طالبان: د ایران له کړکېچ سره د اسلامقلعه بندر له لارې سوداګریز تګ راتګ عادي روان دی

د هرات د اسلامقلعه بندر طالب مسوولین وایي چې د ایران له روانو کړکېچونو سره سره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد عادي دوام لري او هره ورځ سلګونه باروړونکي موټر د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي.
