په ترکیه کې د ټکر او کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۴ افغان پناه غوښتونکي مړه شوي

د ترکیې ساحلي ګارد ویلي، چې د انتالیا په سمندرغاړو کې د یوې ربړي کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ افغان پناه غوښتونکو، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ترکیې ساحلي ګارد ویلي، چې د انتالیا په سمندرغاړو کې د یوې ربړي کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ افغان پناه غوښتونکو، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ترکیې ساحلي ګارد د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې دغه کښتۍ سهار د ساحلي ګارد بېپیلوټه الوتکې (ډرون) د انټالیا په اوبو کې وپېژندله.
د اعلامیې له مخې، یادې کښتۍ له څو ځله خبرداري سره سره په لوړ سرعت د تېښتې هڅه وکړه، خو لږ وروسته یې ناڅاپه خپل مسیر د ساحلي ګارد د کښتۍ پر لور واړاوه او د ټکر په پایله کې یو شمېر پناه غوښتونکي سمندر ته ولوېدل او کښتۍ ډوبه شوه.
د لټون او ژغورنې د عملیاتو پر مهال شپږ پناه غوښتونکي او د انساني قاچاق شبکې یو ترکي شکمن غړی ژوندي ژغورل شوي، خو د ۱۴ نورو پناه غوښتونکو مړي موندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو د پناه غوښتونکو د «غیرقانوني لېږد» په تور شپږ کسان نیولي دي.
همدارنګه ۱۵ نور پناه غوښتونکي چې له همدې کښتۍ څخه تښتېدلي وو، په جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.
پولیس وايي د ورکو کسانو د شمېر د معلومولو لپاره له ژغورل شویو پناه غوښتونکو سره مرکې روانې دي او د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
د دې پېښې په تړاو د انتالیا څارنوالۍ قضايي څېړنې پیل کړې دي.