متقي له ډېپلوماټانو سره په ناسته کې: د پاکستان وروستی برید پر افغانستان ظالمانه تېری دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې له سفیرانو او نړیوالو استازو سره د روژهماتي په ناسته کې ویلي چې د پاکستان وروستی برید د افغانستان پر حاکمیت «ظالمانه تېری» دی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د خپلې خاورې، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم دفاع خپل مشروع حق ګڼي.
