• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلینسکي وايي د ایران د ډرون الوتکو د مخنیوي لپاره ۱۱ هېوادونو ترې مرسته غوښتې

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي چې کیېف د ایران له ګاونډیو هېوادونو، یو شمېر اروپايي دولتونو او امریکا نه د امنیتي مرستو ۱۱ غوښتنې ترلاسه کړې دي. هغه وویل دغو هېوادونو د بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي وسایلو، د برېښنایي جګړې سیستمونو او پوځي روزنې غوښتنه کړې ده.

زیلینسکي زیاته کړه چې له لوړپوړو پوځي او دولتي چارواکو سره تر غونډې وروسته یې د «شاهد» ډرونونو او ورته ګواښونو پر وړاندې د امنیتي همکاریو غوښتنې په تفصیل ارزولې دي.

د هغه په وینا، د ځینو غوښتنو په اړه لا دمخه عملي پرېکړې شوې او مشخصې مرستې هم برابرې شوې دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو ښځضد سیاستونه د افغانستان د روغتیا سیستم ګواښي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د طالبانو ښځضد سیاستونه د افغانستان د روغتیا سیستم ګواښي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي چې پر ښځو د طالبانو محدودوونکي سیاستونه افغان روغتیايي برخې ته جدي ستونزې پېښولی شي.

بېنیټ، نن د دوشنبې په ورځ، د کب پر ۱۸مه، وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د نورو محدودیتونو ترڅنګ له روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو محرومې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د طالبانو سیاستونه به د خلکو د لا زیات کړاو، ناروغیو او بې وخته مړینو لامل شي او ان کېدای شي د ښځو د سیستماتیکو وژنو لامل هم شي.»

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او نجونو ته د زده‌کړو، په ځانګړي ډول د طبي زده‌کړو، اجازه ورکړي.

د بېنیټ په وینا، د ښځو له حقونو څخه انکار نه یوازې د هغوی ژوند ګواښي، بلکې د افغانستان د روغتیايي سیستم راتلونکی هم له ګواښ سره مخامخوي.

هغه څو ورځې وړاندې هم روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی و.

په اسپانیا کې لاریونوالې:د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځو چې افغان ښځې په اسارت کې دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۰
په اسپانیا کې لاریونوالې:د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځو چې افغان ښځې په اسارت کې دي
100%

د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د اسپانیا په مادرید کې د افغان ښځو په ګډون یو زیات شمېر ښځو لاریون وکړ. په دغه لاریون کې افغان ښځو وویل، د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځي چې افغان ښځې په اسارت کې دي.

دغه ښځې چې د ښځو له حقونو د دفاع او جنسیتي برابرۍ په موخه راوتلې وې همداراز یې له افغان ښځو سره خپل پیوستون اعلان کړ.

دغو لاریونوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، په افغانستان کې د طالبانو له اسارت ښځې ازادې کړي او حقوق یې تامین کړي.

یوې ګډونوالې وویل: «د مارچ ۸مه د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځو کې چې افغان ښځې د طالبانو په اسارت کې دي».

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سره له دې چې د ښځو ورځ نه نمانځل کېږي، بلکې ښځې له کار، ثانوي او لوړو زده‌کړو محرومې شوي دي.

رویټرز: د اسراییل په بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰
رویټرز: د اسراییل په بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي
100%

په غزه کې روغتیايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په دوو جلا هوايي او راکیټي بریدونو کې د دوو نجونو په ګډون شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې د الشفا روغتون مشر محمد ابوسلمیه ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې دري کسان د غزې په لوېدیځ کې وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې یو یې روغتیايي کارکوونکی و.

نوموړي ویلي، برید هغو خیمو ته نږدې شوی چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان په‌کې اوسېدل.

پر همدغه مهال په غزه کې د نصیرات په پنډغالي کې د العوده روغتون روغتیايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د یکشنبې په سهار وختي د اسراییل د ټانکونو په برید کې د دوو نجونو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته یاد بریدونه په غزه کې تر ټولو خونړي بلل شوي دي.

د مارچ اتمه؛ څنګه د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۰
•
خبرخونه
د مارچ اتمه؛ څنګه د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟
100%

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نمانځنې ترڅنګ د ښځو پر حقونو او لاسته راوړنو ټینګار کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تُرک وايي، په نړۍ کې ښځې د نارینه‌وو پرتله یوازې له ۶۴ سلنې قانوني حقونو څخه برخمنې دي.

له نن څخه ۱۱۸ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵ کارګرو ښځو د ظلم، بې‌عدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.

له ۱۹۰۸ کال څخه مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې ښځو د رایې ‌ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې په خپل غږ ولړزوله.

له دې اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند له‌خوا اعلان شوه او په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.

په ۱۹۱۰ کال کې د جرمني سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.

په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱ کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویتزرلېنډ کې ونمانځل شوه.

