د ملي مقاومت جبهه وایي چې په کابل کې یې ۴ طالبان وژلي

د طالبانو مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې ویلي، چې تېره شپه د کب پر ۱۸مه یې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د طالبانو پر یوه موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې د استخباراتو څلور غړي وژل شوي دي.

د طالبانو مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې ویلي، چې تېره شپه د کب پر ۱۸مه یې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د طالبانو پر یوه موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې د استخباراتو څلور غړي وژل شوي دي.
دغې جبهې د سې شنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې یاده پیسه د شپې د کابل ښار د قصبې سړک سیمه کې شوې او د طالبانو موټر پکې ویجاړ شوی.
جبهه زیاتوي په برید کې د دوی کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د نوموړي راتلونکې محاکمه له ځنډ سره مخ شوې ده. د قدیر د کورنۍ په وینا، د هغه د محاکمې په اړه څو ځله نېټې اعلان شوې خو لا نه ده ترسره شوې او بیا هم یوه نیمه میاشت وخت ورکړل شوی دی.
د روان کال د غويي په میاشت کې ټاکل شوې وه، چې د پخوانۍ ولسي جرګي د غړي عبدالظاهر قدیر محاکمه، چې څه موده وړاندې د کینیا د نایروبي پولیسو له لوري نیول شوی، په نایروبي کې پیل شي، خو د قدیر کورنۍ ویلي و، چې محاکمه یې ځنډېدلې ده.
د عبدالظاهر قدیر د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و:« وکیل مو ورته نیولی دی، نن یې محاکمه وه، خو وځنډیدله. وکیل سره موږ په اړیکه کې یو، وکیل خپله پوره هڅه کوي چې همدلته یې محاکمه وشي او امریکا ته له انتقال پاتي شي.»
د عبدالظاهر د کورنۍ غړي او وکیل یې هڅه کوي د نوموړي محاکمه په کینیا کې ترسره شي.
عبدالظاهر قدیر د تېر کال ۲۰۲۵ په اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.
د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.
د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي محکمې ته ویلي و، چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبدالظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.
رپوټونه وايي، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبدالظاهر قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پکې شوې.
د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره سولهییز لاریون شوی. لاریون والو «موږ په دواړو هېوادونو کې امن غواړو، جنګ بربادي ده او امن خوشحالي ده» شعارونه ورکول.
لاریون کوونکو د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ تر ټولو زیات د د کرښې په دواړو غاړو کې پر پرتو خلکو اغېز کړی دی.
هغوی زیاته کړې چې جګړه د هېڅ ستونزې حل نه دی بلکې له دې سره به په سیمه کې بېثباتي او ستونزې نورې هم زیاتې شي.
لاریون والو د پاکستان له حکومت او طالب چارواکو وغوښتل چې روانه لانجه ژر تر ژره د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
دوی ټینګار وکړ چې په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره به خپل غږ پورته کوي.
په لاریون کې د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو استازو تر څنګ د سیمې مشرانو او ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و.
لاریون د لنډي کوتل بازار له باچا خان چوک څخه پیل شو او ددغه بازار تر پریس کلب پورې وغځېد.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ په اته ورځنۍ جګړې کې د کرښې په دواړو غاړو کې ګڼ خلک له خپلو سیمو نه بې ځایه شول او یو شمېر ووژل شول او ټپیان شول.
د یوناما د یوه رپوټ له مخې، په افغانستان کې ددې جګړې له امله لسګونه ملکي کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور له خپلو سیمو نه بې ځایه شوي دي.
دغه راز د خیبر ولسوالۍ په سلګونو کورنۍ د جګړې له ویرې له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.
د دواړو خواوو ترمنځ له تېرو دوو ورځو راهیسې پر ډیورنډ کرښه جګړې او هوايي بریدونه درېدلي، خو لاهم په رسمي ډول اوربند نه دی اعلان شوی.
