د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د مارچ په ۹مه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي، چې د نیویارک پر وخت به د ماسپښین په درې بجو او د کابل پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیل شي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د مارچ په ۹مه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي، چې د نیویارک پر وخت به د ماسپښین په درې بجو او د کابل پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د افغانستان د روان وضعیت په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي.
د یادې غونډې بهیر به په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي، څو نړیوال لیدونکي او علاقهمندان وکولای شي هغه تعقیب کړي. په دې ناسته کې تمه ده چې د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه بحث وشي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) وایي، په افغانستان کېد اروپایي ټولنېتمویل شویو پروژو له لارې ښځو ته مالي فرصتونه برابر کړي، چې د ښځو پرمخ د سوداګریزو فعالیتونو ودې او اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي.
یو این ډي پي له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، داروپایي ټولنېتمویل شوی WE LEAD پروژه د ښځو اقتصادي ځواکمنتیا ته ځانګړې شوې ده، څو هغوی ته د مالي خدمتونو لاسرسی اسانه کړي او د ښځو پرمخ رهبري شوي کاروبارونه په محدود اقتصادي چاپېریال کې وده وکړي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، په افغانستان کې د اوسني اقتصادي وضعیت له مخې، ۷۵٪ کورنۍ د بنسټیزو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي، ۸۸٪ د ښځو په مشرۍ کورنۍ بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري، او یوازې ۷٪ښځې د کور څخه بهر په کار بوختې دي.
اعلامیه زیاتوي، د پروژې له لارې ښځو ته فرصتونه برابریږي چې په محلي سوداګریزو فعالیتونو کې برخه واخلي، لکه شایسته د بلخ خوراکي هټۍ کې د بولاني، آشک او نورو خوراکي توکو تولید او پلور، چې د ځايي ښځو د استخدام سبب هم ګرځي.
یو این ډي پي ټینګار کوي چې دا ډول ټولنیز او اقتصادي ملاتړ د ښځو ژوند او ټولنیز رول په افغانستان کې پیاوړی کوي.
د ملګرو ملتونو د هستوګنې ادارې (UN-Habitat) راپور ښيي چې په افغانستان کې د ښاریزو او شاوخوا ښارونو غیر رسمي استوګنځایونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې نابرابري د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې لا پسې زیاته شوې، او د ښارونو د پراختیا فرصتونه د جنسیتي توپیرونو د کمولو پر ځای پراخ شوي.
د افغانستان په ښاري او شاوخوا ښاري غیر رسمي استوګنځایونو کې دیو این هبیتاتسروې ښيي چې د کورنیو بې ځایه شویو، جبري راستنېدونکو او د اقتصادي بحران له امله د ښاري پراختیا چټکتیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د نابرابریو کچه زیاته کړې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو د اوسني واکنۍ لاندې نږدې ټول دودیزې لارې د ښځو او نجونو د خوندیتوب، عزت او ځواکمنۍ لپاره له منځه تللي دي. دې کې د رسمي زده کړو محدودیت، په عامو ځایونو کې د خوځښت ازادي، د کار فرصتونه، د ټولنیز ګډون او مدني رهبري برخه شامل دي.
په ځانګړې توګه په غیر رسمي استوګنځایونو کې، ښځې د استوګنې ناامني، د ځمکې د حقونو نشتوالی، غیر خوندي عامه ځایونه، د اوبو، روغتیا او صفایي (WASH) محدود خدمات او د عاید محدود فرصتونه سره مخ دي، چې د جنسیتي نابرابري کچه لا پسې لوړه کړې.
راپور د UN Women د تېرو څلورو کلونو د موندنو سره همغږی دی او د هرات، جلال آباد، کابل، کندهار او ننګرهار ښارونو څخه د ۲۰۲۳–۲۰۲۵ کلونو ټولنیزو پروژو د معلوماتو پر بنسټ د ښځو او نجونو د ژوند په لسو مهمو برخو کې د نابرابریو په اړه څرګندونې کوي.
د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې (FAO) په تازه راپور کې ویلي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د باران او تودوخې د ناسم ویش له امله د باراني حاصلاتو وضعیت لا هم حساس دی، او راتلونکې میاشتې (مارچ–اپریل) د فصلونو د حاصلاتو د خونديتوب لپاره حیاتي اهمیت لري.
دایف ای اوراپور ښيي چې د مارچ ۲۰۲۶ میاشت کې په شمالي، شمال ختیځ، ختیځ او مرکزي سیمو کې د باران کچه له منځنۍ کچې لوړه پاتې کېدلی شي، خو د شمال، جنوب او لویدیځ د باراني زون زیاتره برخې به نږدې عادي یا لږې کچه کې پاتې شي. دا وضعیت په ځینو سیمو کې د خاورې رطوبت کمبود زیاتوي او د شمال او شمال لویدیځ د باراني غنمو د کروندو حاصلاتو ته خطر رامنځته کوي.
