• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړ

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د امریکا حکومت افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړو هېوادونو» په توګه پېژندلی دی. هغه پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې طالبان لا هم د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د ترهګرو له تګلارو سره ورته لارې چارې کاروي.

د هغه په وینا، دغه ډول چلند به د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې اغېزمن تمام نه‌شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې طالبان باید هر څه ژر ډېنس کویل، محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکايي وګړي چې په ناحقه په افغانستان کې نیول شوي دي، خوشې کړي.

هغه زیاته کړه، چې متحده ایالات به د خپلو نیول شویو امریکايي وګړو د خوشې کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له طالبانو یې وغوښتل، چې دې ډول نیونو ته د پای ټکی کېږدي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

امریکایي رسنۍ: قطر کې د یوه پوځي کمپ دننه افغان پناه‌غوښتونکي د «دوزخ» په څېر ژوند تېروي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۰

یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې د قطر په یوه پوځي کمپ کې بند پاتې افغان پناه‌غوښتونکي د ایران د بریدونو له کبله د «دوزخ په څېر» ژوند تېروي. د راپور له‌مخې، هره ورځ د امریکا د دغو افغان متحدینو ژوند له ګواښ سره مخ دی چې په‌کې ماشومان او ښځې هم شته.

د توغندیو د بریدونو د خطر زنګونه هر څو ساعتونه وروسته غږېږي، واړه ماشومان له وېرې چیغې وهي او د چاودنو د اور لمبې اسمان روښانه کوي. د قطر په یوه کمپ کې د امریکا تر ادارې لاندې د بند پاتې شاوخوا زرو افغان کډوالو لپاره دا حالت هغه وخت پیل شو چې امریکا او اسراییل نږدې یوه اوونۍ وړاندې له ایران سره جګړه پیل کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، دغه کسان د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې د امریکايي ځواکونو په پخوانۍ اډه «اس سیلیه» کمپ کې امریکا ته د لېږد په تمه ایسار پاتې دي.

يو‌اېس‌اې‌ټوډې ورځپاڼه وايي، په دغه اډه کې د مېشتو شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو ډېری برخه هغه کسان دي، چې د افغانستان په جګړه کې یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی دی. نږدې ۱۵۰ تنه یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي. دا کډوال نور افغانستان ته د ستنېدو توان نه لري، ځکه هلته د طالبانو د حکومت له لوري د ځورونې، تعقیب او ان د وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په منځني ختیځ کې تازه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ډونالډ ټرمپ حکومت او اسراییل پیل کړې، دغه کډوال په وېره او ګډوډۍ کې اچولي دي. د ایران غچ اخیستونکي توغندي د دوی له سرونو تېرېږي او د امریکا او قطر د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا شنډېږي، په داسې حال کې چې د چاودنو ټوټې پر ځمکه غورځي. د کمپ اوسېدونکو یادې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، چې د شپې ډېر خلک له خوبه بې‌برخې وي، بهر ولاړ وي او په اسمان کې د توغندیو تګ‌راتګ ګوري، په داسې حال کې چې نږدې چاودنې ماشومان سخت وېرولي دي.

په دغه کمپ کې څلورو کډوالو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یو‌اېس‌ ټوډي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، ځکه موضوع ډېره حساسه ده. د هغوی په وینا، د کمپ چارواکو او د قطر حکومت اوسېدونکو ته پیغام ورکړی چې د توغندیو له بریدونو وروسته باید د دې وضعیت په اړه په ښکاره ډول خبرې ونه‌کړي.

یوه ۱۴ کلنه افغانه نجلۍ چې په دغه کمپ کې ژوند کوي، وایي: «موږ له جګړې تښتېدلي وو، خو اوس دلته هم جګړه ده؛ توغندي راځي، توغندي ځي او هره ورځ چاودنې کېږي». هغې زیاته کړه: «موږ هېڅ جرم نه دی کړی، خو په دې کمپ کې داسې ژوند کوو لکه په زندان کې چې یو».

د افغان اېواک له لوري د ټرمپ حکومت چارواکو ته په استول شوي یوه لیک کې ویل شوي، چې د دغه کمپ شاوخوا ۸۰۰ اوسېدونکي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان څخه تښتېدلي وو، د اوږدو امنیتي څېړنو او مرکو له تېرېدو وروسته په امریکا کې د مېشتېدو لپاره منل شوي وو. خو ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل سره سم د کډوالو د انتقال پروګرام په نامحدوده توګه وځنډاوه او دې کار د دغو کسانو ژوند د ګډوډۍ او بې برخلیکۍ نوي پړاو ته داخل کړ. ډېری افغانان اوس څو کاله کېږي چې د قطر په همدې کمپ کې بند پاتې دي.

