• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې درې تنه د «غلا او غیرقانوني وسلې د کارونې» په تور نیولي دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د کابل د طالبانو د اومې حوزې جنايي مشر سیدالیاس مقتدا وايي چې د کابل په ښار کې یې دوه کسه د غلا او یو د غیر قانونې وسلې د کارونې په تور نیولي دي. طالبانو ویلي چې نیول شوي کسان به تر پښتنو وروسته قضايي ادارو ته ورسپارل شي.

کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي دوه کسه یوه کور ته ورغلي او سره زر یې ترې غلا کړې. د طالبانو د معلوماتو له مخې چې دغه کسان یې د دقیقو پلټنو او عملیاتو پر مهال نیولي دي. د دوی په خبره چې نیول شوي سره زر یې هم خپل خاوند ته ورکړل.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

متقي له ډېپلوماټانو سره په ناسته کې: د پاکستان وروستی برید پر افغانستان ظالمانه تېری دی

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۰
متقي له ډېپلوماټانو سره په ناسته کې: د پاکستان وروستی برید پر افغانستان ظالمانه تېری دی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې له سفیرانو او نړیوالو استازو سره د روژه‌ماتي په ناسته کې ویلي چې د پاکستان وروستی برید د افغانستان پر حاکمیت «ظالمانه تېری» دی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د خپلې خاورې، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د دفتر رییس حافظ احمد ضیا تکل په ایکس کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کابل په ستوري ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو، ډېپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژه‌ماتي په مجلس کې ګډون وکړ.

متقي په دې ناسته کې د سیمې پر وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو خبرې وکړې او د پاکستان له لوري پر افغانستان وروستی برید یې «ظالمانه تېری» وباله. د هغه په وینا، د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د ساتنې لپاره شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی، خو د هر ډول تېري پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.

متقي د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې وروستي تحولونه، په ځانګړي ډول پر ایران بریدونه او د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ، سیمه له جدي امنیتي خطرونو سره مخ کړې ده. هغه د هېوادونو د حریم نقض او د ملکي وګړو وژل وغندل او ټینګار یې وکړ چې د شخړو د حل لپاره باید د زور پر ځای د خبرو اترو او ډېپلوماټیک تعامل لاره غوره شي.

طالبانو امربالمعروف وزارت وايي په ۶ ولایتونو کې یې ۲۰ مېرمنې له تاوتریخوالې ژغورلي‌دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۰
طالبانو امربالمعروف وزارت وايي په ۶ ولایتونو کې یې ۲۰ مېرمنې له تاوتریخوالې ژغورلي‌دي
100%

د ښځو د نړۍوالې ورځي سره هم مهاله د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي چې په ۶ ولایتونو کې یې ۲۰ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورلي دي. یاد وزارت وايي چې د قضیو د ترلاسه کولو پر مهال یې د قیقه پلټنۍ او رسېدنه کړې.

د طالبانو امرلمعروف وزارت د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په فاریاب، سمنګان، تخار، بدخشان، بغلان او سرپل ولایتونو کې یې ۲۰ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي‌ دي. که څه هم دغه وزارت د ژغورل شویو مېرمنو د قضیو په اړه جزیات نه دي‌ورکړي خو زیاته کړې یې ده: «دا هغه قضیې وې چې ښځې په کې د ډېرو کلونو راهیسې د کورني تاوتریخوالي سره مخ وې». طالبانو ویلي چې د خلکو د راپورنو د ترلاسه کولو وروسته یې دغه قضیو ته د دقیقو او هر اړخیزو څېړنو له مخې رسیدنه کړې.

د امربالمعروف وزارت په دغو ولایتونو کې ټينګار کړی چې د ښځو «شرعي حقونه» تامین او دوی به د کورني چاپیريال د هر ډول ظلم او تاوتریخوالي مخنیوی کوي.

وزارت دا هم ویلي چې چاته اجازه نه ورکوي څو د ښځو په وړاندې ظلم او تاوتریخوالی وکړي. طالبانو خلکو ته خبردارۍ ورکړی: «که څوک سرغړونه وکړي نو جدي چلند به ورسره وشي».

طالبان: د ایران له کړکېچ سره د اسلام‌قلعه بندر له لارې سوداګریز تګ راتګ عادي روان دی

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۷ GMT+۰
طالبان: د ایران له کړکېچ سره د اسلام‌قلعه بندر له لارې سوداګریز تګ راتګ عادي روان دی
100%

د هرات د اسلام‌قلعه بندر طالب مسوولین وایي چې د ایران له روانو کړکېچونو سره سره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد عادي دوام لري او هره ورځ سلګونه باروړونکي موټر د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي.