دایف ای اود ځمکنۍ څېړنې له مخې، د ۳۴ ولایتونو کروندګرو، مشرانو، ښوونکو، سوداګرو او نورو ګډونوالو په سروې کې څرګنده شوې چې ۵۸.۴٪ کسانو د باراني غنم د کرنې ساحه کمه کړې یا یې کرنه نه ده کړې، او ۵۵.۴٪ کسانو د کرنې وخت ځنډولی دی. د کروندګرو څرګندونې ښيي چې د باراني غنم ودې لومړني مرحلې لا هم روانې دي، او راتلونکي بارانونه به د حاصلاتو په ټاکلو کې مهم رول ولري.
د څېړنې له مخې د څړځایونو وضعیت هم نیمګړی دی، ۵۴.۶٪ځمکه د څارویو لپاره ښه نه ده او راتلونکې میاشتې د څړځایونو د بیا رغونې لپاره لا هم نامعلومې دي. راپور په ټینګار سره ویلي چې د شمالي باراني زون د تولید ګواښ لا هم په ځايي توګه موجود دی، او د فصلونو حاصلات به په مستقیم ډول د مارچ–اپریل بارانونو پر کچه پورې اړه ولري.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د کرنې راتلونکی وضعیت په بشپړه توګه د لنډمهاله او د باران د ویش څارنې او مدیریت پورې تړلی دی، او د اوبو کمښت او د خاورې رطوبت وضعیت به په راتلونکو میاشتو کې د تولید پر حاصلاتو مستقیم اغېز ولري.
د افغانستان د مدني او بشري حقونو بنسټونه (ICSHRA) د اتم مارچ، د ښځې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له څرګندونو او سمبولیکو پروګرامونو وړاندې، د افغان ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره عملي او موثر اقدامات وکړي.
دغو بنسټونوپه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې افغان ښځې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې له اساسي بشري او ښاریزو حقوقو بې برخې پاتې شوي دي. دوی د تعلیم، کار، آزاد حرکت، ټولنیزې او سیاسي مشارکت او عامه خدماتو مساوي حقونه نه لري او د تبعیض او سیستماتیک سرکوب ښکار دي.
اعلامیه کې د ښځو د نړیوالو مبارزو ستاینه شوې او ویل شوي چې د افغانستان د ښځو وضعیت نن ورځ د نړۍ د ترټولو جدي بشري بحرانونو له جملې څخه دی. سره له دې، د نړیوالې ټولنې غبرګون تر ډېره یوازې په سمبولیکو پروګرامونو، اعلامیو او د همدردۍ تر اظهارولو محدود پاتې شوی دی.
ددویپه وینا، ملاتړ باید له سمبولیکو اقداماتو مخکې لاړ شي. په داسې حال کې چې ښځې له ابتدایي حقونو محرومې دي، ځینې هېوادونه له طالبانو سره سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې جوړوي یا د اړیکو عادي کولو هڅې کوي، چې دا کار د طالبانو د تبعیض او ښځو ضد سیاستونو د دوام او مشروعیت لامل ګرځي.
اعلامیه د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، اسلامي همکاریو سازمان او ټولو هغو دولتونو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو لپاره لاندې اقدامات وکړي، چې د افغان ښځو ملاتړ په عمل کې وکړي، همدا راز پر طالبانو د سیاسي، حقوقي او ډیپلوماتیک فشارونو زیاتوالی کړي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول ودروي او د افغان ښځو ابتکاراتو، اعتراضونو او مدني بنسټونو ملاتړ وکړي.
اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغان ښځې د څپلو، نیولو او ګواښونو په وړاندې لا هم د خپلو بشري حقونو لپاره مقاومت کوي، او د نړیوالې ټولنې اخلاقي او انساني مسولیت دی چې د هغوی ترڅنګ ودرېږي او د جنسیتي تبعیض پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د اسپانیا په مادرید کې د افغان ښځو په ګډون یو زیات شمېر ښځو لاریون وکړ. په دغه لاریون کې افغان ښځو وویل، د مارچ ۸مه په داسې حال کې نمانځي چې افغان ښځې په اسارت کې دي.
دغه ښځې چې د ښځو له حقونو د دفاع او جنسیتي برابرۍ په موخه راوتلې وې همداراز یې له افغان ښځو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
دغو لاریونوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، په افغانستان کې د طالبانو له اسارت ښځې ازادې کړي او حقوق یې تامین کړي.
یوې ګډونوالې وویل: «د مارچ ۸مه د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځو کې چې افغان ښځې د طالبانو په اسارت کې دي».
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سره له دې چې د ښځو ورځ نه نمانځل کېږي، بلکې ښځې له کار، ثانوي او لوړو زدهکړو محرومې شوي دي.