کله چې امریکا او اسراییل پر ایران لومړنی برید وکړ، تهران د سیمې پر هغو هېوادونو چې د امریکا متحدین دي، لکه قطر باندې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو یو لړ بریدونه وکړل. کډوال وايي چې له هغې راوروسته اوس هره ورځ اس سیلیه کمپ کې وېره خپروي او مرګونې شېبې ګوري. د خطر زنګونه د ورځې څو ځله غږېږي او اوسېدونکي اړ کېږي چې په کوچنیو کانټینرونو کې پناه واخلي.

په هغه ګډ لیک کې چې د کمپ اوسېدونکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کانګرس غړو ته استولی، ویل شوي: «هغه کانټینرونه چې موږ په‌کې ژوند کوو هېڅ خوندي نه دي او نور سم ځایونه هم نشته. کله چې د خطر زنګ غږېږي، ډېرې میندې او ماشومان خوندي ځای ته د تګ امکان نه لري».

په لیک کې زیاته شوې ده: «نږدې ۱۱۰۰ ملکي وګړي اوس له وېرې او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادې ورځپاڼې ته په یوه ایمیل کې ویلي: «موږ په سیمه کې د ټولو اړوندو عملیاتي اندېښنو د حل لپاره په فعاله توګه کار کوو او په ځانګړي ډول د اس سیلیه کمپ د اوسېدونکو امنیت تضمینوو چې د امریکا تر ساتنې لاندې دي».

د توغندي ټوټې د یوې افغانې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې

کډوال وایي، د جګړې په لومړۍ ورځ د توغندیو د برید خبرداری هر پنځلس دقیقې یا تر هغه هم ژر اورېدل کېده، خو اوس هر څو ساعتونه وروسته غږېږي.

د دوی په وینا، کوچني ماشومان او امیندوارې ښځې د نږدې چاودنو په اورېدو له وېرې چیغې وهي. یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وایي، د کمپ ډېری اوسېدونکو، د هغې او د هغې د مور او پلار په ګډون د سختو رواني فشارونو له امله د خپګان ضد درمل ترلاسه کړي دي. یوه بل کس هم ویلي، چې د ده مېرمنې څو ورځې وړاندې د شدید فشار له امله خپل ماشوم له وخته مخکې زېږولی دی.

که څه هم تر اوسه پورې په کمپ کې څوک په فزیکي ډول ټپي شوي نه دي، خو ځینو کډوالو راپور ورکړی چې د شنډ شوي توغندي یوه ټوټه د یوې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې ده. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې وروسته خپرې شوې، د چت په سر یو لوی سوری او لویې فلزي ټوټې ښيي چې پر ځمکه پرتې دي.

یو ۵۰ کلن افغان چې له لسو کلونو څخه زیات یې د امریکا له حکومت سره کار کړی او وروسته له افغانستانه تښتېدلی، وایي چې هغه د کمپ له مسوولینو غوښتي وو چې ماشومان خوندي ځای ته انتقال کړي، خو ورته ویل شوي چې بل ځای نشته.

هغه وویل، د مارچ په دویمه شاوخوا سل تنه د کمپ اوسېدونکو خپل سامانونه ټول کړل او هڅه یې وکړه د اصلي دروازې له لارې ووځي او دوحې ته ولاړ شي تر څو د قطري چارواکو مرسته وغواړي، خو امنیتي ساتونکو بېرته وګرځول.

د ده په وینا، ساتونکو ورته ویلي وو: «حکومت بوخت دی او ستاسو لپاره څه نه‌شي کولی؛ هغوی اوس د خپلو خلکو د ژغورلو په کار بوخت دي». دغه سړی وایي، ډېر کسان چې کلونه کېږي په کمپ کې ژوند کوي، لا له مخکې هم له رواني ستونزو سره مخ وو، خو وروستیو توغندیزو بریدونو وضعیت د ډېرو لپاره د نه زغملو وړ پرېښی.

هغه وویل، اوس دا کمپ «د دوزخ په شان ځای» ګرځېدلی دی. دا افغان زیاتوي: «یوازې د خدای په مهربانۍ تر اوسه ژوندي پاتې شوي یو، خو که دا حالت همداسې دوام وکړي، وضعیت به ورځ تر بلې خراب شي».

کډوال په لویو ګودامونو ته ورته ودانیو کې ژوند کوي چې په هره یوه کې سلګونه کسان اوسېږي او په دوه پوړیزو کټونو ویده کېږي. له توغندیزو بریدونو وروسته ډېر کسان د خوب لپاره فلزي کانټینرونو ته انتقال شوي دي. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې دوی له یو‌اېس‌اې ټوډی سره شریک کړي ښيي، چې اووه یا اته کسیزې کورنۍ په یوه کوچني کانټینر کې په تنګ ډول اچول شوي او ماشومان د دېوالونو په تنګو کونجونو کې پراته دي. د اوسېدونکو په وینا، کله چې توغندي چاودېږي د کانټینرونو دېوالونه لړزېږي.