د هرات د اسلام‌قلعه بندر طالب چارواکي وايي، سره له دې چې په ایران کې وروستي کړکېچونه رامنځته شوي، خو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو انتقال نه دی درېدلی او د پخوا په څېر روان دی.

د مسوولینو په وینا، هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ باروړونکي موټر له افغانستانه ایران ته او نږدې ۷۰۰ نور له ایرانه افغانستان ته تګ راتګ کوي.

چارواکي زیاتوي چې د بازارونو د ثبات لپاره جدي څارنه روانه ده او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی چې د وضعیت له امله د توکو بیې لوړې نه کړي.

یو این ډي پي: «وي لیډ» پروژه، د افغان ښځو اقتصادي ځواکمنتیا ته نوې لارې پرانیزي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۰
یو این ډي پي: «وي لیډ» پروژه، د افغان ښځو اقتصادي ځواکمنتیا ته نوې لارې پرانیزي
100%

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) وایي، په افغانستان کېد اروپایي ټولنېتمویل شویو پروژو له لارې ښځو ته مالي فرصتونه برابر کړي، چې د ښځو پرمخ د سوداګریزو فعالیتونو ودې او اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي.

یو این ډي پي له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، داروپایي ټولنېتمویل شوی WE LEAD پروژه د ښځو اقتصادي ځواکمنتیا ته ځانګړې شوې ده، څو هغوی ته د مالي خدمتونو لاسرسی اسانه کړي او د ښځو پرمخ رهبري شوي کاروبارونه په محدود اقتصادي چاپېریال کې وده وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، په افغانستان کې د اوسني اقتصادي وضعیت له مخې، ۷۵٪ کورنۍ د بنسټیزو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي، ۸۸٪ د ښځو په مشرۍ کورنۍ بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري، او یوازې ۷٪ښځې د کور څخه بهر په کار بوختې دي.

اعلامیه زیاتوي، د پروژې له لارې ښځو ته فرصتونه برابریږي چې په محلي سوداګریزو فعالیتونو کې برخه واخلي، لکه شایسته د بلخ خوراکي هټۍ کې د بولاني، آشک او نورو خوراکي توکو تولید او پلور، چې د ځايي ښځو د استخدام سبب هم ګرځي.

یو این ډي پي ټینګار کوي چې دا ډول ټولنیز او اقتصادي ملاتړ د ښځو ژوند او ټولنیز رول په افغانستان کې پیاوړی کوي.

ملګرو ملتونو: په افغانستان کې د ښاریزو سیمو جنسیتي نابرابري ورځ تر بلې زیاتیږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۴ GMT+۰
ملګرو ملتونو: په افغانستان کې د ښاریزو سیمو جنسیتي نابرابري ورځ تر بلې زیاتیږي
100%

د ملګرو ملتونو د هستوګنې ادارې (UN-Habitat) راپور ښيي چې په افغانستان کې د ښاریزو او شاوخوا ښارونو غیر رسمي استوګنځایونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې نابرابري د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې لا پسې زیاته شوې، او د ښارونو د پراختیا فرصتونه د جنسیتي توپیرونو د کمولو پر ځای پراخ شوي.

د افغانستان په ښاري او شاوخوا ښاري غیر رسمي استوګنځایونو کې دیو این هبیتاتسروې ښيي چې د کورنیو بې ځایه شویو، جبري راستنېدونکو او د اقتصادي بحران له امله د ښاري پراختیا چټکتیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د نابرابریو کچه زیاته کړې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو د اوسني واکنۍ لاندې نږدې ټول دودیزې لارې د ښځو او نجونو د خوندیتوب، عزت او ځواکمنۍ لپاره له منځه تللي دي. دې کې د رسمي زده کړو محدودیت، په عامو ځایونو کې د خوځښت ازادي، د کار فرصتونه، د ټولنیز ګډون او مدني رهبري برخه شامل دي.

په ځانګړې توګه په غیر رسمي استوګنځایونو کې، ښځې د استوګنې ناامني، د ځمکې د حقونو نشتوالی، غیر خوندي عامه ځایونه، د اوبو، روغتیا او صفایي (WASH) محدود خدمات او د عاید محدود فرصتونه سره مخ دي، چې د جنسیتي نابرابري کچه لا پسې لوړه کړې.

راپور د UN Women د تېرو څلورو کلونو د موندنو سره همغږی دی او د هرات، جلال آباد، کابل، کندهار او ننګرهار ښارونو څخه د ۲۰۲۳–۲۰۲۵ کلونو ټولنیزو پروژو د معلوماتو پر بنسټ د ښځو او نجونو د ژوند په لسو مهمو برخو کې د نابرابریو په اړه څرګندونې کوي.