• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المرصاد: په کندوز کې د کابل بانک د برید طراح په پېښور کې وژل شوی

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۲۶ GMT+۰

د طالبانو اړوند رسنۍ المرصاد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د داعش خراسان څانګې یو مهم عملیاتي طراح زلمی بدخشي د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په شاه کڅ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

په راپور کې راغلي، باخبره امنیتي سرچینو ویلي زلمی بدخشي چې د داعش خراسان څانګه کې د «سلمان» په نوم هم پېژندل کېده، د یادې ډلې یو مهم عملیاتي طراح و. د سرچینو په وینا؛ نوموړی د ۲۰۲۵کال په اکتوبر میاشت کې له افغانستان څخه تښتېدلی او د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې مېشت شوی و، چې د داعش فعال مرکزونه بلل کېږي.

د المرصاد د راپور له مخې؛ بدخشي د ۲۰۲۵کال (د فبرورۍ په ۱۱مه) په کندوز ښار کې د کابل بانک پر یوې څانګې د ترسره شوي برید په طرحه او تنظیم کې مستقیم لاس لاره.

سرچینې زیاتوي، چې له افغانستان او بلوچستان نه د داعش تر ځپلو وروسته د یادې ډلې غړو خپل ځینې مرکزونه د تیرا جبارمیلې، توردرې، اورکزیو او شلمان سیمو ته انتقال کړي دي.

المرصاد همداراز ادعا کوي، (د فبرورۍ په ۲۸مه) د تیراه په توردره سیمه کې د دغې ډلې پر مرکزونو عملیات شوي چې په‌کې لس داعش جنګیالي وژل شوي دي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې المرصاد راپور ورکړی و چې د مارچ په لومړۍ نېټه د اورکزیو په غلجو، تورکاڼي او نریک سیمو کې په یوه بل برید کې د حاجي الرحمان (ابو ناصر) او ملا فاروقي په نومونو د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون نهه داعشیان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بندیزونو په ټاټوبي کې د هېلو څرک؛ په کندهار کې د نجونو د یوه پټ ټولګي د ښوونکې مېړانه

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۰
•
عبدالله همیم

دا راپور په کندهار کې د یوې داسې مبارزې ښوونکې ژوند انځوروي چې د محدودیتونو او بندیزونو په تورو تیارو کې یې د نجونو د پوهې ډېوه بله ساتلې ده.

مریم د امنیتي ګواښونو، رواني فشارونو او سختو اقتصادي ستونزو په ګاللو سره، د افغان نجونو د راتلونکي ژغورلو لپاره خپل هوډ نه دی بایللی او په پټه خپل علمي رسالت ته دوام ورکوي. د مریم او هبت‌الله د کورونو ترمنځ یوازې یو کیلومتر واټن دی، خو په یوه کې د نجونو د زده‌کړو د منع کولو فرمان صادرېږي او په بل کې بیا مریم د همدې فرمانونو د ماتولو لپاره نجونو ته د تعلیم ډېوه بلوي.

د کندهار ښار په یوه څنډه کې د خامه او لوړو دېوالونو تر شا د پوهې ډېوې لا هم بلې دي او هره ورځ شاوخوا ۲۵ نجونې په یوه خامه کور کې د زده‌کړو لپاره راټولېږي.
مریم (مستعار نوم) چې ۲۷ کاله عمر لري، له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. هغې د خپل کور د یوې خونې یوه څنډه د خپلو زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کړې ده او د هغو فرمانونو پر ضد مبارزه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګوي.

مریم له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، هره شېبه د دې وېره ورسره وي چې که طالبان خبر شي، برخلیک به یې څه وي؟

مریم وايي: «کله چې په کوڅه کې ګڼه ګوڼه احساس کړم، د زړه درزا مې زیاتېږي. شاګردانې مې هم وارخطا کېږي، خو موږ ژر کتابونه پټوو او ځان داسې ښیو چې ګواکې مېلمنې راغلې دي».

