• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ له اسټرالیا وغوښتل چې د ایران د ښځینه فوټبال ملي ټیم لوبغاړو ته پناه ورکړي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، اسټرالیا هېواد ته د ایران د ښځینه فوټبال ملي ټیم د لوبغاړو د بېرته ستنېدو په اجازه ورکولو سره، «یوه لویه بشري تېروتنه» کوي. هغه د اسټرالیا له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې د دې ټیم غړو ته پناه ورکړي.

د اسیا د ښځو ملتونو جام سیالۍ چې کوربه‌توب یې اسټرالیا کوي، پر ایران د متحده ایالاتو او اسراییل د هوایي بریدونو له پیل سره سمې پیل شوې؛ هغه بریدونه چې د راپورونو له‌مخې په‌کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي ووژل شو. د ایران ټیم د یکشنبې په ورځ له فیلیپین څخه د ۲ پر صفر ماتې خوړلو وروسته له دې سیالیو حذف شو.
ټرمپ په خپله «ټروث سوشال» شبکه کې لیکلي: «اسټرالیا ایران ته د دغه هېواد د ښځینه فوټبال ملي ټیم د لوبغاړو په جبري ستنولو سره، یوه لویه بشري تېروتنه کوي؛ ځکه هلته د هغوی د وژل کېدو احتمال خورا زیات دی. که تاسو هغوی نه منئ، متحده ایالات به پناه ورکړي».
په واشنګټن کې د اسټرالیا سفارت د ټرمپ د خبرو په اړه د رسنیو پوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.
د اسټرالیا «اېس‌بي‌اېس نیوز» رسنۍ راپور ورکړی، چې د ایران د ښځینه فوټبال ملي ټیم پنځه لوبغاړې له اردو څخه جلا شوې او اوس د اسټرالیا د فدرالي پولیسو تر ساتنې لاندې دي او له دغه هېواد څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده. د راپور پر بنسټ، حکومتي سرچینو هم دغه موضوع تایید کړې او ویلي یې دي، چې د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک له دغو لوبغاړو سره د لیدنې لپاره د بریزبن ښار ته تللی دی.
د فوټبال د لوبغاړو نړۍوالې اتحادیې (فیف‌پرو) هم تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د دغه ټیم د غړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې شته، ځکه چې د هغوی ځینې لوبغاړې د یوې مسابقې پر مهال د ایران د ملي سرود له لوستلو څخه د انکار له امله د نیوکو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.
د سوېلي کوریا پر وړاندې د لومړۍ لوبې پر مهال د ملي سرود په وخت د لوبغاړو چوپتیا د ایران د دولتي رسنیو د یوه ویاند له لوري «د بې‌عزتۍ اوج» وبلل شو.
له دې سره، د ایران د ښځینه ټیم لوبغاړو له اسټرالیا سره د خپلې دویمې لوبې په ترڅ کې ملي سرود ولوست او پوځي سلام یې ورکړ، هغه اقدام چې د بشري حقونو د فعالانو د اندېښنې لامل شو او ویل کېږي، چې ښايي دوی د دولتي چارواکو تر سخت فشار لاندې وي.
د دغو لوبغاړو د پناهندګۍ د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت مرستیال مټ ټیسلټویټ وویل، د دغه هېواد حکومت «د محرمیت د مسایلو له امله د فردي دوسیې په اړه څه نه‌شي ویلی».

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

امریکایي رسنۍ: قطر کې د یوه پوځي کمپ دننه افغان پناه‌غوښتونکي د «دوزخ» په څېر ژوند تېروي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۰
امریکایي رسنۍ: قطر کې د یوه پوځي کمپ دننه افغان پناه‌غوښتونکي د «دوزخ» په څېر ژوند تېروي
100%

یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې د قطر په یوه پوځي کمپ کې بند پاتې افغان پناه‌غوښتونکي د ایران د بریدونو له کبله د «دوزخ په څېر» ژوند تېروي. د راپور له‌مخې، هره ورځ د امریکا د دغو افغان متحدینو ژوند له ګواښ سره مخ دی چې په‌کې ماشومان او ښځې هم شته.

