هالنډ په ایران کې د خپل سفارت فعالیتونه په لنډمهاله توګه باکو ته ولېږدول

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په ایران کې د دغه هېواد د سفارت کارکوونکو ته د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له امله د سفارت فعالیتونه په لنډمهاله توګه د اذربایجان جمهوریت پلازمېنې باکو ته لېږدول شوي دي.
