• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د مارچ ۸مه

حامد کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۶ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې باید ژر تر ژره پرانیستل شي او ښځو ته د کار او ټولنیز حضور زمینه برابره شي؛ څو د هېواد پرمختګ او ځان بسیا تضمین شي.

کرزي د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پهایکس په خپاره کړي پیغام کې د افغان ښځو تاریخي مبارزې او هڅې ستایلي او وایي، چې ښځو د هېواد د پرمختګ او ودې په بېلابېلو پړاوونو کې د نارینه‌وو ترڅنګ مهمه ونډه اخیستې ده.

نوموړي ویلي: «افغان ښځو د افغانستان د پرمختګ او غوړېدو لپاره تل مهم او ارزښتناک رول لوبولی دی.»

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د ټولنې د اوسنیو اړتیاوو پوره کول او د هېواد راتلونکی پرمختګ د ښځو فعال حضور ته اړتیا لري. کرزي زیاته کړې چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار زمینه باید برابره شي، څو افغانستان د خپلو اولادونو په استعداد او وړتیاوو تکیه وکړي او له بهرنیو مرستو د اړتیا له حالت څخه ووځي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یونیسف د ښځو نړیوالې ورځ په تړاو: د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز دې سمدستي لرې شي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونسف)ویلي چې د دې ادارې ښځینه افغان کارکوونکې له شپږو میاشتو راهیسې خپلو دفترونو ته له تګ منع شوې دي او غوښتنه یې کړې چې دا بندیز باید سمدستي لرې شي.

یونیسف افغانستان د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پهایکس په خپور کړي پیغام کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د حقونو، عدالت او عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ادارې ویلي چې د دوی ښځینه ملي کارکوونکو ته له تېرو شپږو میاشتو راهیسې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. یونیسف ټینګار کړی چې دا بندیز باید ژر تر ژره لرې شي.

یونیسف همداراز زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو ونډه د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ډېره مهمه ده او د دوی له ګډون پرته د مرستندویه خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو د پای ته رسولو بېړنی اقدام اړین دی

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، د طالبانو تر واکمنۍ څلور کاله وروسته هم افغانستان د بشري حقونو او ښځو پر وړاندې د پراخو سرغړونو او سانسور په یوه کړکېچن حالت کې دی.

دغه سازمان ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید بېړنۍ، متحدې او جدي هڅې وکړي؛ څو د افغان ښځو او خلکو حقونه خوندي شي او د سرغړونو دوام ته د پای ټکی کېښودل شي. یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان خلک په پراخه کچه د بشري حقونو د سرغړونې ښکار شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «ښځو ته د ژوند هر اړخ بند شوی، شکنجه، ناسم چلند، تښتونې، زنداني کول او سانسور په بې‌ساري ډول دوام لري. د ښځو د ازادۍ، سیاسي ګډون او ټولنیز حضور محدودیتونه لاهم پرځای دي».

د اعلامیې له مخې؛ د طالبانو له‌خوا بدني سزاوو بېرته د بیا پیلولو او د خپلواک قضایي سیسټم د نشتوالي له کبله قربانیان د عدالت ترلاسه کولو هیڅ لار نه‌لري. په دغه اعلامیه کې د بشري حقونو فعالې ترینا ودود له قوله ویل شوي: «دا حیرانوونکې ده، چې نړۍواله ټولنه لاهم تمه لري طالبان به د بشري حقونو درناوی وکړي».

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د څار لپاره یو متحد او ځواکمن مېکانيزم جوړ کړي؛ څو د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي، د تبعیض ختمولو لپاره فشار راوړي او د بدني سزاوو د پای ته رسولو او د خپلواک قضایي سیسټم د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

سمیع سادات وایي افغان ښځې د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو مشر جنرال سمیع سادات د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې پر ښځو سخت بندیزونه لګېدلي؛ خو د هغوی مبارزه ګټوره او الهام بښوونکې ده.

نوموړي زیاته کړې:« زموږ ګډه هڅه به افغانستان د طالبانو له ظلم ازاد کړي او عدالت ته به لاره هواره کړي». هغه پر اېکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د محدودیتونو پرضد خپل دریځ څرګند کړی.

