ټي ټي پي د پاکستان پوځ خلاف د «خیبر» په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خیبر په نامه خپل پسرلني کلني جګړه ییز عملیات اعلان کړل. یادې ډلې ویلي، چې تېر الخندق عملیات یې بریالي ول او دا ځل به د خیبر په نامه نویو عملیاتو کې د پاکستان د پوځ پر ضد خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.
د تحریک طالبان پاکستان په اعلامیه کې راغلي، چې د خیبر په نامه عملیات ددې ډلې د مشرتابه په امر اعلان شوي دي.
د افغان طالبانو د بیا ځلی واک ته رسېدلو سره پاکستان شکایتونه کوي، چې دوی د ټي ټي پي ملاتړ کوي او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي خو افغان طالبانو د پاکستان دا ادعا تل رد کړې ده.