د توغندیو د بریدونو د خطر زنګونه هر څو ساعتونه وروسته غږېږي، واړه ماشومان له وېرې چیغې وهي او د چاودنو د اور لمبې اسمان روښانه کوي. د قطر په یوه کمپ کې د امریکا تر ادارې لاندې د بند پاتې شاوخوا زرو افغان کډوالو لپاره دا حالت هغه وخت پیل شو چې امریکا او اسراییل نږدې یوه اوونۍ وړاندې له ایران سره جګړه پیل کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، دغه کسان د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې د امریکايي ځواکونو په پخوانۍ اډه «اس سیلیه» کمپ کې امریکا ته د لېږد په تمه ایسار پاتې دي.

يو‌اېس‌اې‌ټوډې ورځپاڼه وايي، په دغه اډه کې د مېشتو شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو ډېری برخه هغه کسان دي، چې د افغانستان په جګړه کې یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی دی. نږدې ۱۵۰ تنه یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي. دا کډوال نور افغانستان ته د ستنېدو توان نه لري، ځکه هلته د طالبانو د حکومت له لوري د ځورونې، تعقیب او ان د وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په منځني ختیځ کې تازه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ډونالډ ټرمپ حکومت او اسراییل پیل کړې، دغه کډوال په وېره او ګډوډۍ کې اچولي دي. د ایران غچ اخیستونکي توغندي د دوی له سرونو تېرېږي او د امریکا او قطر د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا شنډېږي، په داسې حال کې چې د چاودنو ټوټې پر ځمکه غورځي. د کمپ اوسېدونکو یادې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، چې د شپې ډېر خلک له خوبه بې‌برخې وي، بهر ولاړ وي او په اسمان کې د توغندیو تګ‌راتګ ګوري، په داسې حال کې چې نږدې چاودنې ماشومان سخت وېرولي دي.

په دغه کمپ کې څلورو کډوالو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یو‌اېس‌ ټوډي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، ځکه موضوع ډېره حساسه ده. د هغوی په وینا، د کمپ چارواکو او د قطر حکومت اوسېدونکو ته پیغام ورکړی چې د توغندیو له بریدونو وروسته باید د دې وضعیت په اړه په ښکاره ډول خبرې ونه‌کړي.

یوه ۱۴ کلنه افغانه نجلۍ چې په دغه کمپ کې ژوند کوي، وایي: «موږ له جګړې تښتېدلي وو، خو اوس دلته هم جګړه ده؛ توغندي راځي، توغندي ځي او هره ورځ چاودنې کېږي». هغې زیاته کړه: «موږ هېڅ جرم نه دی کړی، خو په دې کمپ کې داسې ژوند کوو لکه په زندان کې چې یو».

د افغان اېواک له لوري د ټرمپ حکومت چارواکو ته په استول شوي یوه لیک کې ویل شوي، چې د دغه کمپ شاوخوا ۸۰۰ اوسېدونکي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان څخه تښتېدلي وو، د اوږدو امنیتي څېړنو او مرکو له تېرېدو وروسته په امریکا کې د مېشتېدو لپاره منل شوي وو. خو ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل سره سم د کډوالو د انتقال پروګرام په نامحدوده توګه وځنډاوه او دې کار د دغو کسانو ژوند د ګډوډۍ او بې برخلیکۍ نوي پړاو ته داخل کړ. ډېری افغانان اوس څو کاله کېږي چې د قطر په همدې کمپ کې بند پاتې دي.

کله چې امریکا او اسراییل پر ایران لومړنی برید وکړ، تهران د سیمې پر هغو هېوادونو چې د امریکا متحدین دي، لکه قطر باندې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو یو لړ بریدونه وکړل. کډوال وايي چې له هغې راوروسته اوس هره ورځ اس سیلیه کمپ کې وېره خپروي او مرګونې شېبې ګوري. د خطر زنګونه د ورځې څو ځله غږېږي او اوسېدونکي اړ کېږي چې په کوچنیو کانټینرونو کې پناه واخلي.

په هغه ګډ لیک کې چې د کمپ اوسېدونکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کانګرس غړو ته استولی، ویل شوي: «هغه کانټینرونه چې موږ په‌کې ژوند کوو هېڅ خوندي نه دي او نور سم ځایونه هم نشته. کله چې د خطر زنګ غږېږي، ډېرې میندې او ماشومان خوندي ځای ته د تګ امکان نه لري».

په لیک کې زیاته شوې ده: «نږدې ۱۱۰۰ ملکي وګړي اوس له وېرې او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادې ورځپاڼې ته په یوه ایمیل کې ویلي: «موږ په سیمه کې د ټولو اړوندو عملیاتي اندېښنو د حل لپاره په فعاله توګه کار کوو او په ځانګړي ډول د اس سیلیه کمپ د اوسېدونکو امنیت تضمینوو چې د امریکا تر ساتنې لاندې دي».