یو پلار چې له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره له یو کال څخه زیات په دغه کمپ کې ژوند کوي وایي، د هغه لس کلنه لور د توغندیو له بریدونو وروسته نور نه خواړه خوري او نه خوب کولی شي.

هغه وویل: «لور مې وېرېدلې ده، شپه او ورځ ژاړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې غواړي دغه کمپ د مارچ تر ۳۱مې وتړي، خو تر اوسه یې نه ده روښانه کړې چې اوسېدونکي به یې چېرې انتقال شي. هغو کډوالو چې له یادې امریکایي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، وایي چې دوی ته ویل شوي چې ښايي یوه نامعلوم درېیم هېواد ته واستول شي. د مارچ په درېیمه د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په غونډه کې ورته ویل شوي چې د دوی د راتلونکي ځای په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

دغه پلار په پای کې وویل: «جګړه پیل شوې ده او موږ نه پوهېږو څه به کېږي. زموږ راتلونکی به څه شي؟ زموږ د ماشومانو راتلونکی به څه وي؟».

لوېدیځ کې د طالبانو د ملاتړو پر ضد پلټنې؛ سوېډن کې د یوه افغان ښوونکي دنده ځنډول شوې

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۰

د سوېډن په مالمو ښار کې د یوه افغان ښوونکي دنده وروسته له هغه د ښار د چارواکو له خوا ځنډول شوې، چې په رسنیو کې یې د طالبان ملاتړ کړی و. نوموړي ویلي، د افغانستان پخوانیو حکومتونو تېروتنه کړې وه چې نجونې یې ښوونځیو ته پر تګ مجبوره کړې وې.

د دغه ښوونکي هویت چې نه دی افشا شوی، د سوېډن د مالمو ښار په څو لومړنیو ښوونځیو کې تدریس کوي. د سوېډن رسنیو راپور ورکړی، چې هغه څو ځله د افغانستان په رسنیو کې د سیاسي او خبري بحثونو پر مهال د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کړې دي.

د دغو رسنیو په وینا، یاد ښوونکي د افغانستان پر پخوانیو حکومتونو د دې لپاره نیوکه کړې چې د لوېدیځ کلتور او سیاسي نظام یې پلي کړی و. هغه د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په میاشت کې په یوې مرکې کې ویلي وو، چې پخوانیو حکومتونو نجونې ښوونځیو ته په تګ مجبوره کړې وې او دا یې لویه تېروتنه وه.

هغه همدارنګه په بله مرکه کې د طالبانو له لوري د ځینو رسنیو تړل سم بللي او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې رسنۍ باید له دین، کلتور او د ټولنې له وضعیت سره سمون ولري.

د مالمو ښاروالۍ د ښوونځیو د چارو مسوولې سارا وترګرن ویلي، که دا ښوونکی خپل دا ډول نظرونه خپلو زده‌کوونکو ته انتقال کړي، نو دا به «په بشپړ ډول د منلو وړ نه وي». هغې زیاته کړه چې دا ښوونکی په څرګنده توګه له طالبانو سره خواخوږي ښيي؛ هغه ډله چې د ښځو اساسي حقونه ځپي.

همدارنګه د مالمو د لومړنیو ښوونځیو د ادارې مشر پیتر لیندبرګ ویلي، د دې ښوونکي د مرکې ویډیو تر لیدلو وروسته سخت اندېښمن شوی او د موضوع د څېړنې بهیر پیل شوی دی. چارواکو اعلان کړی، چې دغه ښوونکی به د پلټنو تر پای پورې د تنخوا امتیاز ولري، خو دنده به یې ځنډېدلې وي.

دغه ښوونکي د سوېډن ټلوېزیون د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د ده څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه دي او هغه هېڅ‌کله په سوېډن کې له خپلو زده‌کوونکو سره د سیاست په اړه خبرې نه دي کړې.

هغه د دې ادعا هم کړې ده، چې د ښځو د زده‌کړې په اړه د ده خبرې د ۱۹۸۰مې لسیزې (د ۱۳۶۰ لمریزې لسیزې) حالت ته ورګرځي، هغه مهال چې د ده په وینا په افغانستان کې ډېر خلک بې‌سواده وو او ان نه پوهېدل چې ښوونځی څه شی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د رسنیو او ډیموکراسۍ په اړه د هغه نظرونه سم نه دي درک شوي، خو دی باور لري چې رسنۍ باید په ټاکلو چوکاټونو کې فعالیت وکړي.

