• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له پاکستان سره په جګړه کې خپل ملاتړي «سیاسي کارپوهان» وستایل

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه غونډه کې د پاکستان او طالبانو د بریدونو په تړاو د رسنیو سیاسي بحثونو کې د خپلو شنونکو فعالیتونه، او رسنوال وستایل. د یاد وزارت مرستیال مهاجر فراهي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې سياسي شنونکو او رسنیو ددوی اوږه په اوږه ملاتړ کړی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند نن سې شنبه، د کب پر ۱۹مه په اېکس کې لیکلي، چې د وروستيو پېښو په لړ کې د رسنیو او سیاسي شنونکو د فعالیتونو ستاینغونډه کې د نشراتي چارو معین مهاجر فراهي ویلي، چې د طالبانو ځواکونو په جګړه کې پر دښمن هدفي بریدونه کول او سياسي شنونکو او رسنیو له دوی سره اوږه په اوږه تبلیغاتي جګړه پرمخ وړله.

مهاجر فراهي ویلی:« موږ او تاسې ټول چې په هره برخه کې مبارزه کوو، بايد د طالبانو درنه او سنګينه پاليسي په نظر کې ونيسو او د پاليسۍ مطابق مخته ولاړ شو، چې اخلاقي نورمونه او اساسات تر پښو لاندې نه شي».

د طالبانو پر شنونکو او پلویانو، په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې نیوکې کیږي، چې اخلاقي نورمونه ډېر وخت په پام کې نه نیسي او د خپلو مخالفانو پر وړاندې ناسمه ژبه کاروي.

مهاجر فراهي ویلي، چې له رسنیو، سیاسي شنونکو، قلموالو مبارزینو او د ټولنیزو شبکو له فعالانو څخه مننه کوي، چې د پاکستان پر وړاندې یې د طالبانو د جګړې ملاتړ کړی دی.

طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي او له رسنیو سره یوازې هغه کارپوهان خبرې کولی شي، چې طالبانو معرفي کړي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره پر روغتیايي خدماتو غږېدلی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له استازي ایډوین سنیزا سلوادور سره د هېواد په کچه د روغتیايي خدماتو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ، د کب پر ۱۹مه وویل، چې په دې لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د پراخېدو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سرطاني ناروغیو د درملنې او اړوندو خدماتو د پیاوړتیا، او همدارنګه د روغتیايي پروګرامونو د پلي کېدو پر مهال د لا زیاتې همغږۍ او د چارو د روڼتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي نور جلال ویلي چې د عامې روغتیا وزارت ملي پالیسۍ او ستراتیژیک سندونه د وزارت لپاره بنسټیز اهمیت لري او ټولې روغتیايي پروژې او خدمات باید د همدې ملي تګلارو او د خلکو د لومړیتوبونو له مخې تنظیم او عملي شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوې چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ژمنه کړې چې دغه سازمان به د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره نږدې همغږي وساتي او هڅه به وکړي چې «د وزارت له پالیسیو او لومړیتوبونو سره سم» اړین روغتیايي خدمات تنظیم او وړاندې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان دفتر ددې لیدنې د جزئیات په اړه ه نه دي ویلي.

د افغانستان روغتیايي سکتور په دې وروستیو کې له پاکستان سره د لارو بندېدو او دغه راز د ایران او امریکا-اسراییل د جګړې له امله د درملو او روغتیايي تجهیزاتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

طالبان په تورخم کې د پاکستان په بریدونو کې د سوځېدلو هټیو له مالکانو سره مرسته کوي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۰

طالبانو تورخم ښارګوټي ته یو پلاوی استولی، چې د سوداګرو زیان کچه له نږدې وڅېړي. د طالبانو مرستیال ویاند وايي، چې دغه پلاوی به د «لازم لاسنیوي» لپاره د خپلو څیړنو پایلې له مسوولینو سره شریکې کړي. طالبانو دا نه ده روښانه کړې، چې څه ډول د زیانمنو خلکو «لاسنیوی» یا مرسته کوي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سې شنبې په ورځ، د کب پر ۱۹مه وویل، چې لېږل شوي پلاوي له نږدې څخه له زیانمنو شویو هټیو او مارکیټونو لیدنه کړې او له هټیوالو سره یې د زیانونو د کچې ارزونې په موخه په تورخم ښارګوټي کې ناسته کړې ده.

د طالبانو د ویاند په وینا، د پاکستان د پوځ په بریدونو کې د هټیو ترڅنګ جوماتونه، د تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم په نښه شوي، چې له امله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ نور ځایي اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

طالبانو د پاکستاني ځواکونو دغه بریدونه «قصدي عمل» بللی دی.