د توغندي ټوټې د یوې افغانې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې

کډوال وایي، د جګړې په لومړۍ ورځ د توغندیو د برید خبرداری هر پنځلس دقیقې یا تر هغه هم ژر اورېدل کېده، خو اوس هر څو ساعتونه وروسته غږېږي.

د دوی په وینا، کوچني ماشومان او امیندوارې ښځې د نږدې چاودنو په اورېدو له وېرې چیغې وهي. یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وایي، د کمپ ډېری اوسېدونکو، د هغې او د هغې د مور او پلار په ګډون د سختو رواني فشارونو له امله د خپګان ضد درمل ترلاسه کړي دي. یوه بل کس هم ویلي، چې د ده مېرمنې څو ورځې وړاندې د شدید فشار له امله خپل ماشوم له وخته مخکې زېږولی دی.

که څه هم تر اوسه پورې په کمپ کې څوک په فزیکي ډول ټپي شوي نه دي، خو ځینو کډوالو راپور ورکړی چې د شنډ شوي توغندي یوه ټوټه د یوې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې ده. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې وروسته خپرې شوې، د چت په سر یو لوی سوری او لویې فلزي ټوټې ښيي چې پر ځمکه پرتې دي.

یو ۵۰ کلن افغان چې له لسو کلونو څخه زیات یې د امریکا له حکومت سره کار کړی او وروسته له افغانستانه تښتېدلی، وایي چې هغه د کمپ له مسوولینو غوښتي وو چې ماشومان خوندي ځای ته انتقال کړي، خو ورته ویل شوي چې بل ځای نشته.

هغه وویل، د مارچ په دویمه شاوخوا سل تنه د کمپ اوسېدونکو خپل سامانونه ټول کړل او هڅه یې وکړه د اصلي دروازې له لارې ووځي او دوحې ته ولاړ شي تر څو د قطري چارواکو مرسته وغواړي، خو امنیتي ساتونکو بېرته وګرځول.

د ده په وینا، ساتونکو ورته ویلي وو: «حکومت بوخت دی او ستاسو لپاره څه نه‌شي کولی؛ هغوی اوس د خپلو خلکو د ژغورلو په کار بوخت دي». دغه سړی وایي، ډېر کسان چې کلونه کېږي په کمپ کې ژوند کوي، لا له مخکې هم له رواني ستونزو سره مخ وو، خو وروستیو توغندیزو بریدونو وضعیت د ډېرو لپاره د نه زغملو وړ پرېښی.

هغه وویل، اوس دا کمپ «د دوزخ په شان ځای» ګرځېدلی دی. دا افغان زیاتوي: «یوازې د خدای په مهربانۍ تر اوسه ژوندي پاتې شوي یو، خو که دا حالت همداسې دوام وکړي، وضعیت به ورځ تر بلې خراب شي».

کډوال په لویو ګودامونو ته ورته ودانیو کې ژوند کوي چې په هره یوه کې سلګونه کسان اوسېږي او په دوه پوړیزو کټونو ویده کېږي. له توغندیزو بریدونو وروسته ډېر کسان د خوب لپاره فلزي کانټینرونو ته انتقال شوي دي. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې دوی له یو‌اېس‌اې ټوډی سره شریک کړي ښيي، چې اووه یا اته کسیزې کورنۍ په یوه کوچني کانټینر کې په تنګ ډول اچول شوي او ماشومان د دېوالونو په تنګو کونجونو کې پراته دي. د اوسېدونکو په وینا، کله چې توغندي چاودېږي د کانټینرونو دېوالونه لړزېږي.

یو پلار چې له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره له یو کال څخه زیات په دغه کمپ کې ژوند کوي وایي، د هغه لس کلنه لور د توغندیو له بریدونو وروسته نور نه خواړه خوري او نه خوب کولی شي.

هغه وویل: «لور مې وېرېدلې ده، شپه او ورځ ژاړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې غواړي دغه کمپ د مارچ تر ۳۱مې وتړي، خو تر اوسه یې نه ده روښانه کړې چې اوسېدونکي به یې چېرې انتقال شي. هغو کډوالو چې له یادې امریکایي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، وایي چې دوی ته ویل شوي چې ښايي یوه نامعلوم درېیم هېواد ته واستول شي. د مارچ په درېیمه د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په غونډه کې ورته ویل شوي چې د دوی د راتلونکي ځای په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

دغه پلار په پای کې وویل: «جګړه پیل شوې ده او موږ نه پوهېږو څه به کېږي. زموږ راتلونکی به څه شي؟ زموږ د ماشومانو راتلونکی به څه وي؟».

