اسټرالیا د فارس خلیج د هوايي حریم د ساتنې په هڅو کې برخه اخلي

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور لهمخې، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانيزي ویلي چې اسټرالیا د فارس خلیج د هوايي حریم د خوندیتوب لپاره یوه (E-7Al) څارونکې الوتکه او شاوخوا ۸۵ پوځي پرسونل د څلورو اوونیو لپاره په سیمه کې ځای پر ځای کوي.
