• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د مارچ ۸مه

د کار نړۍوال سازمان: د ښځو عاید د نارینه‌وو پرتله ۲۰ سلنه کم دی

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د کار نړۍوال سازمان د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ښځې په اوسط ډول د نارینه‌وو پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کم عاید لري.

یادې ادارې په خپلې اېکس‌پاڼې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې شته ننګونو ته په پام کې نیولو سره په دندو کې برابرۍ ته رسېدل ښايي شاوخوا دوه پېړۍ وخت ونیسي.

د کار نړۍوالې ادارې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د کار او عاید توپیر «د نه منلو وړ» بللی او ټینګار یې کړی، چې د جنسیتي برابرۍ له ترلاسه کولو پرته ټولنیز عدالت شتون نه‌شي درلودلی.

یاده اداره په داسې حال کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ کاري واټن د نه منلو وړ بولي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د نجونو پر زده‌کړو سربېره د هغوی پر کار هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز نه یوازې د فردي او ټولنیزو ستونزو لامل شوی، بلکې د هېواد پر عامه برخو او په ځانګړې توګه پر ملي اقتصاد یې هم ژورې او منفي اغېزې کړې دي.

د طالبانو له‌خوا د ښځو ضد دغه ډول اقداماتو ته په کتو د روان کال د لیندۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان وکړ، چې د طالبانو د دغه ډول پالیسیو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته څه باندې یو میلیارد ډالره زیان رسېږي.

امنیت شورا په خپل راپور کې لیکلي و، چې له هرو لسو افغان مېرمنو څخه اته یې له زده‌کړو، کار او مسلکي روزنې څخه بې‌برخې دي.

د ښځو ضد د طالبانو پالیسي د دې لامل شوې، چې افغانستان د ښځو پروړاندې د تر ټولو ناوړه چلند له امله د «ښځو، سولې او امنیت په نړۍوال شاخص» کې د ۱۸۱ هېوادونو په منځ کې ۱۸۱م مقام ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

شفیقه خپلواک: د افغانستان تر ټولو لوی ناورین پر ښځو روان ظلم دی

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې په افغانستان کې پر ښځو روان ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی او همدا موضوع د افغانستان د ستر ناورین لامل ده.

شفیقه خپلواک د مارچ اتمې په مناسبت په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د افغانستان تر ټولو لوی ناورین په افغانستان کې په ښځو روان ظلم دی او یاد ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

نوموړې لیکلي: «د افغانستان تر ټولو لوی بحران همدا دی او د دې بیه به ډېره لوړه پرې کړو».

شفیقې خپلواک همدراز زیاته کړې: «بشري قوه قدرت دی. تعلیم قدرت دی. پوهه قدرت دی. او موږ یې له دې ټولو قدرتونو بې هېڅ دلیل محروم کړی یوو، دا د وطن او ولس په حق کې جفا ده. داسې جفا چې نسلونه به یې ناوان جبرانوي».

نوموړې ویلي، چې د پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره باید نجونې درس ووايي، کار وکړي، فعال سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ګډون ولري.

یادې افغانې شاعرې او لیکوالې دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو ترڅنګ له خپلو ټولو سیاسي، ټولنیزو او کاري حقونو څخه محرومې شوې دي.

ګوترېش: پر ښځو او نجونو پانګونه د نړۍ د ښه کولو تر ټولو باوري لاره ده

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کې پر نړۍ غږ کړی، چې د جنسیتي برابرۍ لپاره ریښتني ګامونه پورته کړي.

نوموړي د مارچ د اتمې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه له بشري حقونو جلا دي او د نړۍ ثبات او پرمختګ په مستقیم ډول پر ښځو او نجونو له پانګونې سره تړلی دی.

ګوترېش په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په نړۍ کې د برابرۍ بهیر خورا پڅ دی او همدا یې وخت دی چې نړۍواله ټولنه د یو داسې نړۍ د جوړولو لپاره کار وکړي، چې په‌کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي وي.

د ښځو نړۍواله ورځ هر کال د مارچ په اتمه نېټه نمانځل کېږي او هڅه کېږي، چې د نړۍ په هر کونج کې ښځې د نارینه‌وو په شان مساوي حقونه ولري.

ملګري ملتونه: که نړۍ د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي نو بدلون ممکن دی

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د شنبې په ورځ د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې پر اېکس‌پاڼه په یوه خپور کړي پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د افغان ښځو او نجونو پر مخ د عامه ځایونو تړل او پر هغوی محدودیتونه باید په عادي چارو بدل نه‌شي.

ملګري ملتونه په دې باور دي، چې که نړۍ د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي، نو بدلون ممکن دی.

یاد سازمان تر دې وړاندې هم په یوې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز یوه بې‌ساري پېښه بللې وه او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي، چې د نړۍوالو سازمانونو په کاري چاپېریال کې د ښځو د فعالیتونو بندیز دې سمدستي لغوه کړي.
د ښځو نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې پر داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته میلیونونه نجونې له زده‌کړو محرومې شوې، په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی او د طالبانو د امربالمعروف وزارت له‌خوا په ټولنه کې د ښځو پر حضور او د هغوی پر ازاد تګ‌راتګ سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

طالبانو په کابل کې د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې لپاره د یوه روغتون د جوړولو خبر ورکړ

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې رییس شهاب‌الدین دلاور وایي، ډېر ژر به په کابل کې د زړه د سوري ناروغۍ لرونکو ماشومانو لپاره د درملنې یو روغتون پرانیزي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د افغاني سرې میاشتې د رییس شهاب‌الدین دلاور له قوله راپور ورکړی، چې ډېر ژر به په کابل کې د زړه د سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون پرانیزي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه یې د زړه په سوري ناروغۍ د اخته دوه زره ماشومانو درملنه ترسره کړې ده.

