مکرون د عراق د امنیت او ثبات لپاره د فرانسې پر ژمنتیا ټینګار وکړ

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په اېکس ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ، چې د عراق د کُردستان سیمې له مشر نېچیروان بارزاني سره په ټلیفوني خبرو کې یې یو ځل بیا د عراق، په ځانګړې توګه د کُردستان سیمې د امنیت او ثبات لپاره د فرانسې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي لیکلي: «موږ هوکړه وکړه چې په سیمه کې د وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو».
مکرون زیاته کړه: «فرانسه به د کُردستان په ګډون د عراق له حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي».