د دغه پټ ټولګي چلول یوازې فزیکي ستونزه نه ده، بلکې یوه لویه رواني مبارزه هم ده. مریم وایي، چې ډېرځله د شپې د خپل فعالیت د افشا کېدو په خوبونو کې له یوې وېروونکې نړۍ سره مخ کېږي، خو زیاتوي چې د خپلو زده‌کوونکو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره خپله دا وېره په لوی لاس له هغوی څخه پټوي.

مریم وايي: «زه خو ۲۴ ساعته نارامه یم. همدارنګه نجونې هم روحا ارامې نه دي او تل په فکرونو کې ډوبې وي، له ډاره او د خپل امنیت او راتلونکې په اړه سختې اندېښمنې دي. ځکه موږ هره شېبه د دې انتظار باسو چې خدای مکړه کومه بده پېښه راسره ونه‌شي»

مریم وايي، د دې لپاره چې هم خپل او هم د زده‌کوونکو امنیت یې ډاډمن شي، ټولې زده‌کوونکې پر یوه وخت له ټولګي څخه نه رخصتوي: «د دې لپاره چې څوک شک ونه‌کړي، خپلې زده‌کوونکې مې په دوو ګروپونو وېشلې دي او دوو وختونو کې زموږ کور ته راځي او هغه هم باید له دوو څخه اضافه نه وي. دوی له ځان سره دیني کتابونه هم لري د دې لپاره چې څوک شک پرې ونه‌کړي».

یاده کندهارۍ پېغله وايي، چې د فعالیت په لومړیو ورځو کې د نجونو کورنیو ورباندې باور نه کاوه او د خپلو اولادونو او د کورنیو د غړو د امنیت په اړه سخت اندېښمن وو، خو تر ډېره بریالۍ شوې ده چې د نجونو کورنیو ته یې د زده‌کړو د دوام او مبارزې لپاره قناعت ورکړی.

مریم د خپل فعالیت د لومړیو ورځو په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «په لومړیو ورځو کې ډېره ستونزمنه وه، ځکه اکثره کورنیو د خپلو نجونو د امنیت په اړه سخته اندېښنه لرله. داسې ډار یې درلود چې ښايي خویندې یا لوڼې یې تعقیب شي. لومړی مې خپل صنف د خیاطۍ په نوم فعاله کړ، کرار کرار مو تدریس ورته پیل کړ، ځکه زړه مې ډاډه شو چې د چا له‌خوا نه تعقبېږو او د نجونو د کورنیو هم باور زیات شوی وو. خو اوس هم له څار څخه خوندي نه یو، په لومړیو ورځو کې طالبان زما د زده‌کوونکو کورونو ته ورتلل او د هغوی کورنۍ ته یې ویل چې ستاسو نجونې له خپله کوره وځي او څو ساعتونه د ګاونډي کور کې تېروي او د دوی دا کار دوامداره دی. هغوی څخه یې پوښتنې کولې چې دغه نجونې په دې کور کې څه کوي؟ ایا تاسو خبر یاست چې هغوی څه کوي...؟».

مریم وايي، د هغې د زده‌کوونکو د قرطاسیې په برخه کې ډېره ونډه یې د ورور په غاړه ده، ځکه نوموړې له خپلو زده‌کوونکو څخه د تدریس په بدل کې هېڅ پیسې نه اخلي. مریم وايي: «له زده‌کوونکو څخه پیسې نه اخلم، ځکه ډېرۍ نجونې له خپلو کورنیو په پټه دلته د زده‌کړو لپاره راځي، نو که پیسې ترې وغواړم ښايي د کورنۍ نارینه یې له زده‌کړو څخه منع کړي او همدا دروازه به یې هم پر مخ وتړل شي».

مریم له نړۍوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو د زده‌کړو او په کورونو کې د پټو ښوونځیو لپاره دې له داسې تګلارو څخه استفاده وکړي، چې طالبان یې مخنیوی ونه‌شي کړای.

نوموړې وايي، که نړۍواله ټولنه د ښځو لپاره په کورونو کې د خیاطۍ زده‌کړو په څېر کورسونه پیل کړي، خو تر شا یې د سواد زده‌کړو لپاره هم ملاتړ وشي، ښايي د ګڼو نجونو د زده‌کړو د دوام هیله ژوندۍ وساتل شي، ځکه په تش لاس ښايي د زده‌کړو دغه پټه مبارزه په ټپه ودرول شي.

