د قطر لومړی وزیر: د کړکېچ د کمولو هڅو ته به دوام ورکړو

د قطر لومړي وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د منځني ختیځ د جګړې له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د کړکېچ د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.
هغه «اسکای» خبري شبکې ته وویل: «موږ له ایراني لوري سره خبرو اترو ته دوام ورکوو او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو».
د قطر لومړي وزیر په ډاګه کړه، چې وروستیو پېښو له ایران سره د باور په بنسټیزو اړیکو کې «لوی ټکان» رامنځته کړی دی. هغه زیاته کړه: «موږ د یوه داسې ډیپلوماتیک حل غوښتونکي یو چې زموږ او د هغوی اندېښنو ته پهکې پاملرنه شوې وي».
هغه ټینګار وکړ، چې لومړی باید ډاډ ترلاسه شي چې اسلامي جمهوریت د خلیج فارس د هېوادونو پر وړاندې خپل ټول بریدونه دروي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې د سیمې په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړې دي.