که څه هم ډېر کلونه دغه ورځ د ښځو د ورځې په نوم ونمانځل شوه، خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو له‌خوا یې بیا کوم رسمیت نه‌درلود.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو له کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵ کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه.

د امریکایي او اروپایي ښځو د مبارزو له پیل څخه تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو په دوام ښځو وار په وار خپل حقونه ترلاسه کړل.

د نړۍوالو سازمانونو د موندنو له‌مخې، ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، ایسلینډ، لوګزامبورګ، ناروې، اتریش، هالنډ او نیوزیلېنډ په څېر هېوادونه د ښځو لپاره د ۱۰ غوره هېوادونو په نوملړ کې دي هغه هېوادونه چې د«څپ څپانده دولت» په کټګورۍ کې ډلبندي شوي، ترټولو خراب فعالیت لري.

په دې کټګورۍ کې افغانستان چې د «څپ څپانده دولت» درلودونکی دی، د ښځو پر وړاندې تر ټولو ناوړه حالت کې دی. د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.

له افغانستان سربېره یمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه بلل کېږي.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ښځو وضعیت

شاه امان‌الله خان د افغانستان په کچه یو پرمختللی او عصري پاچا وو او د ښځو د تعلیم او پرمختګونو په برخه کې یې لوی لاس درلود .

نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ډېره پاملرنه معارف ته کړې وه او د ښځو د پرمختګونو لپاره د شاه اما‌ن الله خان اصلي موخه دا وه، چې افغانې ښځې له جنسيتي توپیر پرته د اروپايي هېوادونو د فرهنګي هڅو د سیالۍ وړ وګرځي.

په ۱۹۱۹کال کې د هېواد د یاد مترقي پاچا په لارښوونه د خلکو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شوه، چې د همدې پرېکړې په رڼا کې ملکه ثریا په ۱۹۲۰ کال کې د کابل د ښځو په یوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: «ایا تاسې د اروپا له ښځو څخه هم ډېرې نازکې یاست؟ هغوی په فابریکو، ورکشاپونو او داشونو کې کار کوي او هېڅکله يې د ګرمۍ، یخنۍ او یا د دروند کار کولو څخه شکایت نه دی کړی».

100%

د ملکه ثریا د خبرو په پای کې پنځوسو ښځو د پوهنې په ډګر کې خدمت کولو ته چمتو شوې، چې د ښځو او نجونو په ښوونه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي او د نجونو د ښوونځي د پرانېستلو پر لور يې کوټلي ګامونه واخیستل، چې د همدې روڼ اندو ښځو د هڅو په ملاتړ په همدې کال ۱۹۲۰کې د نجونو د لومړني ښوونځي لپاره ځانګړی ځای وټاکل شو.

د نجونو لومړنی ښوونځی د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ۱۹۲۱کال د جنورۍ په ۹مه د مستوراتو په نوم پرانیستل شو او کوچنیو نجونو لپاره يې د زده‌کړې زمینه برابره کړه.

له دې سره د نجونو د زده‌کړو لړۍ له سلګونو ستونزو او خنډونو سره دوام وکړ او د جمهوریت تر سقوط پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مېلیونونو نجونو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړې.

د شاه اما‌ن‌الله خان د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره ۱۵ نجونې د روغتیاپالنې په برخه کې د زده‌کړو لپاره د ترکیې استانبول ته واستول وشوې.د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ پرمهال په لومړي ځل د ښځو غورځنګ جوړ شو.

نوموړي د ښځو حرمسرا باطل اعلان کړه او ټولې هغه ښځې یې ازادې کړې، چې امیر حبیب الله خان هغوی په یوه ځای کې سره راټولې کړې وې او له دې سره یې اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري د هېواد په تاریخ کې حرمسرا جوړه کړي.

د دغه مترقي پاچا په کارنامو کې ښځو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو ترڅنګ د کوچنیو نجونو د نکاح منع کېدل، په ښوونځيو کې د بهرنیو ژبو زده کړه، د کورني برده ګۍ له منځه تلل او له یوې څخه زیاتو ښځو سره د واده منع کېدل شامل دي، چې ځيني یې بیا عملي نشوې او یا هم د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وکړ.

کله چې شاه امان‌الله خان جلا وطنی شو، سره له دې چې د ښځو د پرمختګونو لپاره باید ډېر نور کارونه هم شوي وای، خو برعکس یو ځل بیا د ښځو شا تګ بهیر پیل شو.

په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ښځو وضعیت ته کتنه

د ډېرو نظامونو له تلو راتلو وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو پنځه کلنه دوره پیل شوه.

دغه دوره د ټولو ناخوالو ترڅنګ د افغان ښځو لپاره یوه سخته ځپونکې، تیاره او کړونکې دوره وه.