مریم دا پټ ښوونځی په داسې یوه نازک او ترینګلي وخت کې پرانیستی دی، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیل څخه سملاسي وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې وتړلې. د دوی دغه پرېکړه چې د یوه «امر ثاني» تر صادرېدو پورې د نجونو د زده‌کړو د نامعلوم ځنډ لامل شوه، په زرګونو نجونې د خپل راتلونکي په اړه له مایوسۍ سره مخ کړې دي، خو مریم د دغه جبري ځنډ پروړاندې د مقاومت لاره غوره کړه او د خپلو زده‌کوونکو لپاره یې د پوهې د ترلاسه کولو یوه پټه لار پرانیستله.

خواجه اصف: طالبان یوازې د اسلام نوم کاروي، خو د مسلمانانو ځانګړنې نه‌لري

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۴ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو د دفاع وزیر هغو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی چې نوموړي ویلي و که کابل ناامنه، اسلام‌اباد به هم ناامنه شي. نوموړي د طالبانو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان یوازې د اسلام له نامه ناوړه ګټه پورته کوي، خو په عمل کې د مسلمانانو له بنسټیزو ځانګړنو بې‌برخې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د څرګندونو په غبرګون ویلي، چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره سم د پاکستان پروړاندې د یادې ډلې جګړه پیل شوې ده.

نوموړي همداراز طالبان په جوماتونو کې د لمونځ‌کوونکو او بې‌ګناه پاکستانیانو په وژنه تورن کړل.

خواجه اصف زیاته کړې: «دوی له ډېره پخوا راهیسې په بې‌رحمۍ او بې‌شرمۍ سره زموږ پر ښارونو بریدونه کوي؛ بې‌ګناه وګړي وژني، جوماتونه ویجاړوي او لمونځ‌کوونکي د لمانځه پرمهال وژل کېږي».

خواجه اصف ویلي، چې طالبان یوازې د اسلام نوم کاروي، خو د مسلمانانو هغه ځانګړنې نه‌لري چې په قران کې یې تعریف شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که کابل ناامنه شي، نو اسلام‌اباد به هم ناامنه شي.

همدارنګه ملا یعقوب مجاهد ویلي، چې پاکستان له دې ډلې څخه غوښتې چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت و پېژني.

خو نوموړي ویلي چې د خواجه اصف په ګډون یې پاکستاني چارواکو ته یې ویلي وو، چې نه د افغانستان پخوانیو حکومتونو دا کرښه په رسمیت پېژندلې او نه یې طالبان په رسمیت پېژني.

ملا یعقوب مجاهد ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان فشارونه او بمبارۍ د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو لپاره د زمیني برابرولو او منلو په موخه ترسره کېږي.

د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغان ښځې له بې‌ساري درد او بې‌عدالتۍ سره مخ دي

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰

په جنېوا کې د افغانستان د جمهوري نظام دایمي استازولۍ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د ښځو لاسته راوړنې نمانځي، خو په افغانستان کې مېرمنې د تاریخ له تر ټولو سخت او سیستماتیک خذف سره مخ دي.

د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په جنېوا کې د افغانستان د جمهوري نظام دایمي استازولۍ اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې ښځې له عامه ژوند څخه په داسې ډول اېستل کېږي، چې په عصري تاریخ کې یې بېلګه نه لېدل کېږي.

اعلامیه زیاتوي: «د طالبانو تر غرقانوني واکمنۍ لاندې، مخ په زیاتېدونکو فرمانونو افغان نجونې او ښځې له خپلو ټولو اساسي حقونو له زده کړې، کار او تګ راتګ څخه بې برخې کړې دي».

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو په نوي جزايي اصولنامې سره د ښخو پر وړاندې تبعیض نور هم بنسټیزز کړی او د کنټرول سیستم یې په ورځنې ژوند کې عملي کړی دی.

په جنېوا کې د افغانستان دایمې استازولۍ پر نړېوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې روانه چوپتیا پای ته ورسوي، ځکه هېڅ ټولنه د خپلو نیمايي وګړو له حضور پرته باثباته راتلونکی نه شي جوړولی.