د طالبانو د پانګونې بین الوزارتي کمېټې د امو سیند د ویجاړو څنډو د بیارغونې طرحه تایید کړې او ټاکل شوې چې ویجاړې شوې ځمکې بیرته ورغیږي او کرنیز او د مالدارۍ فارمونه او د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکې پکې جوړې شي.
د طالبانو ریاستالوزرا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې طرحې له مخې به لومړی د سیند له امله زیانمنه شوې ځمکه بېرته ورغول شي او وروسته به په یاده سیمه کې کرنیز اود مالدارۍ فارمونه او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکې جوړې شي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به په زیاته کچه باکیفیته کرنیز محصولات تولید شي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امو سیند اوبه د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ او جوزجان ولایتونو په غاړو کې روانې دي.
د یادو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې تاجکستان او ازبکستان د سیند خپل اړخ کلک ساتلی دی، له همدې امله د امو سیند اوبه په دوامداره توګه یوازې د افغانستان خوا ته خپرېږي او هر کال د دوی سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې وړي او د سیند برخه ګرځي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دا مهال په افغانستان کې د کبانو روزنې په سکټور کې شاوخوا ۱۲ زره کسان په کار بوخت دي او دې برخې په وروستیو کلونو کې پام وړ وده کړې ده.
دغه ریاست د سې شنبې په ورځ پر اېکس لیکلي چې اوس مهال په هېواد کې د کبانو روزنې ۴۶۷۰ فعال فارمونه فعالیت کوي چې کلنی تولید یې نږدې ۱۳ زره مټریک ټنو ته رسېږي.
همدا راز په دغه سکټور کې ټولټال شاوخوا ۱۲ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د راتلونکو پلانونو له مخې به په هېواد کې د کبانو روزنې لپاره ۷۷۰۰ نوي فارمونه هم جوړ شي، چې ددغه سکټور تولید او د کارموندنې فرصتونه لا زیات شي.
دغه ریاست زیاتوي چې د کبانو روزنې فارمونو په ځانګړي ډول په هلمند، کندهار، ننګرهار، بلخ، کندوز او لغمان ولایتونو کې ډېر وده کړې او د دغو سیمو ګڼ اوسېدونکي پکې په کار بوخت دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه غونډه کې د پاکستان او طالبانو د بریدونو په تړاو د رسنیو سیاسي بحثونو کې د خپلو شنونکو فعالیتونه، او رسنوال وستایل. د یاد وزارت مرستیال مهاجر فراهي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې سياسي شنونکو او رسنیو ددوی اوږه په اوږه ملاتړ کړی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند نن سې شنبه، د کب پر ۱۹مه په اېکس کې لیکلي، چې د وروستيو پېښو په لړ کې د رسنیو او سیاسي شنونکو د فعالیتونو ستاینغونډه کې د نشراتي چارو معین مهاجر فراهي ویلي، چې د طالبانو ځواکونو په جګړه کې پر دښمن هدفي بریدونه کول او سياسي شنونکو او رسنیو له دوی سره اوږه په اوږه تبلیغاتي جګړه پرمخ وړله.
مهاجر فراهي ویلی:« موږ او تاسې ټول چې په هره برخه کې مبارزه کوو، بايد د طالبانو درنه او سنګينه پاليسي په نظر کې ونيسو او د پاليسۍ مطابق مخته ولاړ شو، چې اخلاقي نورمونه او اساسات تر پښو لاندې نه شي».
د طالبانو پر شنونکو او پلویانو، په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې نیوکې کیږي، چې اخلاقي نورمونه ډېر وخت په پام کې نه نیسي او د خپلو مخالفانو پر وړاندې ناسمه ژبه کاروي.
مهاجر فراهي ویلي، چې له رسنیو، سیاسي شنونکو، قلموالو مبارزینو او د ټولنیزو شبکو له فعالانو څخه مننه کوي، چې د پاکستان پر وړاندې یې د طالبانو د جګړې ملاتړ کړی دی.
طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي او له رسنیو سره یوازې هغه کارپوهان خبرې کولی شي، چې طالبانو معرفي کړي دي.