کال په راپور کې هم ویل شوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کم عمره نجونو ودونو کچه نږدې ۳۰ سلنې ته رسېدلې، چې ۱۰ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې دي.
په ځینو تحلیلونو کې هم یادونه شوې، چې د طالبانو لهخوا د زدهکړو بندیزونو له امله د ماشومانو د ودونو شمېر نور هم لوړ شوی دی. یو راپور وايي، چې دغه ډول بندیزونو د کم عمره ودونو کچه نږدې ۲۵ سلنه زياته کړې ده.
همدارنګه د یو بل راپور له مخې؛ د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳کالونو په ترڅ کې د جبري ودونو سېسټماتيک ثبت ښيي، د کم عمره ودونو پېښې زیاتې شوې دي چې د شاوخوا ۳۵ سلنه نجونو واده د طالبانو تر واکمنۍ لاندې شوي او شاوخوا ۱۷ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې دي، چې دغه حالت د اقتصادي فشار او بېوزلۍ له امله د کورنیو د “سپما ستراتېژۍ” پایله ګڼل کېږي.
په ټوله کې د کم عمره ودونو موضوع په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې ثابته پاتې شوې؛ بلکې په ټولو راپورونو کې څرګنده شوې، چې اقتصادي ناورین، د زدهکړې بندیزونه، ناامنۍ او ټولنیزو فشارونه د دغه ستونزې د پراختیا مهم عوامل دي او نړۍوال بنسټونه غواړي چې د ودونو لپاره د عمر قانوني حد ۱۸ کلني وساتل شي او ښځو ته د زدهکړو او اقتصادي فرصتونو زمینه برابره شي.

جبري ودونه؛ له خوښې پرته ګډ ژوند
د کم عمره ودونو ترڅنګ په افغانستان کې په ګڼو پېښو کې نجونې د خپلې خوښې خلاف واده ته اړ اېستل کېږي. دغه ډول ودونه ډېری وخت له کورني تاوتریخوالي، رواني فشار او حتی ځان وژنې سره تړاو لري.
د ښځو د حقونو فعالان ټینګار کوي، چې له خوښې پرته ودونه د کورني تاوتریخوالي بنسټ جوړوي؛ خو نړۍوال څېړونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې او په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو او ناامنو ولایتونو کې د هرو درېیو ودونو څخه یو واده د نجونو د رضایت پرته ترسره کېږي.
په افغانستان کې شاوخوا ۲۸–۳۰ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي، چې له دې ډلې تقريبا ۱۰–۱۲ سلنه یې تر ۱۵ کلونو پورې کم عمر کې واده شوې دي. د ټولو ودونو شاوخوا ۱۵–۲۵ سلنه ودونه د نجونو له خوښې پرته یا “جبري وده” ګڼل کېږي او دغه ستونزه په ځانګړې توګه هغو سیمو کې جدي ده چې ناامني، ناوړه اقتصادي وضعیت، بېوزلي او د نجونو زدهکړو ته محدود لاسرسی لري.

