• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي رضا بیکدلي: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز بهیر بې له ځنډه دوام لري

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریز بهیر بې له ځنډه دوام لري. نوموړی زیاتوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په تیرو ۴۸ کلونو کې د کومې جګړې یا بهرنۍ مداخلې له امله اغیزمنه شوې نه ده.

په کابل کې د ایران سفارت نن شنبه، د کب پر ۱۶مه پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ایران سفیر ډاډ ورکړی، چې د ایران حکومت په سرحدونو کې د وارداتو او صادراتو لپاره ځانګړي اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.

رضا بیکدلي ټینکار کړی، چې د ایران استازي په خپل ټول ځواک سره د دواړو هیوادونو سوداګرو ته خدمت کوي.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په عادي ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی راغلی.

مجاهد له ملي سوداګرو غوښتي و، چې له کوم دلیل پرته د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه کړي.

له دې وړاندې د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې د توکو احتکار له امله لسګونه دوکانونه تړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۲

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

۴

واشنګټن پوسټ:رحمان‌الله لکڼوال په زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب له امله روغتون ته لېږدول شوی

۵

درېیمه استازې؛ ملګري ملتونه د ښځینه استازو په ټاکلو طالبانو ته څه پیغام ورکوي؟

•
•
•

نور کیسې

په منځني ختیځ کې د کړکېچ امله؛ د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۰
په منځني ختیځ کې د کړکېچ امله؛ د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو، مالیې او پټرولیم وزیرانو د یوې خبري ناستې پر مهال په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د تېلو په بیو کې زیاتوالی اعلان کړ. د پاکستان حکومت د تېلو په بیو کې نوی بدلون نن شپه ناوخته ۱۲ بجې (جمعه د کب ۱۵مه) اعلان کړ.

د پاکستان حکومت د پټرول او ډېزل په بیو کې په هر لیټر کې څه باندې ۵۵ کلدارې زیاتوالی اعلان کړی او اوس په پاکستان کې د هر لیټر پټرول بیه ۳۲۱ کلدارې او ۱۷ پیسې او د یو لیټر ډیزل بیه ۳۳۵،۸۶ کلدارې ټاکل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي: «په سیمه کې د جګړې وضعیت دی، د تېلو بیې اسمان ته ختلي، لومړی وزیر په دې اړه ډېر اندېښمن دی او نن یې په خپله پر دې غونډه وکړه، څو وضعیت وڅېړي».

نوموړي ویلي، پاکستان هڅه کوي، چې له خپلو متحدینو سره په ګډه روان کړکېچ کم کړي، خو لا هم څرګنده نه‌ده، چې روان حالت به څومره وخت ونیسي.

له دې سره سم، د پاکستان د پټرولیم وزیر علي پرویز ملک وویل: «په دې کې شک نه‌شته چې موږ له غیر عادي حالاتو تېریږو، په ګاونډ کې بل شوی وضعیت ټوله سیمه متضرره کړې ده. موږ د حالاتو مطابق خپلې زېرمې زیاتې کړې دي او هڅه کوو چې د یوه دولت په توګه دا چاره په حکمت سره پر مخ یوسو».

نوموړي ویلي، چې د پاکستان حکومت د تېلو د بیو لوړولو پړېکړه د مجبوریت له‌مخې کړې او ژمنه یې وکړه، چې د وضعیت له ښه کېدو سره به بېرته د تېلو بیې راټیټې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قرغزستان سره د سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې کړي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۰
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قرغزستان سره د سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې کړي
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قرغزستان د سفارت له سوداګریزې اتشې او د یاد هېواد د سوداګرۍ خونې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو تر منځ د همکاریو پر زیاتوالي تفصیلي خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې هڅه کوي له قرغزستان سره د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د افغاني محصولاتو لپاره نوي بازارونه ومومي او د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې او د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو شخړو ته په کتو ښکاري، چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ عادي کېدل ډېر وخت ونیسي.

په ورته مهال پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ له بندېدو وروسته د افغانستان تکیه تر ډېره پر ایران او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو ده.

طالبان وایي د خواف–هرات له لارې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول روانه ده

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۰
طالبان وایي د خواف–هرات له لارې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول روانه ده
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران نه د توکو واردات او سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول دوام لري او تراوسه په‌کې هېڅ ډول ځنډ نه‌دی راغلی.