پر همدغه مهال د سرې میاشتې ادارې ویلي، چې تازه یې له هند سره هوکړه کړې ده چې له‌مخې به یې ۱۵ هغه ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي د درمنلې لپاره هند ته ولېږدول شي.

د سرې میاشتې ادارې ویلي، دمګړی ۱۵زره ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي د یادې ادارې له‌خوا ثبت شوي دي.

د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه تر ډېره د جرمني هېواد په همکارۍ ترسره کېږي او ګڼ کسان د خپلو ماشومانو د درمنلې لپاره په کلونو کلونو انتظار کوي، تر څو ماشومان یې بهرني هېواد ته د درملني لپاره لېږدول شي.

یوه خوستۍ نجلۍ وایي که د ښځو پر زده‌کړو بندیز نه‌وای اوس به ډاکټره وه

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰
•
زیار خان یاد

عایشه (مستعار نوم) د خوست یوه ځوانه نجلۍ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د طب پوهنځي د لومړي کال زده‌کړیاله وه، خو د ملا هبت‌الله بندیزونو یې د ژوند مسیر بدل کړ او اوس له مجبوریته خیاطي کوي. هغه په ژړغوني غږ وایي: «که دا بندیزونه نه‌وای، سږ کال به زه فارغه شوې وای».

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د ملا هبت‌الله بندیز میلیونونه افغان نجونې له ژور خپګان، ناهیلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ کړې دي چې عایشه هم له دې ډلې یوه هغه ده. هغه وایي: «کله چې ما د کانکور ازموینه ورکړه نو طب ته کامیابه شوم، یوه نړۍ خوښي مې په زړه او دماغ خپره وه او هغه ارمان ته رسېدلې وم چې کلونه مې په خوبونو کې لیده».

د نوموړې په خبره، په ناببره توګه د طالبانو د مشر بندیز د هغې دا خوښي وتروړله او داسې یې انګېرله لکه سېلاب چې پسې اخیستې وي او د «خلاصون هېڅ لاره» نه‌لري. هغه باور نه‌لري، چې ګوندې د طالبانو په واکمنۍ کې دې نجونې یو ځل بیا د پوهنتونونو په دروازو ورننوزي.

عایشې د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې که بندیزونه نه وای، اوس به څه وه او څه به یې کول؟ وویل: «اوس به مې د طب پوهنځي د وروستي کال ازموینې وای، د تېرو کلونو یادښتونه او خاطرې به مې را ټولولې، نوې هیلې به مې کرل او څو کاله وروسته به په کوم روغتون کې د خپلې خاورې د خلکو په خدمت کې وم. په سپینه چپن کې به مې ځان د ژوند او هیلو د ژغورونکې په توګه لیده».

دا خوستۍ نجلۍ له یوې بې‌وزلې کورنۍ سره تړاو لري، پلار یې مزدوري کوي او په ډېرې سختۍ د کور لګښتونه برابروي. د عایشې په خبره، پلار یې چې څه ګټلي، نو د دوی زده‌کړو ته یې هم په‌کې ځانګړې برخه کړې، خو دومره توان یې نه درلود چې د لوړو زده‌کړو لپاره یې کوم بهرني هېواد ته ولېږي.

عایشه اوس د طبي کتابونو د لوستو پر ځای کرۍ ورځ د خیاطۍ له ماشین، ستنې، تار او ټوکر سره بوخته وي. هغې تر بندیزونو وروسته د خلکو جامو ګنډلو ته مخه کړې، چې اوس یې چندان بازار او ګټه وټه هم نشته. هغې وویل: «اوس د خیاطۍ هغه پخوانی خوند پاتې نه‌دی، خو بیا هم د کلیوالو ښځو، نجونو او خاص د هغو نجونو چې ودونه یې وي، ورته جامې، ټیکري او نور فرمایشي شیان ګنډم».

د نړۍ معتبرو دیني عالمانو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز له غندلو سربېره ننګولی هم دی او دا یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی. دا ډله د همدې بندیزونو له کبله په نړۍواله کچه له انزوا، بندیزونو او سختو محدودیتونو سره مخ ده.

په کور دننه افغان دیني عالمان او سیاستوال هم له زده‌کړو د افغان نجونو محرومه کول ظالمانه چاره بولي او نیوکې کوي، چې طالبان غواړي په لوی لاس افغاني ټولنه د تیارو کندې ته وغورځوي. له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دغه ډلې نورو لوړپوړو چارواکو بیا ویلي، چې د نجونو زده‌کړو د بندیز مسله تر «امر ثاني پورې» ده او د شرایطو تر برابرېدو وروسته به د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د دوی پرمخ پرانېستل شي، خو د دغه «امر ثاني او د شرایطو برابرېدو» شاوخوا ۵ کاله پوره کېدونکي دي، مګر لا هم شرایط ورته نه‌دي برابر شوي او داسې برېښي چې دغې ډلې ته دا مسله لومړیتوب نه‌لري.

بلخوا، د زده‌کړو فعالان د طالبانو دغه څرګندونې غولوونکې، فریبکارانه او له منطق څخه لرې ګڼي. فعالان وایي، طالبان چې ځان یو حکومت ګڼي، نو څنګه په نږدې پنځو کلونو کې د نجونو د زده‌کړو لپاره شرایط او چوکاټ نه‌شي جوړولی. د دوی په خبره، پر کابل واکمنه ډله د خپل افراطي دریځ له کبله په بشپړه توګه د نجونو د زده‌کړو مخالفه ده او ترڅو چې د دغه ډلې واکمني وي، نو د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو دروازې هېڅ‌کله خلاصې نه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې هم بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوې دي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.