د بدل واده؛ دوه ګونی زیان
په بدل ودونو کې دوه کورنۍ خپلې نجونې یو بل ته ورکوي. که په یوه کور کې ستونزه رامنځته شي، بله نجلۍ هم د غچ او فشار ښکار شي. په دې توګه ښځې د معاملې وسیله ګرځي؛ نه د خپل ژوند د ټاکلو څښتنې.
د کابل اوسېدونکې ګل مکۍ شینوارې (مستعار نوم) د خپل ورور بدلي (په بدل ورکړل شوې) ده، نوموړې افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «زه مې د خپل ورور بدلي یم، زه نهشم کړای چې په خپله خوښه ژوند وکړم، که مې د د ورور مېرمن خوشحاله وه زه به هم خوشاله یم؛ خو که خپه د پلار کور ته راشي، نو ماته هم وویل شي چې درومه د خپل پلار کره دې».
ګل مکۍ وایي، «له ماسره مې خاوند خوشاله دی؛ خو که زما بدلي خپه وي نو زه د خاوند له رضایت پرته باید د ظلم سره مخ شم».
داسې رسمي شمېرې نهشته، چې په افغانستان کې په بشپړه توګه د “بدل ودونو” شمېر وښيي؛ خو نړۍوال راپورونه په افغانستان کې د بدل واده هم د جبري ودونو کې شمېري او وايي چې دا یوه جدي ټولنیزه ستونزه ده.
د ولور درنه بیه؛ د نجونو ورکړه که پلور
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د لوړو ولورونو غوښتنه ځینې کورنۍ دې ته هڅوي، چې نجونې د عاید سرچینې په توګه بدلې کړي؛ ځوانان د ډېرو پیسو برابرولو لپاره پور اخلي او کله هم د پور د ادا کولو لپاره د یادې نجلۍ ترڅنګ ټوله کورنۍ زیان ویني.
زیات شمېر ځوانان د ولور لپاره د خلیجي هېوادنو درنو مزدوریو ته اړ شي او په پای کې نږدې په تېر عمر واده وکړي او کله هم د دغه ولور درنه بیه ټول عمر دغه نجونې پرې کوي.
د میراث نه ورکړه؛ اقتصادي انزوا
سره له دې چې د دیني لارښوونو له مخې ښځې د میراث حق لري؛ خو د افغانستان په ډېرو سیمو کې هغوی ته خپله برخه نه ورکول کېږي. دا کار ښځې له اقتصادي پلوه کمزورې او پر نارینهوو متکي ساتي.
د لغمان ولایت پخوانۍ مرستیاله برېښنا ساپۍ وایي: «د ښځو مالي او اقتصادی حقونو سلبېدل او د نارینهوو لهخوا پرې سترګې پټول یو له هغو ناوړه دودونو څخه دی، چې ښځه تل کمزورې کوي لکه ښځو ته د میراث حق ورکولو لپاره د شرم په نوم سناریو جوړول یا د مهر حق په تړاو هذالقیاس او یا د ګټې لرونکې ښځې په مالي خپلواکۍ قبضه کول که هغه د لور، خور، مور او یا مېرمنې په رول کې وي بیا هم نهشي کولای مالي خپلواکي ولري او له مالي پلوه کمزوری انسان هیڅکله ځواکمن کېدای نهشي».

ناموسي وژنې؛ میداني سزاګانې
د افغانستان نږدې ټولو ولایتونو کې د لرو پرتو سیمو په ځینو پېښو کې ښځې د شک یا تور پر بنسټ وژل شوې دي. دغه ډول وژنې ډېری وخت د کورنۍ د «ناموس» تر نامه لاندې توجیه کېږي؛ خو قانوني بهیر پهکې ډېر تت دی.
د ناموسي وژنو په تړاو برېښنا ساپۍ وایي: «په افغانستان کې که ښځه د دودونو خلاف عمل وکړي لکه د خپل رضایت پرته له واده څخه انکار او په خپله خوښه د ګډ ژوند ملګري ټاکل او داسې نور؛ نو د کورنۍ یا د کورنۍ د نارینه غړي د عزت په نوم له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، محرومیتونه او حتی وژنې سره کېږي».
اغلې ساپۍ زیاتوي:« ښځې او نجونې د ناموسي وژنو د ډار او وېرې له امله خپل جرات، نوښت او روحیه له لاسه ورکوي او استعداد او د پرېکړې نیونې ځواک یې منجمد کېږي».

کورنی تاوتریخوالی؛ پټه خو پراخه ستونزه
د ټولنیزو ارزونو له مخې؛ په افغانستان کې کورنی تاوتریخوالی د ښځو پر وړاندې تر ټولو پراخه ستونزه ده. وهل ټکول، سپکاوی، بندیزونه او اقتصادي فشار د دغه تاوتریخوالي عامې بڼې دي.
بېسوادي، فقر، جګړې او کمزوری عدلي ملاتړ د دغه ستونزې د دوام ځانګړي لاملونه بلل کېږي.