د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې شوې، له کار کولو منع شوې، د چادري په سر کول جبري شول، له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز ولګېده او لسګونه نور ورته موارد و، چې ښځې ورسره مخ شوې.

دغې پنځه کلنې دورې د لسېزو په اندازه د ښځو د پرمختګونو مخه ونیوله.

له زده‌کړو نیولې تر سپورټ، هنر، موسیقۍ او دې ته ورته لسګونه برخې وې، چې ښځو په‌کې ستر تاوانونه وکړل.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ختمېدو او د یوې نوې ادارې په رامنځته کېدو سره بیاځلې د ښځو پرمختګونو ته زمینې برابرې شوې.

100%

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانو ښځو لپاره دا یوه ډېره د پرمختګونو ډکه دوره وه او په دې وخت کې افغان نجونو او ښځو له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره له زده‌کړو څخه نیولې بیا تر سیاست، سپورټ، ولایت او ښاروالۍ، قضا او څارنوالۍ، موسیقي او همدارنګه تر ماسټری او دوکتورا پورې لوړې زده‌کړې ترلاسه کړې او ډېرې ښې وځلیدلې.

واک ته د محمد اشرف غني له رسېدو وروسته د ښځو د پرمختګونو لپاره لا ډېرې زمینې برابرې شوې او د ښځو هیلې او موخې نورې هم زیاتې شوې، ځکه په دې وخت کې په پراخه توګه د ښځو ملاتړ وشو.

100%

په لوړو څوکیو کې د ښځو ګورمال، په سیاست کې د ښځو پراخ حضور، په سوداګرۍ برخه کې د ښځو ډېره ونډه، په رسنیو کې د بې شمېره ښځو حضور، په سپورټ کې د ښځو لاسته راوړنې او دې ته ورته لسګونه نور موارد د ولسمشر غني د حکومتولۍ لاسته راوړنې بلل کېږي.

د جمهوریت بیا سقوط

دې لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو سره هېچا تصور نه و کړی، چې دا به یوه ورځ په دومره اسانۍ سره له لاسه ورکوي او ښځې به بیا ځلې د تېرو وختونو په شان شاتګ کوي او تیارو ته به ستنېږي.

100%

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه جمهوري نظام سقوط او یو ځل بیا طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول او په لومړي ګام کې یې د ښځو وزارت ودانۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر پر وزارت بدله کړه.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو یوه ځپونکې لړۍ پیل شوې ده.

دغې ډلې نه یوازې افغان ښځې له زده‌کړو راګرځولي، بلکې هغوی د کارکولو، سفرکولو او ان په تفریحي ځایونو کې د ګرځېدو له حق څخه هم محرومې کړي دي.

افغان ښځې نه یوازې د زده‌کړو له حقونو محرومې دي؛ بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم هېڅ د کارکولو اجازه نه‌لري.

د ښځو اقتصادي خپلواکي چې د یوې ټولنې د هر فرد د ژوند بنسټيز حق بلل کېږي، د طالبانو له خوا تر هراړخیز برید لاندې ده.

د ښځو پر زده‌کړو بندیز کومه ساده او عادي پرېکړه نه ده، دا یو غېرانساني او دومره ځپونکی بندیز دی، چې د یوې ټولنې پرمختګ له نابودۍ سره مخ کوي.

د ښځو زده‌کړه چې د نړۍ په کچه د مډرن ملتونو د پرمختګ یوه بنسټیزه غوښتنه ده، نن په افغانستان کې د طالباني ایډیالوژۍ له امله د اور په لمبو کې سوځي.

که څه هم د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د ښځو پروړاندې خپل دریځ بدل کړي، خو دغه ډله وایي، چې په افغانستان شرعي قوانین پلي کوي.

پر ښځو محدودیتونه او بندیزونه او همداراز له بشري حقونو سرغړونه هغه لاملونه دي، چې د څلورو کلونو په تېرېدو سره له روسیې پرته ب هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تُرک په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په قانون کې د وروستیو وړاندیز شویو بدلونونو له امله اندېښنه ښودلې او په باور، یې دغه نوی قانون په کور کې دننه د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي ته قانوني بڼه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعیت ارزونه کوي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰
 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعیت ارزونه کوي
100%

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا (دوشنبه، د کب۱۸مه) په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث او ارزونه وکړي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دېغونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرسته، جورجټ ګانیون، امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما ویلي چې دغه غونډه به د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو او د نیویارک په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو وشي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان په تړاو د بشري حقونو شورا په تېره غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، اعلان وکړ، چې د «بشریت ضد جنایت» په توګه د جنسیتي اپارتاید د جرم ګرځولو ملاتړ کوي.

تورک وویل،چې د جنسیتي اپارتاید روښانه تعریف او قانوني پېژندنه د دې پدیدې د پای ته رسولو لپاره اړینه ده. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او محدودیتونو په اړه جدي او عملي ګامونه واخلي.