نوموړی په دغه ویډیو کې وایي: «نن د افغانستان دننه پر ښځو سخت بندیزونه روان دي، دغه بندیزونه نه اسلامي، نه افغاني او نه هم انساني دي؛ بلکې د ظالمو ملایانو له‌خوا په خلکو تپل شوي دي، چې په افغانستان کې هیڅ ځای نه‌لري».

جنرال سمیع سادات د هغو ښځو هڅې هم ستایلې، چې د افغانستان د ازادۍ لپاره دننه او بهر مبارزه کوي. هغه زیاتوي: «ستاسې مبارزه ګټوره ده، نړۍ ته انګېزه ورکوي. مهرباني وکړئ خپلې مبارزې ته ادامه ورکړئ».

هغه ټینګار کوي، چې د ملي یووالي او ګډې هڅې له لارې به افغانستان ازاد او پرمختللی شي: «زه مطمنه یم چې موږ بریالي کېږو، افغانستان ازادېږي او ټول خلک به په شریکه دننه په افغانستان کې کار وکړي او وطن به له سیال سره سیال شي».

معترضې مېرمنې: طالبانو افغانستان د ښځو لپاره «ممنوعستان» ګرځولی

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۰

د ارغواني شنبو غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر سیاست عملي کړی او افغانستان یې د ښځو لپاره په «ممنوعستان» بدل کړی دی.

دغه غورځنګ (د مارچ ۸مې) په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې پر نړۍوالو هېوادونو او بنسټونو غږ کړی، چې د افغان ښځو مبارزه، د طالب مشرانو محاکمه او له یادې ډلې سره د تعامل د بندولو ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: «جنسیتي توپیر د طالبانو رسمي سیاست دی او موږ له هغه هېوادونو مننه کوو، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د افغان ښځو، بشري ارزښتونو او عدالت ملاتړ کوي».

اعلامیه زیاتوي، چې د نړۍوالو فشارونو کمښت او د طالبانو د حکومت دوام نه یوازې د افغانستان ښځې په مستقیم ډول اغېزمنوي؛ بلکې د سیمې او نړۍ په کچه د جګړو او کړکېچونو د پراختیا لامل ګرځي. دغه غورځنګ پر نړۍوالو سازمانونو، هېوادونو او مدني ټولنو هم غږ کړی، چې د ښځو د حقونو لپاره فعال رول ولوبوي.

اعلامیه کې راغلي: «د ښځو له ازادۍ پرته ازادي ناشونې ده. د جنسیتي توپیر په وړاندې مبارزه د انسانیت، عدالت او یوې داسې راتلونکې لپاره ده، چې تبعیض او ځپنه په‌کې ځای ونه لري».

د افغان مېرمنو فریاد غورځنګ: د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوو

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د افغان مېرمنو فریاد غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې سره له ټولو ګواښونو او محدودیتونو، افغان ښځې لاهم د ازاد ژوند او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره درېږي او مبارزه کوي. دوی وايي: «چوپتیا زموږ انتخاب نه‌دی، مقاومت زموږ ټاکنه ده».

د دغه غورځنګ له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د مارچ ۸مه یوازې د کال یوه ورځ نه‌ده؛ بلکې دا د تاریخ د ژورو فریادونو، مقاومت او د هغه ښځو ورځ ده، چې د تبعیض، زور زیاتي او ظلم پر وړاندې درېږي او د ازادۍ بیه پرې کوي. نن دغه فریاد په افغانستان کې له هر وخت نه لوړ شوی دی».

دغه غورځنګ ټینګار کوي، افغان مېرمنې د یوې داسې واکمنۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي چې په منظم او هدفي ډول یې له بنسټیزو بشري حقونو بې‌برخې کړې دي.

دغه غورځنګ د بشري حقونو له نړۍوالې ټولنې، نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض وضعیت د بشریت پر وړاندې جرم وپېژني او د ختمولو لپاره یې سملاسي او عملي ګامونه واخلي.