• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونسکو په منځني ختیځ کې د جګړو پر پایلو اندېښنه څرګنده کړه

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو روزنیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتېدونکو جګړو په ترڅ کې د زده‌کړې، کلتور، رسنیو او چاپېریال ساتنې د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

یونسکو په تهران، تل‌ابیب او صور (لبنان) کې د یو شمېر هغو مهمو کلتوري ودانیو زیانمنېدو ته په اشارې سره چې د دغه سازمان د نړۍوالو میراثونو په نوملړ کې ثبت شوې وې، زیاته کړه چې د سیمې په نورو هېوادونو او له هغې بهر په ځانګړې توګه په ارمنستان، اذربایجان، بحرین، قبرس، عراق، اردن، کویټ، عمان، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سوریې، ترکیې، متحده عربي اماراتو او یمن کې هم یو شمېر نور ځایونه د ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان همداراز په ګوته کړه، چې ښوونیز ځواک، زده‌کوونکي، زېربناوې او همدارنګه د رسنیو او علمي چارو تاسیسات په زیاتېدونکي ډول د سیمې په ځینو برخو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له ناوړه پایلو سره مخ دي.
یونسکو له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې له زغم څخه دې کار واخلي او د ټولنې د ټولنیزو بنسټونو په توګه د زده‌کړې، کلتور، رسنیو، علومو او چاپېریال ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.
دغه سازمان اعلان وکړ، چې د نړۍوال میراث په نوملړ کې یې د موجودو ځایونو، د ملي ازمایښتي لېستونو او همدارنګه د پرمختللې ساتنې لاندې ځایونو جغرافیایي مختصات یې ټولو لوریو ته رسولي دي او دغه کار ته به دوام ورکړي، ترڅو د هر ډول احتمالي زیان د مخنیوي لپاره ټول اړین احتیاطي ګامونه واخیستل شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و