• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: د ایران د جګړې له امله د غزې د سولې خبرې درېدلې دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د غزې د سولې خبرې، چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب روانې وې، د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل وروسته درېدلې دي.

هغو امریکايي سرچینو چې له دې موضوع باخبره دي، رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا ځنډ لنډمهالی دی او د الوتنو د ګډوډۍ او د منځګړو د سفرونو د ستونزو له امله رامنځته شوی. بل لور ته د حماس یوه چارواکي هم د خبرو درېدلتایید کړې دي.

د راپور له مخې، د ایران د جګړې له پیل سره سره د اسراییلوپوځ په غزه کې خپل بریدونه کم کړي خو درولي یې نه دي. د فلسطین روغتیايي چارواکي وایي چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې لږ تر لږه ۱۶فلسطینیان په غزه کې وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

امریکا ښايي افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړي هېواد» په توګه ونوموي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰
امریکا ښايي افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړي هېواد» په توګه ونوموي
100%

رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي چې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیولو ملاتړ کوي.

رویټرز له دې موضوع څخه د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې دا اقدام د هغو قضیو له امله ارزول کېږي چې پکې بهرني وګړي په افغانستان کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، که دا پرېکړه عملي شي، نو افغانستان به د هغو هېوادونو په کتار کې شامل شي چې امریکا یې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیونو د ملاتړ کوونکو په توګه ارزوي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان بانک او ملګرو ملتونو چارواکي د بانکي سکتور پر پیاوړتیا غږېدلي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰
د افغانستان بانک او ملګرو ملتونو چارواکي د بانکي سکتور پر پیاوړتیا غږېدلي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي چې د دغه بانک مرستیال صدیق الله خالد په افغانستان کې د یوناما له مرستیال اندریکا راټواټ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر سټیفن روډریکس سره لیدلي او د بانکي سکتور د پیاوړتیا پر ګډ چوکاټ یې خبرې اترې کړې دي.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د بانکي او مالي سکتور د ظرفیت لوړولو لپاره د یوه ګډ کاري چوکاټ د جوړښت، ارزښت او د عملي کېدو څرنګوالي په اړه بحث شوی دی.

په ناسته کې ټینګار شوی، چې دا چوکاټ به د یوه همغږي او ګډ میکانیزم په توګه د افغانستان بانک تر څارنې لاندې فعالیت وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، پرېکړه شوې چې د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو تنظیم، د درسي موادو چمتو کول او د روزونکو ټاکنه به په منظم او همغږي ډول کېږي.

د بحثونو له مخې، د دې ګډ چوکاټ له لارې به د نړیوالو او کورنیو بنسټونو تخنیکي مرستې او فعالیتونه تر یوه چتر لاندې راټول شي، څو همغږي رامنځته شي، د فعالیتونو د تکرار مخه ونیول شي او مرستې په اغیزناک ډول وکارول شي.

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو ښځضد سیاستونه د افغانستان د روغتیا سیستم ګواښي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د طالبانو ښځضد سیاستونه د افغانستان د روغتیا سیستم ګواښي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي چې پر ښځو د طالبانو محدودوونکي سیاستونه افغان روغتیايي برخې ته جدي ستونزې پېښولی شي.

بېنیټ، نن د دوشنبې په ورځ، د کب پر ۱۸مه، وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د نورو محدودیتونو ترڅنګ له روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو محرومې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د طالبانو سیاستونه به د خلکو د لا زیات کړاو، ناروغیو او بې وخته مړینو لامل شي او ان کېدای شي د ښځو د سیستماتیکو وژنو لامل هم شي.»

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او نجونو ته د زده‌کړو، په ځانګړي ډول د طبي زده‌کړو، اجازه ورکړي.

د بېنیټ په وینا، د ښځو له حقونو څخه انکار نه یوازې د هغوی ژوند ګواښي، بلکې د افغانستان د روغتیايي سیستم راتلونکی هم له ګواښ سره مخامخوي.

هغه څو ورځې وړاندې هم روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی و.

په اسپانیا کې لاریونوالې:د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځو چې افغان ښځې په اسارت کې دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۰
په اسپانیا کې لاریونوالې:د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځو چې افغان ښځې په اسارت کې دي
100%

د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د اسپانیا په مادرید کې د افغان ښځو په ګډون یو زیات شمېر ښځو لاریون وکړ. په دغه لاریون کې افغان ښځو وویل، د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځي چې افغان ښځې په اسارت کې دي.

دغه ښځې چې د ښځو له حقونو د دفاع او جنسیتي برابرۍ په موخه راوتلې وې همداراز یې له افغان ښځو سره خپل پیوستون اعلان کړ.

دغو لاریونوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، په افغانستان کې د طالبانو له اسارت ښځې ازادې کړي او حقوق یې تامین کړي.

یوې ګډونوالې وویل: «د مارچ ۸مه د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځو کې چې افغان ښځې د طالبانو په اسارت کې دي».

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سره له دې چې د ښځو ورځ نه نمانځل کېږي، بلکې ښځې له کار، ثانوي او لوړو زده‌کړو محرومې شوي دي.

رویټرز: د اسراییل په بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰
رویټرز: د اسراییل په بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي
100%

په غزه کې روغتیايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په دوو جلا هوايي او راکیټي بریدونو کې د دوو نجونو په ګډون شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې د الشفا روغتون مشر محمد ابوسلمیه ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې دري کسان د غزې په لوېدیځ کې وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې یو یې روغتیايي کارکوونکی و.

نوموړي ویلي، برید هغو خیمو ته نږدې شوی چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان په‌کې اوسېدل.

پر همدغه مهال په غزه کې د نصیرات په پنډغالي کې د العوده روغتون روغتیايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د یکشنبې په سهار وختي د اسراییل د ټانکونو په برید کې د دوو نجونو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته یاد بریدونه په غزه کې تر ټولو خونړي بلل شوي دي.