ځايي چارواکو تایید کړې، چې د پاکستان د پوځ په بریدونو کې د تورخم ښارګوټي شاوخوا ۱۵۰ هټۍ سوځېدلې او یو مارکېټ پکې په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

طالبانو د «غیرقانوني نیونو» په نوملړ کې د افغانستان د شاملولو پرېکړه خواشینوونکې بللې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «غیر قانوني نیونو» د ملاتړي حکومت په توګه نومولی، د تاسف وړ بولي. د یاد وزارت په وینا، طالبان غواړي دغه موضوع د دواړو لوریو ترمنځ د روانو خبرو او رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د کب پر ۱۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد وګړي د معاملو د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي.

په اعلامیه کې راغلي:«هغه کسان چې له نافذه قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي، په ډېرو مواردو کې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته په عادي ډول خوشي شوي دي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د تېر یو کال په اوږدو کې دوی د امریکا د بندي وګړو د قضیو په تړاو د حسن نیت له مخې مثبت ګامونه پورته کړي.

یاد وزارت همداراز ویلي، چې په دې اړه د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د قطر دولت په همکارۍ په بېلابېلو کچو خبرې اترې هم شوې دي، چې د دغو بحثونو په لړ کې د دواړو لوریو له خوا د یو شمېر مثبتو ګامونو ژمنې هم شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه داسې مهال ده، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د امریکا حکومت افغانستان د «غیرقانوني نیونو د ملاتړو هېوادونو» په توګه پېژندلی دی.

هغه پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې طالبان لا هم د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د ترهګرو له تګلارو سره ورته لارې چارې کاروي.

د هغه په وینا، دغه ډول چلند به د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې اغیزناک تمام نه‌شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې طالبان باید ژر تر ژره ډېنس کویل، محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکايي وګړي چې په ناحقه په افغانستان کې نیول شوي دي، خوشې کړي.

ملګري ملتونه: زرګونه افغانان د ایران له جګړې تښتي او له یوې بلې جګړې سره مخ کیږي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې هره ورځ زرګونه افغانان پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو د ځان ساتنې په موخه افغانستان ته ځي. دوی زیاته کړې:«ستنېدونکي کسان له یوې جګړې تښتي او بلې جګړې ته راځي، ځکه دوی داسې هېواد ته ستنېږي چې له پاکستان سره په شخړه کې دی».

الجزیرې د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) په افغانستان کې د کډوالو عالي کمشنرۍ د استازي عرفات جمال له قوله ویلي چې ستنېدونکې افغانان په ایران کې له ناامنۍ تښتي او داسي هېواد ته ځي چې له ګاونډي پاکستان سره په ترینګلتیا کې دی.

عرفات جمال زیاته کړې چې هره ورځ شاوخوا دوه زره کسان د ایران له پولو افغانستان ته ستنېږي. هغه ویلي: «دوی وايي چې د جګړې له هغو حالاتو تښتي چې په ایران کې ټول خلک ورسره مخ دي».

هغه زیاته کړې چې تر اوسه په ایران کې د افغانانو لپاره کوم ځانګړی خطر نه دی یاد شوی.

د نوموړي په وینا، تر دې دمه په روان کال کې شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان له ایران نه وتلي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه بیا ستنېدونکي کسان له یوې جګړې تښتي او بلې جګړې ته راځي، ځکه دوی داسې هېواد ته ستنېږي چې له ګاونډي پاکستان سره په شخړه کې دی. هغه وویل: «د دغو خلکو لپاره هېڅ ښه انتخاب نشته.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته: طالبان دې ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه چې د طالبانو اداره یې د غیرقانوني نیونو د ملاتړ کوونکو په لېست کې شامله کړه افغانستان انټرنشنل ته وویل طالبان باید ټول امریکايي یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

وزارت ټینګار کړی چې طالبان باید د یرغمل شویو ډیپلوماسي پای ته ورسوي کنه نو له پایلو سره به یې مخ شي.

د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي دفتر افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیکلي یادښت کې ټولو بهرنیو لوبغاړو ته خبرداری ورکړ چې که دوی په غیرقانوني ډول د امریکا وګړي ونيسي نو دوی به یې قیمت ورکړي.

امریکا د دوشنبې په ورځ طالبان د «غیر عادلانه نیونې د ملاتړ دولت » په توګه معرفي کړه. طالبان د ایران وروسته د غیر عادلانه نیونې د ملاتړ کونکو هیوادونو په لیست کې دوهمه اداره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې طالبان د سیاسي ګټې ترلاسه کولو لپاره د ترهګرۍ تاکتیکونه کاروي. ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې دا چلند به د امریکا پر وړاندې کار ونکړي.

تر اوسه پورې طالبانو د امریکا د دې اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د واشنګټن په وینا، د دوی درې تنه اوس مهال هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

په تېرو میاشتو کې د نیول شویو امریکايي وګړو موضوع د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د خبرو اصلي محور و.

د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ادم بوهلر د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې د دې کسانو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.