چین: دا جګړه باید نه وای شوې

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه وویل: «دا جګړه باید نه وای شوې او د هېچا لپاره هم کومه ګټه نهلري».
د «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس د راپور پربنسټ، هغه له سترو قدرتونو وغوښتل چې «رغنده رول ولوبوي» او په بېړني ډول خپل پوځي اقدامات پای ته ورسوي.