د قطر لومړی وزیر وايي د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل ته اړتیا لري

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني له سکای‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ باید د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل شي.

هغه زیاته کړې، چې په ایران کې جګړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د ټولې سیمې لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

قطر له طالبانو او پاکستان سره ښې اړیکې لري او تر دې مخکې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د اساسي حل لارې د موندلو په موخه د خبرو اترو یوه برخه په دوحه کې ترسره شوې وه.

پاکستان ویلي، تر هغو چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان له خوا د افغانستان له خاورې د بریدونو د مخنیوي لپاره قوي تضمینونه ورنه‌کړي، اسلام‌اباد به د طالبانو له ادارې سره خبرې ونه کړي.

لوړې بیې او کمزوری څار؛ طالبانو ننګرهار کې د لوړو نرخونو له امله یو شمېر هټۍ تړلې دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰

په داسې حال کې چې د ننګرهار په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي او خلک د څار له نشتوالي شکایت کوي، په دغه ولایت کې د طالبانو د کنټرول او احتکار کمېسیون د یو شمېر هټیو د تړلو خبر ورکړی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په جلال‌اباد ښار کې یې یو شمېر هټۍ د نرخ‌نامو د نشتوالي او لوړو بیو له امله تړلې دي. د طالبانو یاد کمېسیون زیاتوي، هټیوالو ته په وار وار سپارښتنه شوې چې نرخ‌نامې په ښکاره ځایونو کې وځړوي، خو یو شمېر هټیوالو دغه سپارښتنې نه دي عملي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نرخ‌نامو د ځړولو موخه د احتکار مخنیوی او د نرخونو کنټرول دی. هم‌مهاله، په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د بهسودو ولسوالۍ په «بلند غرو» بازار کې هم د چرګانو یو شمېر هټۍ د لوړو بیو له امله تړل شوې دي. د ډیورنډ کرښې د لارو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې وار له مخه لوړې شوې وې، خو پر ایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته دغه بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

اوس نیوکې کېږي چې طالبان د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د بیو په کنټرول کې پاتې راغلي او لویو سوداګرو احتکار ته مخه کړې ده. له بل لوري، سوداګر نیوکه کوي چې د ټرانزیټي لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو د کمښت ناورین رامنځته کېدونکی دی.

د طالبانو د ملاتړو څار؛ په سویډن کې د یوه افغان دنده د طالبانو له ملاتړ وروسته وځنډېده

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د سویډن په مالمو ښار کې د طالبانو د ملاتړ او په رسنیو کې د افغانستان پر ډیموکراسۍ له نیوکې وروسته د یوه افغان ښوونکي دنده ځنډول شوې ده. هغه ویلي و، چې «پخوانیو افغان حکومتونو تېروتنه وکړه چې ښځو ته یې ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړې وه».

دغه ښوونکي د مالمو ښار په څو لومړنیو ښوونځیو کې تدریس کاوه.

سویډني رسنیو ویلي، چې هغه څو ځله په افغان رسنیو کې په سیاسي او خبري بحثونو کې د طالبانو د ملاتړ په اړه نظرونه څرګند کړي دي.

سویډني رسنیو د تورن کس نوم نه دی افشا کړی.

رسنیو موندلې چې دغه ښوونکي په افغانستان کې د لویدیځ کلتور او سیاسي سیسټم د پلي کولو له امله د پخواني افغان حکومت پر هڅو نیوکه کړې وه.

د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې په یوه مرکه کې هغه وویل چې پخوانیو افغان حکومتونو د ډیموکراټیکې دورې په جریان کې تېروتنه وکړه چې دوی نجونې ښوونځي ته د تګ لپاره اړ ایستلې.

هغه په ​​یوه بله مرکه کې دا هم ویلي، چې طالبانو د ځینو رسنیو په تړلو سره سم کار وکړ او په افغانستان کې رسنۍ باید د هیواد د مذهب، کلتور او د ټولنې له وضعیت سره سمې وي.

د مالمو ښار شورا د ښوونځیو مشرې سارا ویټرګرین وویل چې دا به "په بشپړ ډول د منلو وړ نه وي" چې ښوونکي خپلو زده کوونکو ته داسې نظرونه وړاندې کړي.

هغې زیاته کړه، چې یاد ښوونکی په څرګنده توګه د طالبانو سره خواخوږي لري، چې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

د مالمو د لومړني ښوونځي رییس پیټر لینډبرګ هم وویل، چې هغه د ښوونکي د مرکې ویډیو له لیدلو وروسته ژوره اندېښمنه شوه او پوهنې وزارت د دې موضوع په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د ښار چارواکو اعلان وکړ، چې د یاد ښوونکي دنده د پلټنې تر بشپړیدو پورې ځنډول شوې ده.