د قطر لومړی وزیر وايي د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل ته اړتیا لري

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰
د قطر لومړی وزیر وايي د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې حل ته اړتیا لري
100%

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني له سکای‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ باید د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل شي.

هغه زیاته کړې، چې په ایران کې جګړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د ټولې سیمې لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

قطر له طالبانو او پاکستان سره ښې اړیکې لري او تر دې مخکې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د اساسي حل لارې د موندلو په موخه د خبرو اترو یوه برخه په دوحه کې ترسره شوې وه.

پاکستان ویلي، تر هغو چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان له خوا د افغانستان له خاورې د بریدونو د مخنیوي لپاره قوي تضمینونه ورنه‌کړي، اسلام‌اباد به د طالبانو له ادارې سره خبرې ونه کړي.

امریکا ښايي افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړي هېواد» په توګه ونوموي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰
امریکا ښايي افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړي هېواد» په توګه ونوموي
100%

رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي چې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیولو ملاتړ کوي.

رویټرز له دې موضوع څخه د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې دا اقدام د هغو قضیو له امله ارزول کېږي چې پکې بهرني وګړي په افغانستان کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، که دا پرېکړه عملي شي، نو افغانستان به د هغو هېوادونو په کتار کې شامل شي چې امریکا یې د بهرنیو وګړو د غیرقانوني نیونو د ملاتړ کوونکو په توګه ارزوي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان بانک او ملګرو ملتونو چارواکي د بانکي سکتور پر پیاوړتیا غږېدلي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰
د افغانستان بانک او ملګرو ملتونو چارواکي د بانکي سکتور پر پیاوړتیا غږېدلي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي چې د دغه بانک مرستیال صدیق الله خالد په افغانستان کې د یوناما له مرستیال اندریکا راټواټ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر سټیفن روډریکس سره لیدلي او د بانکي سکتور د پیاوړتیا پر ګډ چوکاټ یې خبرې اترې کړې دي.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د بانکي او مالي سکتور د ظرفیت لوړولو لپاره د یوه ګډ کاري چوکاټ د جوړښت، ارزښت او د عملي کېدو څرنګوالي په اړه بحث شوی دی.

په ناسته کې ټینګار شوی، چې دا چوکاټ به د یوه همغږي او ګډ میکانیزم په توګه د افغانستان بانک تر څارنې لاندې فعالیت وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، پرېکړه شوې چې د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو تنظیم، د درسي موادو چمتو کول او د روزونکو ټاکنه به په منظم او همغږي ډول کېږي.

د بحثونو له مخې، د دې ګډ چوکاټ له لارې به د نړیوالو او کورنیو بنسټونو تخنیکي مرستې او فعالیتونه تر یوه چتر لاندې راټول شي، څو همغږي رامنځته شي، د فعالیتونو د تکرار مخه ونیول شي او مرستې په اغیزناک ډول وکارول شي.

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو ښځضد سیاستونه د افغانستان د روغتیا سیستم ګواښي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د طالبانو ښځضد سیاستونه د افغانستان د روغتیا سیستم ګواښي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي چې پر ښځو د طالبانو محدودوونکي سیاستونه افغان روغتیايي برخې ته جدي ستونزې پېښولی شي.

بېنیټ، نن د دوشنبې په ورځ، د کب پر ۱۸مه، وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د نورو محدودیتونو ترڅنګ له روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو محرومې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د طالبانو سیاستونه به د خلکو د لا زیات کړاو، ناروغیو او بې وخته مړینو لامل شي او ان کېدای شي د ښځو د سیستماتیکو وژنو لامل هم شي.»

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي او نجونو ته د زده‌کړو، په ځانګړي ډول د طبي زده‌کړو، اجازه ورکړي.

د بېنیټ په وینا، د ښځو له حقونو څخه انکار نه یوازې د هغوی ژوند ګواښي، بلکې د افغانستان د روغتیايي سیستم راتلونکی هم له ګواښ سره مخامخوي.

هغه څو ورځې وړاندې هم روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی و.