د هغه په وینا؛ د تېرې ورځې په اوږدو کې ټولټال ۹۴ واګونونه سوداګریز توکي د هرات ولایت روزنک تم‌ځای ته رسېدلي دي. مجاهد زیاته کړې، تېره شپه هم یو بل رېل ګاډی له ایران نه روزنک تم‌ځای ته ورسېد چې په‌کې ۳۷ واګونونه ګاډر اوسپنه او ۹ واګونونه بوره شامله وه.

د هغه په خبره؛ په دغه بار کې خوراکي، ودانیز او سون توکي شامل دي. هغه وایي، د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال د ایران په خاوره کې سلګونه واګونونه نور هم افغانستان ته پر لاره دي او تمه کېږي، چې په عادي ډول به هېواد ته وارد شي.

هغه له سوداګرو غوښتي، چې د روانو حالاتو له امله د توکو بیې لوړې نه‌کړي او د بازار ثبات وساتي. دا په داسې حال کې ده، چې ایران څو ورځې وړاندې اعلان کړی و د روانې جګړې له امله به خپل صادرات په لنډمهالي ډول وځنډوي.

هرات کې د ایران قونسل: له افغانستان سره د توکو لیږد لا هم روان دی

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۰
هرات کې د ایران قونسل: له افغانستان سره د توکو لیږد لا هم روان دی
100%

په هرات کې د ایران قونسل، علي رضا مرحمتي، وایي چې سره له دې چې په ایران کې کړکیچونه او جګړې روانې دي خو د ایران او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو ټرانزیټ لا هم روان دی.

هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د ایران په ځینو بندرونو کې د امریکا او اسراییل د ګډو حملو له امله ممکن ځینې ستونزې رامنځته شوي وي، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ هڅې دوام لري.

قونسل مرحمتی زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرو له‌خوا اخیستل شوي توکي د لېږد په بهیر کې دي او د ویزو د وېش بهیر هم روان دی. هغه همدارنګه وویل چې د جګړې له امله د ویزو د غوښتونکو شمېر لږ شوی دی.

مرحمتی له څخه د ایران څخه د افغان کډوالو د ستنېدلو د زیاتوالي خبر هم ورکړ او ویې ویل چې احتمال لري دا بهیر په راتلونکو ورځو کې نور هم زیات او چټک شي.

په ورته وخت کې، ځینو ځایي سرچینې راپور ورکړی چې د ایران د کړکېچونو او د پاکستان سره د تګ راتګ د لارو د تړل کېدو له امله، په لویدیځو ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

سرچینې وایي چې مخکې د لویدیځو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره اړین اوړه په لویه کچه د قزاقستان او پاکستان له لارې واردېدل، خو اوس یې بیې لوړې شوي دي. د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې د ۴۰کیلوګرامه بوجۍ اوړو بیه ۱۱۰۰ افغانی وه، خو اوس ۲۰۰افغانی زیاته شوې او ۱۳۰۰افغانی ته رسېدلې ده.

طالبان وایي تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

۱۴ کب ۱۴۰۴ - ۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰
طالبان وایي تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې (د کب میاشتې له ۸مې تر ۱۲مې نېټې) پورې ۱۲۷زره او ۶۵۰ مټریک ټنه انتقالات شوي‌ دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه انتقالات په ډاډمنه او منظمه توګه دوام لري.

د هغه په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) ویلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۸۸زره او ۱۸۶ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰زره او ۷۶۹ ټنه، د تورغونډۍ له لارې۱۴زره او ۱۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴زره او ۵۷۲ ټنه انتقالات شوي.

د هغه په خبره؛ په دغه انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي. حق شناس دا هم ویلي، تېره اونۍ یې ۲۶۵ ټنه صادرات ترسره کړي چې لویه برخه یې کاني ډبرې او وچه مېوه جوړوي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې له ټرانزیټي لویو لارو نه د انتقالاتو په بهیر کې سوداګرو او باوړونکو موټر چلوونکو ته مناسب او خوندي شرایط برابر کړي. تېره اونۍ د طالبانو یادې ادارې ویلي و، چې د روان ۱۴۰۴کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېرکال د ورته مودې پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی. دوی زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې بېلابېلو هېوادونو ته ۷۱زره ټنه سوداګریز توکي صادر کړي.