په ورته مهال په اعلامیه کې په افغانستان کې دننه د هغو ښځو مبارزه ستایلي، چې د طالبانو د سختو قوانینو او فرمانونو په وړاندې لارو او کوڅو ته راوځي او د یادو قوانینو او طالبانو پر ضد شعارونه ورکوي.

د مارچ اتمه په داسې حال کې نماځل کېږي، چې د افغانستان میلیونونه ښځې د طالبانو له‌خوا له زده، کړو، کار، محرم پرته سفر، سوداګرۍ او نورو برخو کې له سختو بندیزونو سره مخ دي. افغان مېرمنو د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څو میاشتو کې د طالبانو د یادو سختو بندیزونو په وړاندې لاریونونه وکړل، خو ‍د ښځو یاد لاریونونه د طالبانو له‌خوا وځپل شول او ګڼې ښځې زندان ته واستول شوي.

د کار نړۍوال سازمان: د ښځو عاید د نارینه‌وو پرتله ۲۰ سلنه کم دی

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د کار نړۍوال سازمان د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ښځې په اوسط ډول د نارینه‌وو پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کم عاید لري.

یادې ادارې په خپلې اېکس‌پاڼې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې شته ننګونو ته په پام کې نیولو سره په دندو کې برابرۍ ته رسېدل ښايي شاوخوا دوه پېړۍ وخت ونیسي.

د کار نړۍوالې ادارې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د کار او عاید توپیر «د نه منلو وړ» بللی او ټینګار یې کړی، چې د جنسیتي برابرۍ له ترلاسه کولو پرته ټولنیز عدالت شتون نه‌شي درلودلی.

یاده اداره په داسې حال کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ کاري واټن د نه منلو وړ بولي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د نجونو پر زده‌کړو سربېره د هغوی پر کار هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز نه یوازې د فردي او ټولنیزو ستونزو لامل شوی، بلکې د هېواد پر عامه برخو او په ځانګړې توګه پر ملي اقتصاد یې هم ژورې او منفي اغېزې کړې دي.

د طالبانو له‌خوا د ښځو ضد دغه ډول اقداماتو ته په کتو د روان کال د لیندۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان وکړ، چې د طالبانو د دغه ډول پالیسیو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته څه باندې یو میلیارد ډالره زیان رسېږي.

امنیت شورا په خپل راپور کې لیکلي و، چې له هرو لسو افغان مېرمنو څخه اته یې له زده‌کړو، کار او مسلکي روزنې څخه بې‌برخې دي.

د ښځو ضد د طالبانو پالیسي د دې لامل شوې، چې افغانستان د ښځو پروړاندې د تر ټولو ناوړه چلند له امله د «ښځو، سولې او امنیت په نړۍوال شاخص» کې د ۱۸۱ هېوادونو په منځ کې ۱۸۱م مقام ترلاسه کړي.

شفیقه خپلواک: د افغانستان تر ټولو لوی ناورین پر ښځو روان ظلم دی

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰

شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې په افغانستان کې پر ښځو روان ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی او همدا موضوع د افغانستان د ستر ناورین لامل ده.

شفیقه خپلواک د مارچ اتمې په مناسبت په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د افغانستان تر ټولو لوی ناورین په افغانستان کې په ښځو روان ظلم دی او یاد ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

نوموړې لیکلي: «د افغانستان تر ټولو لوی بحران همدا دی او د دې بیه به ډېره لوړه پرې کړو».

شفیقې خپلواک همدراز زیاته کړې: «بشري قوه قدرت دی. تعلیم قدرت دی. پوهه قدرت دی. او موږ یې له دې ټولو قدرتونو بې هېڅ دلیل محروم کړی یوو، دا د وطن او ولس په حق کې جفا ده. داسې جفا چې نسلونه به یې ناوان جبرانوي».

نوموړې ویلي، چې د پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره باید نجونې درس ووايي، کار وکړي، فعال سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ګډون ولري.

یادې افغانې شاعرې او لیکوالې دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو ترڅنګ له خپلو ټولو سیاسي، ټولنیزو او کاري حقونو څخه محرومې شوې دي.