د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د ایران په دفاع کې د حزبالله غېرقانوني فعالیتونه وغندل

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف راجي د ایران په دفاع کې د حزبالله ډلې «غېرقانوني فعالیتونه» چې په قبرس کې پر برېتانوي پوځي هوايي اډې برید هم پهکې شامل دی، وغندل.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف راجي د ایران په دفاع کې د حزبالله ډلې «غېرقانوني فعالیتونه» چې په قبرس کې پر برېتانوي پوځي هوايي اډې برید هم پهکې شامل دی، وغندل.
د «اېنبيسي» خبري شبکې د راپور لهمخې، راجي وویل چې دا کړنې «د لبنان د دولت او خلکو له ارادې سره په ټکر کې دي».
هغه ټینګار وکړ، چې د لبنان حکومت به چا ته اجازه ورنکړي چې دغه هېواد «د ایران د پلانونو پر ډګر بدل شي».راجي څو ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د لبنان د وزیرانو شورا د اسلامي جمهوریت د نیابتي ډلې حزبالله پوځي او امنیتي فعالیتونه منع کړي دي او دغه مصوبه یادې ډلې ته دا مکلفیت ورکوي چې «خپلې وسلې وسپاري».هغه وویل، چې دا پرېکړه د لبنان وسلهوال ځواکونه مکلف کوي ترڅو داسې یو پلان پلی کړي چې «ټولې وسلې د دولت په انحصاري واک کې راولي».