د نجونو په نامه ډزې؛ د نجونو برخلیک په زور ټاکل
په افغانستان او پښتونخوا کې د نجونو په نامه ډزې او غږ کول هم یو له هغه دودونو دی، چې لاهم په ځينو لرو پرتو سیمو کې دوام لري. دغه دود تر ډېره د کمزورو کورنیو پر وړاندې ترسره کېږي او له مخې یې د نجونو په نامه ډزې کېږي او نجلۍ له رضایت پرته د دغه کس په نوم شي.
د دغه دود له مخې؛ خلک زړه نه ښه کوي چې د هغو نجونو په جرګه ورشي چې غږ پرې شوی وي.
د طالبانو محدودیتونه او ښځې
د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه د بشري حقونو، اسلامي اصولو او ټولنیزو دودونو پر بنسټ یوه له ژورو او جنجالي مسلو څخه ګرځېدلې ده. د نجونو زدهکړو ته نه لاسرسی، د کار او اقتصادي ګډون محدودېدل او د ټولنیز ژوند پر بنسټیزو فعالیتونو بندیزونه د افغانستان په ګڼو برخو کې د عامو خلکو پام ځانته اړولی دی.
د طالبانو چارواکي دغه محدودیتونه د «اسلامي ارزښتونو او عرفي دودونو» سره تړلي بولي؛ خو د اسلام دین اصلي سرچینې لکه قران او احادیث د ښځو د زدهکړې، کار او ټولنیز ګډون ته واضحه اشاره ورکړې ده.
دیني عالمان بیا دغه محدودیتونه د دیني مادو برسېرن تعبیر بولي. شیخ عبدالحمید د کابل یو پېژندل شوی دیني عالم وایي: «اسلام د ښځو زدهکړې فرض ګڼلې دي. د پیغمبر دور کې ښځې لکه حضرت عایشه او حضرت خدیجه د علم او ټولنیزو چارو په ډګرونو کې ونډې اخیستې دي. دا د اسلام برخه ده، نه د ځانګړي تعبیر محصول.»
د یوه اسلامي پوهنتون استاد عبدالرحمان عابدي بیا لیکلي: «په اسلام کې د زده کړې، اقتصادي او ټولنیز ګډون کوم بندیز نهشته. هغه محدودیتونه چې نن زموږ په ټولنه کې لګېدلي، د دین له مخې نه؛ بلکې د سختو ټولنیزو تعبیرونو پایله ده.» د دارالافتاء الکبری نورو اسلامي عالمانو هم په نړۍواله کچه ویلي، چې د نجونو زدهکړې د اسلامي زدهکړو یوه بنسټیزه برخه ګڼل کېږي.

اغېزې او نړۍوال غبرګون
د ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري حقونو بنسټونو راپورونه ښيي، چې د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو د کار محدودېدل او د ټولنیز ژوند محدودیتونه په پراخه کچه د اقتصادي وروسته پاتې کېدو، رواني فشار او ټولنیزې انزوا لامل ګرځي.
د ستونزې ریښې څه دي؟
کارپوهان وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د زیانمنو دودونو او تاوتریخوالي تر شا څو بنسټیز لاملونه پراته دي چې مهم یې اوږده جګړه او ناامني، ژوره بېوزلي، بېسوادي او کم پوهاوی، نارینهمحوره دودیز جوړښت او د قانون کمزوری پلي کېدل دي.
د دوی په وینا؛ دغه لاملونو داسې چاپېریال رامنځته کړی چې پهکې ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې او د ټولنیزو فشارونو تر اغېز لاندې ژوند کوي. د کارپوهانو په باور؛ د دغه شرایطو رواني او ټولنیزې اغېزې هم ژورې دي؛ ډېری مېرمنې له خپګان، وېرې، انزوا او دوامداره رواني فشار سره مخ کېږي، چې دا چاره نه یوازې د هغوی پر شخصي ژوند؛ بلکې د ټولنې پر عمومي ټیکاو او پرمختګ هم منفي اغېز کوي.
د دغه دودونو قربانیانې ډېری وخت له ژور خپګان، اندېښنې، وېرې او ټولنیزې انزوا سره مخ وي. ځینې پېښې ان د ځان وژنې تر کچې رسېږي.
سره له دې چې دغه دودونه کلونه زړې ریښې لري؛ خو ټولنیز بدلون، زدهکړې، پوهاوی او د قانون پلي کېدل کولای شي د ښځو د ژوند حالت بدل کړي. کارپوهان ټینګار کوي، چې د ښځو اقتصادي ځواکمنتیا او زدهکړې د دغه کړکېچ کمولو بنسټیز ګامونه دي.