د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر دولتي موټرو ۵۰ سلنه تېل راکم کړل

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه تازه پرېکړه کې د تېلو د کمښت او بیو لوړېدو له امله د دولتي ادارو پر موټرو ۵۰ سلنه تېل کم کړل. نوموړي ویلي، چې د دولتي چارواکو معاشونه هم کمیږي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې تمه کیږي اسلام اباد په دولتي ادارو کې د سون توکو کمښت سره ۴.۵ میلیارد روپۍ وسپموي.
پر ایران د اسراییل او امریکا له برید وروسته په پاکستان کې د تېلو په یوه لیټر بیه کې ۵۵ کلدارې زیاتوالی راغلی دی.
